د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۷

یونیسف: د بشري مرستو رسولو کې لاسوهنه لا هم لویه ننګونه ده


ارشیف
ارشیف

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق یونیسف په خپل یو تازه راپور کې ادعا کړې چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو او ولایتونو کې د بشري مرستو رسولو په برخه کې لاسوهنه لا هم بشري مرستو ته د لاسرسي د محدودولو اصلي لامل دی.

یونیسف د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا په حواله په خپل راپور کې زیاته کړې ده چې دوی په تېره مارچ میاشت کې د بشري مرستو په رسولو کې د همکارو ادارو په مټ یې د لاسوهنو او محدودیتونو ۱۴۴ پېښې ثبت کړي دي.

په راپور کې راغلي، په دې کې ۱۷ پېښې په بشري پروګرامونو کې د ښځو د مشارکت له امله وې.

که څه هم یونیسف په دغه راپور کې د هغو اشخاصو او ډلو نومونه نه دي اخیستي چې د مرستو رسولو په بهیر کې یې لاسوهنه کړې، خو OCHA یا د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې پخوا طالبان د مرستو د رسولو په بهیر کې د مداخلې او محدودیتونو اصلي لوری ګڼلی و.

د یونیسف د دغه راپور په اړه مو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وپوښت، خو د راپور تر خپرېدو پورې یې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

هغه مخکې دا ادعاوې رد کړې وې.

بلخوا یو شمېر افغان بې وزله کورنۍ وایي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ او بشري مرستو ته اړ دي.

ویل کیږي چې د بشري مرستو په وېش کې د طالبانو لاسوهنه ښځینه مستحقینو ته په مرستو رسولو کې لوی خنډ ګرځي
ویل کیږي چې د بشري مرستو په وېش کې د طالبانو لاسوهنه ښځینه مستحقینو ته په مرستو رسولو کې لوی خنډ ګرځي

له دې ډلې د کابل ښار اوسېدونکې ګلدسته چې د خپلو ماشومانو سرپرسته ده وایي اړونده ادارې دې یې لاسنیوی وکړي.

" زما مشر اولاد اته کلن هلک دی، خاوند مې معتاد دی او دوه وړې لوڼې لرم، څوک نه لرم چې زموږ نفقه راوګټي، زه خپله د خلکو په کورونو کې جامې مینځم، یو څه نا څه مو د خپلو ماشومانو نفقه پیدا کوم، زموږ غوښتنه له مرستندویه بنسټونو دا ده چې زموږ لاسنیوی دې وکړي."

د خوست ولایت یو اوسېدونکی اجمل هم وایي، د یوې لس کسیزې کورنۍ سرپرست او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

"زما پنځه واړه زامن او دوه لوڼې دي، هر څه چې کوم د ژوند وضع مې نه برابرېږي،د کورنۍ سرپرست مې یوازې زه یم، قرضداره هم یم، له مرستندویه ادارو غواړم چې موږ سره مرستې وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د یونیسف د راپور له مخې، دا مهال په ټول افغانستان کې ۲۷ اعشاریه ۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري چې ۱۲ اعشاریه ۳ میلیونه یې ماشومان دي چې په خبره یې د دې لوړې کچې اړتیا اصلي لاملونه، وچکالۍ او د اقتصادي بې ثباتۍ دوامداره اغېزې دي.

د یونیسف د راپور له مخې، د ماشومانو لپاره د بشردوستانه عمل( HAC) د ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې تر ۳۱ نېټې پورې، د بشري مرستو ۱،۵ میلیارد ډالرو د اړتیا وړ مجموعي بودجې څخه ۳۵ سلنه یې تمویل کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG