د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

د بخښنې نړیوال سازمان په ایران کې د اعدامونو پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې


ارشیف
ارشیف

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنېشنل تېر کال په ایران کې د اعدامونو په ډېر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې او ویلې یې دي چې په پراخه پیمانه د انقلابي محکمو له‌خوا په اعدام د خلکو محکومول چې بهیر یې تر ډېره عادلانه نه‌دی، له قدرت څخه ناوړه ګټه اخیستنه ده.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي، په ۲۰۲۳م کال کې په ایران کې اعدامونه په تېرو اتو کلونو کې تر ټولو لوړ حد ته رسېدلي دي.

امنیسټي انټرنېشنل په یوه نوي راپور کې چې نن پنجشنبې یې خپور کړی، ویلي چې تېر کال په ایران کې ۸۵۳ اعدامونه ترسره شوي چې لږترلږه ۴۸۱ یې د مخدره موادو په تړاو محکوم شویو باندې تطبیق شوي دي.

د یاد سازمان په خبره، د مخدره موادو پر ضد د چارواکو دغه وژونکې پالیسۍ په غیرمتناسب ډول پر بېوزلو او وروسته پاتې ټولنود اغېزو ښکارندوي کوي.

د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د بخښنې نړیوال سازمان سیمه ییزې مرستیالې ډیانا الطهاوي وویل، د اعدامونو سزا په هر حالت کې د کرکې وړ ده، خو په پراخه پیمانه د مخدره موادو اړوند جرمونو لپاره د انقلابي محکمو له خوا سزاوي چې د محکمو بهیر یې تر ډېره عادلانه نه‌دی، له قدرت څخه ناوړه ګټه اخیستنه ده.

هغې زیاته کړه چې د مخدره موادو په وړاندې مبارزه کې د اسلامي جمهوریت وژونکو سیاستونو د بېوزلۍ او سیستماتیک بې عدالتي له کړۍ سره مرسته کړې او هغه همدارنګه د دې سبب شوې چې په ایران کې محروم اقلیتونه په تېره د بلوڅانو مظلومه ټولنه له زیات تبعیض سره مخ شي.

امنیسټي انټرنېشنل همدارنګه د ایران حکومت تورن کړی چې د اعدام له سزا څخه د معترضانو، مخالفانو او د تر فشارلاندې ټولنو د په نښه کولو لپاره د یوې وسلې په توګه کار اخلي.

د بشري حقونو دا ډله پر تهران د فشار راوړلو لپاره د یوه پیاوړي نړیوال غبرګون غوښتنه کوي ترڅو هغه دې ته اړکړي چې د اعدام سزا وځنډوي.

د امنیسټي انټرنېشنل په وینا، له ۲۰۲۳ کال مخکې په ۲۰۲۱م کال کې چې ابراهیم رییسي د ولسمشر په توګه دنده پیل کړه او غلام حسین اجي د قضائیه قوې مشر شو، د ۲۰۱۵ کال پرتله د اعدامونو شمېر ۱۷۲ سلنه لوړ و.

د ایران حکومت د اعدامونو رسمي شمېرې نه خپروې او امنیسټي انټرنېشنل هم د ایران د بشري حقونو له ډلو سره په همکارۍ چې معمولاً د دولتي رسنیو او د بشري حقونو د سازمانونو د سرچینو پر اساس یې اعدامونه تثبیت کړي، دغه معلومات راټول کړي دي.

د بشري حقونو د دې ډلې په وینا، د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ تر شلمې پورې د لږترلږه ۹۵ اعدامونو راپور ورکړل شوی او زیاتوي چې ښایي په دې هېواد کې د ترسره شویو اعدامونو شمېر له دې زیات وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG