د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

ملګري ملتونه: افغانستان ته به ژر نوی ځانګړی استازی وټاکو


له ارشیفه د امنیت شورا د غونډو د تالار تصویر
له ارشیفه د امنیت شورا د غونډو د تالار تصویر

ملګري ملتونه ډاډ ورکوي چې هر څه ژر به د افغانستان لپاره د دې سازمان نوی ځانګړی استازی وټاکل شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک پرون رسنیو ته وویل، که څه هم د دې پرېکړې لپاره مشخص مهالوېش نه‌‌دی ټاکل شوی، خو په خبره یې؛ دا موضوع تر جدي څار لاندې ده او کار پرې روان دی.

هغه زیاته کړه، د استازي له ټاکل کېدو سره سم به یې دوی نوم په ډاګه کړي.

دوجاریک وویل:

"د ملګرو ملتونو له سرمنشي وغوښتل شول چې دا کار وکړي، خو دا بهیر روان دی. دلته کلونو تجربې ما ته ښودلې چې نه‌باید یو مهالوېش مشخص کړم، مګر پوهېږم چې دې موضوع ته جدي او ګړندۍ کتنه کېږي او په بېړه او هر څه ژر چې وکولای شو یو شخص معرفي کړو، دا کار به وکړو. "

تمه وه چې د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه له بحثونو وروسته یوه پرېکړه وشي، خو ښکاري چې لا غړي هېوادونه په دې اړه بشپړ همغږي نه‌دي.

د دوحې غونډه کې هم چې تېره اوونۍ وشوه یو بحث د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي ټاکل و. که څه هم د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتریش هغه مهال د ډېرو موضوعاتو په اړه د ګډون کوونکو هېوادونو د توافق خبره وکړه، خو په کابل کې د روسیې سفارت بیا یوه اعلامیه کې د نوي استازي د ټاکل کېدو په اړه د طالبانو حکومت له دریځ ملاتړ وکړ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په دوحه کې د افغانستان په اړه د دوه ورځنۍ غونډې کوربه و
د ملګرو ملتونو سرمنشي په دوحه کې د افغانستان په اړه د دوه ورځنۍ غونډې کوربه و

د راپورونو پر بنسټ، د دوحې په غونډه کې ایران و چین هم د افغانستان لپاره د نوي استازي د ټاکل کېدو په اړه خپله هوکړه، د طالبانو له رضایت سره تړلې ده.

د طالبانو حکومت د افغانستان لپاره د نوي استازي ټاکل کېدو سره مخالفت ښودلی او وايي، د افغانستان اوسني وضعیت او په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما حضور ته په پام د بل اضافي ځانګړي استازي ګمارنې ته کوم موجه دلیل او اړتیا نه لیدل کېږي.

خو د امریکا متحده‌ایالاتو په ګډون د امنیت شورا اکثریت غړو هېوادونو د تېر ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې د طالبانو له حکومت سره د تعامل د څرنګوالي په اړه هغه پرېکړه‌لیک ته مثبته رایه ورکړه چې پر بنسټ یې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي د ګمارل کېدو وړاندیز شوی و.

د ویلو ده چې امنیت شورا تېره شپه د بندو دروازو تر شا د افغانستان په اړه غونډه وکړه او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند له قوله، غونډې ته په سیاسي او د سولې په چارو کې د سرمنشي مرستیالې د افغانستان په اړه معلومات ورکړل.

د امنیت شورا د ۱۱ غړو هېوادونو په اعلامیه کې له ښځو سره د طالبانو سیستماتیک تبعیض هم غندل شوی
د امنیت شورا د ۱۱ غړو هېوادونو په اعلامیه کې له ښځو سره د طالبانو سیستماتیک تبعیض هم غندل شوی

خو له دې غونډې وروسته، د امنیت شورا د دوره‌یي مشر لرونکي هېواد ګیانا په ګډون ۱۱ هېوادونو ګډه اعلامیه کې پر دې ټینګار وکړ چې په افغانستان تل‌پاتې سوله او پرمختګ یوازې د یوه داسې سیاسي بهیر د عملي کېدو له لارې ممکن دی چې د افغانانو بشري حقونو او د قانون واکمنۍ ته په کې درناوی وشي.

د طالبانو حکومت لا تر اوسه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرونۍ غونډې په اړه غبرګون نه‌‌دی ښودلی، خو د امنیت شورا په پرون اعلامیه کې په افغانستان کې له نجونو او ښځو سره د طالبانو سیسټماټیک تبعیض غندل شوی او ترڅنګ یې؛ د ټولو هغو فرمانونو د لغوه کېدو غوښتنه شوې چې نجونې او ښځې له زده‌کړو، کار، سیاسي او ټولنیز مشارکت او د بیان له ازادۍ را ګرځوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG