د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

د چمن پرلت کوونکو د اعتراضونو د پراخېدو خبرداری ورکړ


په چمن کې د روانو اعتراضونو یوه څنډه
په چمن کې د روانو اعتراضونو یوه څنډه

په چمن کې پرلت کوونکو خبرداری ورکړى، که پاکستان د سپین بولدک-چمن پر لاره د تېرېدو لپاره د پاسپورټونو او ویزو د درلودو د حتمي‌توب په اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور ونه کړي، دوی به د خپلو اعتراضونو لړۍ پراخه کړي.

د چمن په سیمه کې نن د اعتراضونو او پرلت ۲۱۲مه ورځ ده، خو لا هم د پاکستان حکومت د اعتراض کوونکو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

پرلت کوونکي وايي، دوی پرېکړه کړې چې نور به جدي ګامونه پورته کړي.

په چمن کې د اعتراض کوونکو ویاند صادق خان اڅکزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دا چې اوس په پاکستان کې جمهوري حکومت جوړ شوی، باید د دوی غوښتنو ته پام وشي.

هغه وايي: "د شناختي کارت او د تذکرې مسئله بايد حل شي. که چېرې زمونږ دا مسئله حل نه‌شوه نو زمونږ پرلت کوونکي به جدي ګامونه واخلي او جدي نتيجې ته به ورسېږي. مخکې چې مونږ سخت ګام نه و پورته کړى لامل يې تېر موقت حکومت و او امېد مو نه‌درلود، اوس خو حکومت جمهوري دى دولت شته، پارلمان شته، ولسي جرګه شته، زمونږ دا مسئله بايد حل شي."

اعتراض کوونکي وایي، که غوښتنې یې ونه منل شي، جدي اقدامات به وکړي
اعتراض کوونکي وایي، که غوښتنې یې ونه منل شي، جدي اقدامات به وکړي

يو بل اعتراض کوونکي مولاداد سلطان وويل، که مشران يې وروستۍ پرېکړه وکړي، ښايي په څو ورځو کې د خپلو لاريونونو لمن پراخه کړي.

هغه وايي: "مخکې مونږ د پاکستان د سوداګرو ټولنه او د بلوچستان سوداګر هم راغلي وو، له مونږ سره يې په پرلت کې ګډون وکړ، هغوى له مونږ سره وعده وکړه چې له مونږ سره به ودرېږي، په ٢٨م تاريخ په ټول بلوچستان کې د احتجاج اعلان شوى، له هغه وروسته به پرلت او د سوداګرو ټولنه ټول اسلام اباد کې د پارلمان مخته احتجاج کوي."

پرلت کوونکي وايي چې تراوسه د دوى د مشرانو له خوا وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او که د دوى غوښتنې ونه منل شي او پرېکړه وشي، نو د سپين بولدک-چمن ټرانزیټي لار او د پاسپورټ دفتر به وتړي او نور جدي ګامونه به هم پورته کړي.

يو بل پرلت کوونکى حاجي عبدالمنان وايي چې د پاکستان حکومت د دوى د ستونزو د حل په برخه کې کړې ژمنې تراوسه نه دي پوره کړې.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د دې پرېکړې او د سپین بولدک-چمن لارې د تړل کېدو د احتمال په اړه د طالبانو د حکومت له وياند د ذبیح الله مجاهد نظر وپوښتي، خو هغه د راپور تر خپرېدو پورې يې پوښتنې ځواب نه کړې.

دغه اعتراضونه شاوخوا اووه میاشتې وړاندې د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړې پر ضد پیل شول چې د سپین بولدک-چمن لارې د تېرېدو لپاره یې د پاسپورټونو او ویزو درلودل لازمي وګڼل.

په دغه پرلت کې د سوداګريزې ځينې ټولنې، سياسي ګوندونه او خلک ګډون لري.

دا لا څرګنده نه ده چې د پاکستان اوسنی حکومت به د ياد پرلت غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او که‌نه، خو پرلت کوونکي ټینګار کوي چې تر څو یې غوښتنې نه وي منل شوي، له خپل اعتراض به لاس په سر نه‌شي.

XS
SM
MD
LG