د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

د هرات زلزله ځپلي: اختر مو له هر ډول چمتووالى پرته د نورو خلکو په کورونو کې تېر کړ


د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو کورنیو خېمې.
د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو کورنیو خېمې.

په هرات ولايت کې يو شمېر زلزله ځپلي او د هغوى نېږدې خپلوان وايي چې اختر يې له هر ډول چمتووالى پرته د نورو خلکو په کورونو کې تېر کړى دی.

نن د کمکي اختر درېیمه ورځ ده او دا د افغانستان په هرات کې د سلګونه زلزله ځپلو کورنیو چې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې مرګونې زلزلې وځپل له پېښې وروسته لومړنی اختر دی.

یو شمېر دغه کسان او د هغوی خپلوان د دوى ناسم وضعیت کيسه کوي.

د دوی په خبره، یو شمېر یې اوس هم په خېمو او یو شمېر یې په چودلي درز شويو خټينو کورونو کې په وېره شپې او ورځې تېروي.

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ یو اوسېدونکي هغه ځاى چې د اکټوبر مياشتې زلزلې په‌کې ډې کسان تر خاورو لاندې کړل وايي، خپله د خسر کورنۍ يې چې په خېمه کې يې ژوند کاوه خپل کور ته راوړى.

هغه چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي ازادي راډيو ته يې وويل: "تاسو خپله پوهېږئ له نورو خلکو سره يې په خېمه کې ژوند کاوه، مالي وضيعت يې هم ښه نه و، اقتصاد يې ضعيف و، زه يې زوم يم، دوه درې ورځې کېږي هغوى مې خپل کور ته راوړي، ومې ويل خلک جشن لري او دوى يوازې د خېمې لاندې."

د تېر کال په اکټوبر میاشت کې په هرات ولایت کې د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزله وشوه چې له امله یې ۲۴۰۰ کسان ووژل شول او ۹ زره نور ټپیان شول.
د تېر کال په اکټوبر میاشت کې په هرات ولایت کې د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزله وشوه چې له امله یې ۲۴۰۰ کسان ووژل شول او ۹ زره نور ټپیان شول.

د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ اوسېدونکى قاسم هم وايي چې له زلزلې وروسته ونه توانېدل چې لومړۍ اختر په خپل کور کې ونمانځي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "زموږ کور خطرناک دی، درزونه يې کړي او په دننه کې له ژوند کولو وېره لرو. اختر ښه و، بد نه و. اخر د ژوند ستونزې دي، نور څه کولای شو؟ زموږ لاس ته څه راځي. اختر هم تېر شو د خلکو کورونو کې."

دا د یو شمېر هغو کسانو کیسه ده چې په هرات ولایت کې له وروستیو زلزلو ژوندي پاتې شوي دي.

د تېر کال په اکټوبر میاشت کې په هرات ولایت کې د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزله وشوه چې له امله یې ۲۴۰۰ کسان ووژل شول او ۹ زره نور ټپیان شول.

د ډېرو ژوندي پاتې شويو کسانو ته يې مالي زيانونه واړول، يوازې د زنده‌جان ولسوالۍ په شلو کليو کې زرګونه کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شول.

له زلزلې وروسته ۸ د زلزلې اته نور ټکانونه هم وشول چې ځینې یې نسبتاً زورور وو او په دغه ولایت کې یې نورو کورونه هم ونړول يا نيمه ويجاړ کړل او زرګونه نورو کورونو باندې يې هم اغېز پرېښود.

که څه هم په لومړيو کې له دغو زلزله ځپلو سره د مرستې د دوى د ټپونو د مرهم په پار د نړيوالو سازمانونو له‌خوا مرستې اعلان شوې.

د دغو مرستو له ډلې دوى ته کورونه جوړ شول او د راپورونو له مخې دوى ته وسپارل شول، خو لا هم ډېر ى زيانمنې شوې کورنۍ خواړه، صحي او اقتصادي همداراز د ژوند کولو لپاره نورو کورونو ته اړ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG