د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

اختر او اقتصادي ستونزې؛ ځینې پلورونکي: د تېر په پرتله مو پلور ډېر کم شوی


د کابل د منډوي یوه څنډه
د کابل د منډوي یوه څنډه

په‌داسې حال کې چې کوچني اختر ته لس ورځې پاتې دي، د کورونو د وسايلو او بېلابېلو توکو يو شمېر پلورونکي وايي، بازارونه يې د پخوا په څېر تادوه نه دي.

داسې ښکاري چې سږ کال د کابل بازارونه د تېرو کلونو د اخترونو د شپو او ورځو په شان تاوده نه‌دي.

پلورنکي شکایت کوي، چې پخوانۍ سودا یې نه شته.

جاوید، چې د پردو او توشکو د پوښونو جوړولو کارخونه او پلورنځی وايي، په‌دې اختر کې یې د خپل دوکان کرایه هم نه‌ده پوره کړې.

هغه وویل: "تاسو باور وکړئ چې د روژې په ۱۵مه به موږ نور کار نه‌شوای اخيستی، مشتريانو به موږ ته عذر زارۍ کولې چې موږ ستاسو پخواني مشتريان يو، موږ ته يې وګنډۍ چې اختر کې مو کور بې‌پردو او بې‌ توشکو پاتې نه‌شي. ټول کال اختر ته منتظر وو چې لږ تر لږه د دکان د شپږو مياشتو کرايه وباسو، خو اوس باور وکړئ چې د دکان کرايه نه‌لرو."

د کابل د وچې مېوې د یوه مارکېټ یو انځور
د کابل د وچې مېوې د یوه مارکېټ یو انځور

روح‌الله، چې له لسو کلونو راهيسې د کورونو فرنيچر کاروبار کوي وايي، ډېرى مشتريان يې له افغانستانه وتلي او سږ کال ډېر عايد نه‌لري.

هغه وویل: "د روژې شلمه ده، موږ په شل ورځو کې يو سيټ سودا کړې، د باغ خولې ته چې به راغلو، هلته به د پښو اېښودو ځای نه و، خو اوس هر څه پاک پراته دي، هيڅ کس نه‌شته، هرڅوک غواړي چې وتښتي، هیڅوک په‌دې وطن کې پاتې کېدو ته لېوالتيا لري، موږ سږ کال بيخي په تاوان کې روان يو."

د کابل په شهرنو کې یو تن غالۍ پلورونکي سید بلال ازادي راډيو ته وویل، په افغانستان کې یې د پېرېدونکو شمېر ډېر کم شوی او خلک د نویو غاليو د پلورلو پر ځای خپلې زړې غالۍ د پلور لپاره ورته راوړي.

هغه وايي: "کاروبار کم شوى اوس خلک حتى خپل زاړه توکي پلوري ځکه د ځان د لګښت پيسې نه‌لري او غالۍ خو د ښه ښکاره کېدو لپاره کارول کېږي چې پيسې يې زياتې شوې غالۍ اخلي چې کمې شوې بېرته يې پلوري او په افغانستان کې يې څوک نه رانه اخلي ځکه د خلکو مالي وضيعت خراب او صفر دى."

هممهاله د کابل یو شمېر ښاریان هم وايي، د بې‌کارۍ د زیاتوالي، د ثابتو عوایدو د نشتوالي او اقتصادي تحولاتو له امله خپلې ورځنۍ اړتياوې پوره کول هم ورته ستونزمن دي.

د کابل ښار يوې اوسېدونکې مسکا ازادي راډيو ته وويل، مخکې يې په بانک کې دنده درلوده او هغه عايد چې يې درلود، له امله به يې ورته د اختر نمانځلو هم خوند ورکوو، خو په خبره یې بې‌کارۍ او د عايد کمښت د اختر خوښي ترې اخيستي.

هغه وايي: "پخوا به موږ د اختر لپاره ډېر چمتووالی نیوه، په ډېر شوق او ذوق به مو نوې پردې او توشکې مو اخیستلې، خو اوس د اقتصادي ستونزو له امله نوي څه نه‌شو اخیستلی، ان د خپلو ماشومانو لپاره کالي هم نه‌شو اخیستلی."

د کابل یو بل اوسېدونکی امین‌الله چې ده هم خپله دنده له لاسه ورکړې ازادي راډیو ته یې وویل: "زموږ لپاره دا اختر د پخوا په‌شان نه‌دی، پخوا به موږ د ځان لپاره کالي، د مېلمنو لپاره شیان او د کور لپاره سودا اخيستله، خو اوس داسې نه‌ده، اقتصادي ستونزې ډېرې دي، موږ هيڅ په لاس کې نه‌لرو، کار نه‌شته، هر څه په پیسو کېږي، چې پيسې نه‌وي هيڅ کار نه کېږي، نو دې اختر ته هيڅ هيله نه‌لرو."

دا په‌داسې حال کې ده چې، بېلابېلو نړیوالو سازمانونو په ځلونو په خپلو راپورونو کې افغانستان کې د اقتصادي وضعيت پر خرابېدو د اندېښنې په ښودلو سره ويلي چې افغانستان کې د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او د خلکو د اړتیا کچه په بېساري ډول لوړه شوې، خو طالب چارواکو په وار وار ادعا کړې چې وضعيت هغومره هم خراب نه دی، لکه څنګه چې د نړيوالو سازمانونو له‌خوا راپورونه ورکول کېږي.

خو د ملګرو ملتونو د وروستيو ورکړل شوي شمېرو له‌مخې دا مهال په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG