د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

سخته تنفسي ناروغۍ؛ له یوې نیمې میاشتې راهیسې یې افغانستان کې سلګونه تنه مړه کړي


د دې ناروغۍ زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي
د دې ناروغۍ زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي

د روغتیا نړیوال سازمان "WHO" وايي، په تېره یوه نیمه میاشت کې په افغانستان کې د تنفسي ناروغیو له امله ۵۷۶ کسان مړه شوي دي.

دې سازمان د پنجشنبې په ورځ، لس مخیز راپور خپور کړى او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د دې ناروغيو له امله ډېرى مړې شوې ښځې او تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي

ډبليو اچ او " دا هم وايي چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ، د فبرورۍ تر ۱۰مې نېټې پورې په ټول افغانستان کې د دغې ناروغۍ " ۲۴۴۲۳۱ " دوه لکه څلور څلوېښت زره دوه سوه یو دېرش پېښې ثبت شوي چې نږدې ۱۵۴ زره یې ماشومان او څه باندې ۱۲۰ زره یې ښځې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د دې ناروغۍ د ثبت شویو شمېرو اوسنی اوسط له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۲ کلونو په پرتله لوړ دی.

دغه سازمان د ورته ناروغيو لامل موسمي بدلونونه، سړه هوا او د هوا ککړتیا بولي.

په افغانستان کې له دغو ناروغيو زيانمنې شوې یو شمېر کورنۍ وايي چې دوی ډېر بد وضعیت تجربه کړی دی.

د کابل اوسېدونکې زهره آرین چې درې کلن ماشوم يې د دې ناروغۍ له امله مړ شوى ازادۍ راډیو ته وویل:

"زه د مسیح جان په نوم د یوه ماشوم مور یم چې درې کاله او څلور میاشتې ژوند يې کړى و، د يخنۍ او د هوا د ککړتيا له امله يې اکسيجن يې نه شو اخيستلى ستونى يې بندېده، ما هغه روغتون کې بستر کړ، هر څه مې چې وکړل، خو ونه ژغورل شو ."

ډېر روغتونونه د درملنې لازم امکانات نه لري
ډېر روغتونونه د درملنې لازم امکانات نه لري

د عمومي داخله ناروغيو یو متخصص، ډاکټر متین صافي ازادي راډيو ته وویل چې د دې ناروغۍ اصلي لامل د منظم واکسین نشتوالی دی په ځانګړې توګه په ماشومانو کې.

ډاکټر صافی زیاتوي:

"د دې ناروغۍ اصلي لامل د ماشومانو لپاره د منظم واکسین نشتوالی او سړه هوا ده. او په ټولیزه توګه د بدن د سیسټم کمزوري کېدل، چې مېندې په پوره اندازه خواړه او ویټامینونه نه شي پيدا کوى، که دغو درېیو برخو ته پاملرنه وشي، مېوه او ترکاري وکارول شي د دغو ناروغيو د چټک لېږد مخه نیسي. "

د ډاکټرانو په وینا، شديد تنفسي انتان د زکام په څیر ناروغي ده چې نښې یې تبه، سخته لړزه، ټوخی، د اشتها کمیدل، د بدن درد او خواګرځېدنه ده چې د ناروغۍ په پیل کې د انسان په بدن کې څرګندیږي.

ومو غوښتل چې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د زیاتوالي، د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور او د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د دې ناروغۍ د کنټرول د پلان په اړه د دغه وزارت ویاند شراف زمان نظر واخلو، خو نوموړي په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کې په ۲۰۲۳ کال کې د شديدې تنفسي ناروغۍ د پېښو شمېر له یو میلیون او ۳۸۴ کسانو څخه زیات ښودل شوى و چې ۶۱،۵ سلنه یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان وو.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، سږ کال په ټول افغانستان کې ۲۷۹۸ کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

تر دې وړاندې نورو نړیوالو سازمانونو هم په افغانستان کې د ککړې او سړې هوا له امله د تنفسي ناروغیو د خپریدو خبر ورکړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG