د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

افغانستان کې د بشري حقونو د نقض زیاتوالی؛ ولکر ترک: پرې خواشینی یم


د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر ترک
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر ترک

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۵مه ناسته کې د نړۍ د ګڼو نورو هېوادونو په کتار کې چې د ملګرو ملتونو په باور، پکې بشري حقونه تر پښو لاندې شوي یوه برخه افغانستان ته ځانګړې شوې وه.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر ترک په خپله وینا کې وویل: "زه په افغانستان کې د بشري حقونو پرله پسې او سیستماتیک سرغړونې، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو هراړخیز نقض، چې هغوی یې له ټولنیز ژوند، متوسطه او عالي زده کړو،کار او ازادانه تګ راتګ محرومې کړي د ډېر تاسف وړبولم. د ښځو او نجونو د حقونو

پرمختګ باید د ټولو هغو کسانو لپاره چې په افغانستان کې دننه یا د دغه هېواد لپاره کار کوي لومړیتوب وي."

وُلکر تُرک همداراز د مدني فعالانو او خبریالانو په وړاندې هم د محدودیتونو یادونه وکړه او دا چې د هغه په خبره د ښځو د بشري حقونو ګڼې مدافعانې او خبریالان له خپلسروو زندانونو کړېږي.

د طالبانو پر کړنو یو شمېر اعتراض کوونکې ښځې - ارشیف
د طالبانو پر کړنو یو شمېر اعتراض کوونکې ښځې - ارشیف

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته رسېدلي.

له هغه وخت راهیسې افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له ښوونځیو منع شوي او ورسره د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې هم تړلې دي.

طالبانو په دې سربېره په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار مخه نیولې.

له دې ټولو سره سره طالبان ادعا لري چې د چا حق یې نه دی تر پښو لاندې کړی او د ښځو حقونه د دوی په خبره د شریعت په چوکاټ کې تامینوي.

اخوا د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنېټ هم د بشري حقونو د عالي کمیشنر ولکر ترک له پرونیو څرګندونو کلک ملاتړ ښودلی.

ښاغلي بنېټ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو پرمختګ باید د ټولو لپاره مهم وي او لومړیتوب یې وګرځوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG