د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

د طالبانو د پوځ جوړولو ادعا او د اعلان شویو ارقامو په اړه د شنونکو شکونه


د طالبانو یو شمېر ځواکونه - ارشیف
د طالبانو یو شمېر ځواکونه - ارشیف

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د واک تر بیاځلي لاسه کولو وروسته د وسله وال پوځ د جوړولو په لټه کې دی.

د طالبانو حکومتي چارواکو په وار وار ویلي چې د منظم پوځ درلودل د دوی د واکمنۍ په ټینګولو کې مهم رول لوبوي.

خو د طالبانو د حکومت سیاسي او پوځي چارواکو د خپلو وسله والو ځواکونو د شمېر په اړه تر اوسه بېلابیل ارقام وړاندې کړي دي.

تازه، د طالبانو د حکومت د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ادعا کړې چې د دوی د وسله والو ځواکونو شمېر ۵۰۰ زره تنه دی.

مخکې د طالبانو د حکومت سیاسي مرستیال مولوي کبیر ادعا کړې وه چې دغه شمېر ۳۰۰ زره دی.

د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت
د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت

فصیح الدین فطرت له طلوع نیوز سره د خپلو خبرو په یوه برخه کې دا ادعا هم کړې چې د طالبانو د حکومت د پوځ شمېر ۱۷۲ زره دی.

"د کورنیو چارو، استخباراتو او ملي دفاع وزارتونو په چوکاټ کې د افغان وسله والو ځواکونو دقیق شمېر ۵۰۰ زره دی او د افغان ملي اسلامي پوځ شمېر ۱۷۲ زرو ته رسېدلی او د اړتیا له مخې په دې کې زیاتوالی راځي. "

فصیح الدین ویلي چې د طالبانو د حکومت د ځانمرګو بریدګرو د کنډک تشکیلات لغوه شوي او کسان یې د دوی په ځانګړو ځواکونو کې ځای پر ځای شوي دي.

هغه زیاته کړې، که چېرې بیا څوک پر افغانستان یرغل وکړي نو د ده په ټکو "ټول ځواکونه یې پر وړاندې استشهادي دي."

د طالبانو د حکومت د پوځ لوی درستیز دغه شان ویلي چې له طالبانو پرته نور کسان هم د طالبانو د حکومت په پوځ کې شاملېږي.

په همدې حال کې د پرځیدلي جمهوري نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواری ادعا کوي چې د طالبانو د حکومتي چارواکو له خوا په دې شمېر د وسله وال پوځ اعلان، رواني جګړه او د امتیاز اخیستنې هڅه ده.

شينواري وويل:

"د جمهوریت پر مهال د دوی ټولو شمېر تقریباً له ۴۰ زرو څخه تر ۶۰ زرو پورې نه و، یعنې له دې زیات نه و. په دې اساس، دا شمېرې یوازې رواني جګړه ده او له دې زیات بل څه نه دي. خو هو دا ممکنه ده، چې ځینو هېوادونو نه دوی دې ارقام نه ځنې امتیازات تر لاسه کړي، نو ځکه غواړي ارقام لوړ وښيي."

د پرځیدلي جمهوري نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواری
د پرځیدلي جمهوري نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواری

د چارو یو شمېر کارپوهان بیا د فصیح الدین د دې ادعا په اړه وېشلي نظرونه لري.

د امنیتی چارو پوه اسحاق اتمر وایي :

"هغه کسان چې له طالبانو سره په پوځي لیکو کې دي د یوه ټاکلي میاشتني معاش د ترلاسه کولو لپاره له طالب پوځیانو یا د دوی له اردو سره همکارۍ ته لېوالتیا لري، خو په ټولیز ډول ویلای شو چې د طالبانو پوځي ځواک له فکري پلوه یو نظر دي، خو له پوځي اړخه، دوی مسلکي او ځانګړې پوځي زده کړې نه لري."

احمد خان اندړ هم د طالبانو د دغه شمېر دولتي ځواکونو د تمويل سرچينه د پوښتنې وړ بولي، وايي:

" که چېرې، زموږ هېواد د طالبانو د حکومت له واکمنۍ وروسته د نړیوالې ټولنې تر سیاسي او اقتصادي بندیزونو لاندې وي، موږ افغانان باید په دې پوه شو چې د پنځه سوه زریز پوځ، تمویل له کومو لارو کېږي".

د طالبانو د حکومت سیاسي او پوځي چارواکي په داسې حال کې په لوړ شمېر د خپل وسله وال پوځ د جوړولو ادعاوې کوي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ تر بیاځلي پیل مخکې د طالب ځواکونو شمېر شاوخوا ۷۰ زره بلل کېده.

د امریکا استخباراتي ادارو هم د روان کال د کب میاشتې په ۲۲مه د بېلابېلو هېوادونو د امنیتي وضعیت او ننګونو په اړه په خپل ۴۱ مخیز راپور ویلي وو چې د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګه هڅه کوي چې په افغانستان کې طالبان وننګوي او پر بهرنیو ګټو حملې پراخې کړي.

XS
SM
MD
LG