د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

یو شمېر رنګ مالان او غالۍ وینځونکي: سږني اختر ته ډېرو خلکو پر موږ خپل کورونه رنګ او غالۍ ونه وینځلې


له ارشیفه د کابل د یو شمېر رنګ شویو کورونو تصویر
له ارشیفه د کابل د یو شمېر رنګ شویو کورونو تصویر

د اختر لپاره د نورو تیاریو ترڅنګ، د افغانستان خلک خپلې غالۍ او فرشونه مينځلو ته وړي او ځينې هم خپلې خونې او کورونه رنګوي.

خو يو شمېر غالۍ مينځونکي او رنګمالان وايي، سږ کال اختر ته په نږدې کېدو د دوی کاروبار د تېر جمهوري حکومت د مهال په پرتله کم‌رنګه شوی دی.

په کابل کې د غالۍ مينځلو د یوه شرکت څښتن محمد حکیم فرملي ازادي راډیو ته وویل، د پخوا په پرتله د خلکو اقتصاد کمزوری شوی دی:

"معمولا هغه کسان چې د تېر حکومت پر مهال یې کاروبار درلود او اقتصاد یې ښه و، خپلې غالۍ او فرشونه به یې همېشه مينځلو ته راوړل، تېر کال او سږ کال یوازې هغه کسان چې یا اوبه نه‌لري یا ځای نه‌لري، له اختر مخکې فرشونه د مينځلو لپاره راوړي. زموږ کار هم په سلو کې ۴۰ کم شوی دی."

رمضان چې د کابل اوسېدونکی او رنګمالي کوي، په اختر او عادي ورځو کې د خپل کاروبار ښه والی د خلکو په اقتصاد پورې تړلی ګڼي او وايي چې د کورنیو اقتصاد کمزوري کېدو یې پر کاروبار منفي اغېز کړی دی:

"اوس د خلکو اقتصاد کمزوری شوی دی، څوک د رنګ‌مالۍ توان نه‌لري، لږ خلک چې له بهر څخه عاید لري او یا ښه کاروبار لري، که رنګ‌مالي وکړي، اوس ځینې خلک شپږ یا اووه کاله وروسته خپل کورونه رنګوي او بس."

یو شمېر رنګ‌مالان او رنګ‌پلورونکي وايي،سږ کال چې دوی هغه کم شمېر مشتریانو هم، د رنګ پېرلو يا رنګ‌مال ته د پیسو ورکولو په برخه کې ډېرې چنې وهلې او دوی هم له مجبوريت په لږه ګټه قناعت کاوه.

هم‌مهاله یو شمېر کورنۍ هم وايي، د عوایدو د نه‌شتون او یا کموالي له امله د اختر لپاره د خپلو کورونو رنګولو او فرشونو مینځلو ته زړه نه ښه کوي.

ارشیف
ارشیف

سید عمر چې د پخواني نظام د متقاعدينو له ډلې دی، ازادي راډیو ته وویل، څو کاله کېږي چې تقاعد یې هم نه‌دی اخیستی او په‌دې ورځو کې د يوې ګولې ډوډۍ او د کرايې پيدا کولو په فکر کې دی:

"موږ د خوړلو لپاره يوه ګوله ډوډۍ نه‌لرو، فرش له کومه کړو چې مينځلو ته يې يوسم او له بلې خوا د کور د رنګولو پيسې هم نه‌لرم، موږ د اختر په درشل کې یو، زه په کرايي کور کې اوسېږم او اوس يې ماته ويلي چې دا کور بايد پرېږدم."

د مرسل په نوم يوه مېرمن وايي، په تېرو کلونو کې يې چې ښه امکانات درلودل، خپل فرشونه به يې د مينځلو لپاره غالۍ مينځونکو ته وړل، خو سږ کال يې په کور کې ومينځل:

"مخکې چې مې دنده درلوده، اقتصاد مو هم ښه و، غالۍ مینځونکو ته به مو د مينځلو لپاره فرشونه، اوس چې اقتصادي وضعيت ښه نه‌دى، موږ يې پخپله مينځو."

دا په‌داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ مخکې کلونو کې ډېری کورنیو چې ښه اقتصاد او عاید یې درلود،د اختر لپاره ځانګړی چمتووالی نیوه، خو داسې ښکاري چې په وروستیو څو کلونو کې دغه ډول تیاریانې کم‌رنګه شوي دي.

ملګري ملتونه:په افغانستان کې اوس‌مهال شاوخوا ۲۴ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.
ملګري ملتونه:په افغانستان کې اوس‌مهال شاوخوا ۲۴ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو د حکومت چارواکو په وار وار ادعا کړې چې د افغانستان اقتصادي وضعیت هغومره هم خراب نه‌دی، څومره چې د نړیوالو سازمانونو په راپورونو کې څرګندیږي، خوبېلابېلو نړیوالو سازمانونو په وار وار په خپلو راپورونو او خلکو ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي چې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانانو بې‌وزلي، بې‌کاري او اقتصادي ستونزې د پخوا په پرتله زياتې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د شمېرو پر بنسټ، په افغانستان کې اوس‌مهال شاوخوا ۲۴ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG