د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۴

د کتابونو پیکه بازار؛ افغان خپرندویه ټولنې یې ګڼو ستونزو سره مخ کړي


د کابل یو کتابپلورنځی
د کابل یو کتابپلورنځی

ظاهراً د کتاب پلور بازار له سړېدو وروسته، يو شمېر خپرندویه ټولنو د پلور لپاره ځانګړی تخفيف اعلان کړی.

د کتاب پلورنځيو مسوولينو له ازادي راډیو سره په خبرو کې تایید کړه چې اوس يې کاروبار پيکه شوی دی.

د تمدن شرق خپرندوی مسوول شمس الدین وايي، د دوی د سترګو ليدلی حال ښېي چې ډېری معاصر ساینسي کتابونه، ښايي د کتاب پلورونکو لپاره يوازې د يوې سرمايې په توګه پاتې شي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"موږ د هر کتاب د بيې له‌مخې ۲۵سلنه تخفيف لرو، يوه موخه مو دا ده، موږ غوښتل هغه خلک چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، اندېښنې او ستونزې لري که دوی یو کتاب ولولي او لږ ارام شي. زموږ بل هدف دا هم دی چې، زموږ په ګودام کې ډېری کتابونه شته چې دوی به لږ، ارزانه وپلورل شي او موږ به پيسې ترلاسه کړو، ترڅو د دوکان مصارف پرې پوره کړو."

د کتابونو د بازار د پیکه والي یو مهم دلیل زیاتې شوې اقتصادي ستونزې ګڼل شوې دي
د کتابونو د بازار د پیکه والي یو مهم دلیل زیاتې شوې اقتصادي ستونزې ګڼل شوې دي

په کابل کې د سعيد خپرندويې ټولنې مسوول عبدالرحمن هم د کتابونو د پېر او پلور د بازار د سړېدو د لامل په اړه وايي:

"دا تخفيف چې د خپروندويو له‌خوا اعلان شوی،مشتریانو ته انګېزه ورکوي. په ټوله کې خلک د مطالعې لپاره انګېزه لري، خو اصلي ستونزه د خلکو د اقتصادي کچې ټيټوالی دی، نو له‌همدې امله څوک نه‌شي کولی اقدام وکړي."

يو شمېر خلک په تېره بيا هغه کسان چې د مطالعې له فرهنګ سره مينه لري هم د کتاب پلورنځيو د بازار په کم‌رنګه کمېدو اندېښنه څرګندوي.

د دوى په وينا، په‌دې وروستيو کې د خلکو د اقتصادي وضعيت په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله د کتاب اخيستلو او مطالعې فرهنګ کم‌رنګه شوی دی.

د دوی له ډلې د کابل اوسېدونکي حامد عزيزي ازادي راډيو ته وويل:

"اوس او مخکې د مطالعې په کولو کې ډېر توپير راغلی دی، پخوا چې به زه تللم او کتابونه به مې اخيستل، د کتاب پلورونځيو بازار ډېر تود و. خلکو مطالعه ډېره کوله، خو د پخوا په پرتله اوس کمه ده."

د هرات یوه اوسېدونکي حميد هم د يادې موضوع په تاييدلو سره ازادي راډیو ته یې وویل:

"د کتاب اخیستنې او لوستلو فرهنګ ته د خلکو د توجه لومړۍ ستونزه بې‌وزلي ده، فقر د دې لامل شوی چې د خلکو پام کار او کسب ته واړوي، له بده مرغه، هغه څه چې لږه پام‌لرنه ورته کېږي، د درس ويل دي."

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

دا په‌داسې حال کې ده چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې د څلورو خپرندویه ټولنو او کتاب پلورنځیو مسوولینو له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې د طالبانو استخبارات کتاب پلورنځیو او خپرندویو مرکزونو ته ورغلي او شاوخوا پنځوس زره ټوکه کتابونه يې له دوی راټول کړي وو چې له امله يې دوی ته ميليونونه افغانۍ زيان ورسېد.

د دوی په خبره، ډېری راټول شوي کتابونه د تاریخي، سیاسي او مذهبي موضوعاتو په اړه وو او یا هم د افغان شخصیتونو په اړه لیکل شوي وو.

ازادي راډيو هغه مهال د پښتو او دري ژبو د ۷۸ کتابونو نوم‌لړ هم ترلاسه کړی و چې ويل کېدل د طالبانو حکومت کتاب پلورنځیو ته یې سپارلی و او له دوی یې غوښتي وو چې دغه کتابونه ونه پلوري.

په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته د نورو برخو ترڅنګ د کتاب پلور او خپرولو بازار هم سوړ شوی دی.

تر دې مخکې یو شمېر کتاب پلورونکو ازادي راډيو ته ویلي وو چې د ځینو کتابونو پر پلور له بندیز سره به د دوی کاروبار پيکه شي.

XS
SM
MD
LG