د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

د ایران د جمعې ورځې ټاکنې؛ د خلکو ګډون پکې په بېساري ډول کم و


د ټاکنو یوه څنډه
د ټاکنو یوه څنډه

داسې ښکاري چې په ایران کې د جمعې د ورځې په پارلماني انتخاباتو کې چې د دې هېواد د روحاني نظام د مشروعیت لپاره یوه ازموېنه بلل کېږي، د خلکو د ګډون کچه په بېساري ډول ټیټه وه.

د غیر رسمي ارقامو او د یوشمېر دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، په دې انتخاباتو کې د رای ورکولو په شرایطو د برابرو خلکو له ډلې په سلو کې ۴۱ کسانو ګډون کړی وو.

خو ولسمشر ابراهیم رییسي پرون شنبې له دولتي ټلویزیون سره په خبرو کې په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون کچه پراخه وبلله او ویې ویل:

" لومړی باید د خدای شکر پرځای کړو چې خلک مو په ډېر پرتمین حضور سره د رای ورکولو مرکزونو ته ورغلل."

د ایران ولسمشر، ابراهیم رییسي
د ایران ولسمشر، ابراهیم رییسي

په عین حال کې ایرنا دولتي خبري آژانس پرون د غیررسمي ارقامو په حواله خبر ورکړ چې په انتخاباتو کې څه باندې ۲۵ میلیون یا د رای ورکولو په شرایطو د برابرو خلکو شاوخوا ۴۱ سلنه کسانو برخه اخیستې وه.

په ایران کې د رژیم پرضد د ۲۰۲۲ کال له اعتراضونو وروسته چې د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته یې په دې هېواد کې تر ټولو پراخه نا ارامي راوسته، د لومړي ځل لپاره انتخابات ترسره کېږي .

دا په داسې حال کې ده چې ایرانیان د نړیوالو د بندیزونو له کبله له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس ګرېوان دي.

په فرانسه کې دېره د ایران د سیاسي چارو شنونکي محمدجواد اکبرین د ازادي راډیو له ایرانۍ څانګې راډیو فردا سره په خبرو کې په دې انتخاباتو کې د خلکو د ګډون د کچې په اړه وویل:

"کله چې د یوه هېواد د انتخاباتو نظام خپل اعتبار او رښتینولي له لاسه ورکړي او پر هرراز اعدادو او ارقامو د خلکو اعتماد له منځه ولاړ شي نو د رژیم کارنامو ته په پام سره که ووايي چې د ګډونوالو کچه لوړه وه یا که ووايي چې دا کچه ټیټه وه، یوه خبره یې هم اعتبار نه لري."

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران په انتخاباتو کې له پنځلس زرو ډېر کسان د ولسي جرګې یا د اسلامي شورا د مجلس د ۲۹۰ غړو او همداراز د خبره ګانو په نوم د یوې بلې جرګې د ۸۸ څوکیو لپاره کاندیدان وو.

د خبره ګانو مجلس د اسلامي رژیم یوه ځواکمنه جرګه ده چې د لوی مذهبي مشر ۸۴ کلن آیت الله علي خامنه یي د ځایناستي د ټاکلو په ګډون د هېواد مهمې پرېکړې کوي.

د ایران د کورنیوچارو وزارت پرون اعلان وکړ چې ولسمشر رییسي د ۸۲،۵ سلنه رایو په ګټلو سره یوځل بیا د خبره ګانو د مجلس غړیتوب ترلاسه کړی دی، خو حسن روحاني ته چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ د دې هېواد ولسمشر و، او له نړیوالې انزوا د ایران د راایستلو ژمنه یې کړې وه، په انتخاباتو کې د ګډون اجازه ورنه کړل شوه چې دې کار د منځلارو سیاستوالو سخت انتقاد وپاراوه.

XS
SM
MD
LG