د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۷

یو شمېر زده کوونکي: تر اوسه درسي کتابونه نه لرو


له ارشیفه د افغانستان د یوه ښوونځي تصویر
له ارشیفه د افغانستان د یوه ښوونځي تصویر

که څه هم د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ادعا کوي چې ۸۰ سلنه زده کوونکو باندې يې نوي درسي کتابونه وېشلي، خو د بېلابېلو ولایتونو د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکي وايي چې لا هم نه دي توانېدلي چې خپلو نويو ټولګيو لپاره درسي کتابونه ترلاسه کړي.

هغوى ازادي راډيو ته وويل چې تېرو کلونو کې يې هم زاړه کتابونه ترلاسه کړي وو، تر دې حده چې اړ شوي، د هغو پر ځاى نوي کتابونه له بازاره وپېري.

د کابل اوسېدونکى او د نهم ټولګي زدکونکى شهير په دې اړه ازادي راديو ته وويل :

"مونږ يې د قوس په لسمه د کتابونو لپاره وغوښتو، کله چې ورغلو ویې ویل اوس ولاړ شئ او حوت مياشت کې راشئ، که لاړ شو هم معلومه نه ده چې ټول کتابونه به راکړي کنه، تېرکال مو هم چې کتابونه واخيستل زاړه وو، ان ځينې پاڼې يې نه وې او مونږ اړ شوو، چې له بازاره يې واخلو"

د پنځم ټولګي يوې بلې زدکونکې مرضيې په دې اړه موږ سره په خبرو کې وويل :

"هو، ورغلي وو خو ويې ويل چې د کتاب له نشتوالي سره مخ دي تر اوسه مو هېڅ کتابونه نه دې تر لاسه کړي، تېر کال مو هم د کتاب کمى درلود او اړ شوو، چې ويې پېرو."

د کابل ولايت په ښونځيو کې يوې ښونکې چې د امنيتي ستونزو له امله يې د نوم، او ښوونځي له ښودلو ډډه وکړه هم په ښونځيو کې رده کوونکو ته د کتابونو د ورکړې پخلى و نه کړ او ویې ویل:

" کومو سيمو کې چې مونږ يو ښونځيو ته کتابونه نه دي رسېدلي، فکر نه کوم چې روان کال کې د داسې يو څه پېښ شي ( نوي کتابونه ووېشل شي)زمونږ ښوونځي ته تر اوسه هېڅ کتابونه نه دي راغلي او قطعاً مې داسې کوم څه نه دي اورېدلي."

په یو شمېر ولایتونو کې هم زده کوونکي ورته ستونزه لري.

د بلخ ولايت د پنځم ټولګي زده کوونکې نجلا هم ورته ستونزه لري.

هغه وایي:

" څو ورځې مخکې چې موږ ښوونځي ته لاړو، زموږ استادانو وویل چې ستاسو درسونه لا نه دي پیل شوي، د حـوت په ١٥ د اولو ټولګيو نوم ليکنه کېږي، ستاسو درسونه به د حمل په لومړی نېټه پیل شي، تر اوسه موږ ته نه کتابونه رسېدلي او نه درسونه پیل شوی دی، زه له دې وضعیت څخه هېڅ خوښه نه یم."

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د ملي ټلویزیون په ګډون یو شمېر نورو رسنیو سره يې په خبرو کې ويلي چې د دوى د حکومت په دوه نيم کلنه موده کې ۳۸ میلیونه کتابونه چاپ او وېشل شوي دي.

هغه ادعا کړې چې نوي چاپ شوي کتابونه شاوخوا ٨٠ سلنه زده کوونکو ته رسېدلي دي.

په افغانستان په ښوونځيو کې د درسي کتابونو د نشتوالي او د شته درسي کتابونو زوړ والى هغه ستونزه ده چې د تېر جمهوري نظام پر مهال هم موجوده وه.

هغه مهال هم يو شمېر زده کوونکي اړ وو چې د اړتيا وړ کتابونه له بازار څخه واخلي.

له شپږم ټولګي ښکته دغه نجونې اوهلکان زده کوونکي د نويو درسي کتابونو له نه وېشل کېدو په داسې حال کې شکايت کوي چې له دوه نيمو کلونو راهيسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي دي.

که څه هم د نوي تعلیمي کال پیل ته یوازې د ګوتې په شمار ورځې پاتې دي، خو لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د خلاصېدو په اړه تازه څه نشته او د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د پرانیستل کېدو په اړه هم تازه څه نه دي ویل شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG