د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

د ناوالني مېرمن: پوتین او حکومت نه به يې حساب واخیستل شي


د الکسي ناوالني مېرمن، یولیا ناوالني
د الکسي ناوالني مېرمن، یولیا ناوالني

د کرملین منتقد او سیاسي مخالف الکسي ناوالني چې د روسي چارواکو په خبره په بنده کې يې ساه ورکړه، مېرمن یولیا ناوالني وايي، له ولسمشر ولادیمیر پوتین او حکومت نه به يې حساب واخیستل شي.

هغې نن په دې اړه د مونیخ په امنیتي کنفراس کې خبرې وکړې او ویې ویل:

"که دا رېښتیا وي، غواړم پوتین او ټول ملګرې يې، حکومت يې په دې پوه شي، د ټولو هغو څه حساب به ترې واخیستل شي چې زما له هېواد، زما له کورنۍ او خاوند سره يې کړي دي، او دا ورځ ډېره نژدې ده."

د امریکا د متحده ایالاتونو د ولسمشر مرستیالې کامالا هاریس هم د مونیخ امنیتي کنفراس کې وویل، که چېرته د الکسي ناوالني مړینه تایید شي، دا به د پوتین د ډیرې بې رحمۍ بله نښه وي.

دا کنفراس تر ډيره د ناوالني د مړینې د خبر تر سیورې لاندې و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د دې کنفراس په څنډه کې د یولیا ناوالني سره وکتل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د امریکا د بهرنیو چاور وزارت ویلي، په دې کتنه کې پر دې تاکید شوی چې د ناوالنۍ د مرګ مسول روسیه ده.

د الکسي ناوالني په ویر بېلابېلو هېوادونو کې خلک ویرجن دي
د الکسي ناوالني په ویر بېلابېلو هېوادونو کې خلک ویرجن دي

د روسیې د یامالو نینڅ سیمې د زندان چارواکو د الکسي ناوالني د مړینې خبر ورکړی دی.

د دې زندان په اعلامیه کې راغلي، د ۴۷ کلن ناوالني وضعیت نن له قدم وهلو وروسته خراب شو او بې هوشه شو.

خو دغه اعلامیه په مستقله توګه نه ده تایید شوې.

د ناوالني ویاندې کیرا یارمیش په ایکس شبکه (پخواني ټویټر )کې لیکلي چې دوی په دې اړه لا تاییدي نه ده ترلاسه کړې.

خو ویلي چې د هغه مدافع وکیل زندان ته روان شوي دي.

د کرملین دا منتقد په داسې تورونو چې ګمان کیږي سیاسي انګیزې یې درلودې نیول شوی او زنداني شوی وو.

XS
SM
MD
LG