د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

د بشري حقونو یو بنسټ: د طالبانو مشران دې ښځو سره د سیستماتیک تبعیض له امله نړیوالو محکمو ته را کاږل شي


د طالبانو له بیا واکمنید سره پر افغان ښځو او نجونو ګڼ بندیزونه د دوی د واکمنۍ له مهمو ځانګړنو ګڼل شوي
د طالبانو له بیا واکمنید سره پر افغان ښځو او نجونو ګڼ بندیزونه د دوی د واکمنۍ له مهمو ځانګړنو ګڼل شوي

د افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو بنسټ د یک‌شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره له نړیوالو محکمو څخه د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د سیستماتیک تبعیض د څېړلو غوښتنه وکړه.

دغه بنسټ په افغانستان کې د ښځو او نجونو خپل‌سرو نيونو ته په اشارې سره د طالبانو د مشرانو د محاکمې غوښتنه کړې او زياته کړې يې ده چې دا کولی شي د عدالت د ټينګښت لامل شي او د معافیت کلتور پای ته ورسوي.

په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د مخنیوي کنوانسیون په ګډون د بشري حقونو په اوو مهمو نړیوالو کنوانسیونونو کې شامل شوی او اړ دی چې هغه مراعات کړي.

د افغانستان د بشري حقونو مدافعان وايي، طالبانو په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې په سیستماتیک ډول ښځې او نجونې له ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو څخه بې‌برخې کړي او د بشري حقونو له کنوانسیونونو یې سرغړونه کړې ده.

د دې بنسټ په اعلامیه کې دا هم راغلي چې طالبان د جنسیتي تبعیض او "جنسيتي اپارتايد" په بنسټیز کولو سره د دوی د محدوديت لګېدونکو فرمانونو د حساب ورکولو احساس نه‌کوي.

خو د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي.

افغان ښځو بیا- بیا د طالبانو د بندیزونو خلاف اعتراضونه کړي ( تصویر له ارشیفه)
افغان ښځو بیا- بیا د طالبانو د بندیزونو خلاف اعتراضونه کړي ( تصویر له ارشیفه)

د افغانستان د بشري حقونو مدافعانو د ښځو پر وړاندې د تبعیض د مخنیوي د کنوانسیون له غړو هېوادونو غوښتي چې د سیاسي خبرو اترو په پام کې نیولو پرته دې د عدالت په نړیواله محکمه کې د طالبانو د رژیم پر ضد دوسیه پرانیزي.

د بشري حقونو یو شمېر فعالان، ښځې او افغانې نجونې په‌دې باور دي چې د اوسني وضعیت دوام به د افغان ښځو راتلونکې تیاره کړي.

پريسا رحمتي چې د هرات ولايت اوسېدونکې او له زده‌کړو بې‌برخې شوې ده، ازادي راډيو ته يې وويل:

"په داسې شرایطو او جوړښت کې چې ټولنیزې ګټې باید مساوي وي، له بده‌مرغه دا غیر مساوي چلند د ښځو سره ډېر دی او دوی سره په سیستماتیک ډول تبعیض کېږي. که دا محرومیتونه همداسې دوام وکړي، د پرمختګ پر ځای به وروسته پاتې کېږو او هېڅ فردي، کورنۍ او ټولنیز پرمختګ به ونه‌لرو."

د سعيرې په نوم له زده‌کړو يوې بلې بې‌برخې شوې نجلۍ ازادي راډيو ته وويل:

"دوه کاله کېږي چې موږ له زده‌کړو بې‌برخې یو او ټولګيوال مو زده‌کړې کوي، خو موږ رخصت يو. دا ډېره دردونکې ده، ځکه موږ زده‌کړه نه‌شو کولای او دا د ښځو پر وړاندې د طالبانو له‌خوا يو جنسیتي تبعیض دی."

د بشري حقونو فعاله نجيبه سنجر هم پر ټولو افغانانو؛په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو د طالبانو د حکومت بنديزونه له بشري حقونو څخه سرغړونه او د طالبانو له لوري سيستماتيک تبعيض بولي او وايي چې طالبان د بشري حقونو هېڅ قانون ته ژمن نه‌دي:

هغې ازادي راډيو ته وويل:

"هر هغه څه چې د نړیوالو میثاقونو له نظره له بشري حقونو څخه سرغړونه وي، د طالبانو د تعریف او تفسير له‌مخې رسم او رواج شریعت دی او هیڅ نړیوال قانون یا تړون طالبان دې ته نه اړباسي چې دغه قانون ومني نو له‌همدې وسيلې طالبان د خپل ځان په ګټه کار اخلي."

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ راهيسې، طالبانو د جلا فرمانونو له لارې ښځې او نجونې له منځيو او لوړو زده‌کړو، کار او سیاست څخه بې‌برخې کړې او د هغوی پر کار، ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو او په ټولنه کې یې د هغوی پر راڅرګندېدو سخت بندیزونه ولګول.

دغه راز يې په تېرو دوو مياشتو کې د "بدحجابۍ" په تور د ښځو او نجونو د نيولو لړۍ پيل کړې ده.

د طالبانو دغه بندیزونه پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه را پارولي دي، خو د طالبانو حکومت تل دغه موضوعات د افغانستان داخلي مسایل ګڼلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG