د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

د کړکېچ نړیواله ډله: افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې ژورې انزوا ته تللی


ارشیف: اړمنو افغانانو سره د مرستو له بهیره یو انځور
ارشیف: اړمنو افغانانو سره د مرستو له بهیره یو انځور

د کړکېچ نړیواله ډله وايي، د مرستو د کمېدو او د طالبانو له‌خوا د ښځو د ځپلو له امله افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې سخت منزوي شوی دی.

د کړکېچ نړیواله ډله یا 'آی سي جي' وايي، افغانستان د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته په تېرو څه باندې دوو کلونو کې لا هم له بشري ناورین سره مخ دی.

دې ډلې د سه‌شنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل، دا هېواد په ۲۰۲۳ کې ژورې انزوا ته تللی، ځکه چې لوېدیځ تمویل کونکو د مرستې بودیجه کمه کړه او د طالبانو د حکومت له‌خوا د ښځو او نجونو د ځپلو له امله بنديزونو اقتصادي فشارونه پر خپل ځای وساتل.

د دې ډلې په وینا، تر ټولو ډېر بې‌وزله افغانان او په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د دغو ستونزو له امله له جدي ګواښونو سره مخ دي.

د راپور په دوام کې ويل شوي، طالبان د نجونو او ښځو پر حقونو د سختو بندیزونو د کمولو لپاره د بهرنیو غوښتنو د نه منلو له امله پړه دي، خو داسې برېښي چې دوی به دې غوښتنو ته غاړه کېږدي.

خو د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي.

د کړکېچ نړیوالې ډلې دا هم ويلي، چې په افغانستان کې په تېرو دوو کلونو کې تاوتریخوالی کم شوی، امنیت تر بل هر وخت خوندي دی او د سوداګرۍ جریان هم ښه شوی دی.

راپور زیاته کړې، اروپايي ټولنه او غړي هېوادونه کولای شي د دغو ستونزو په سملاسي حل کې مرسته وکړي.

دغه راز په راپور کې ټینګار شوی چې اروپايي ټولنه او غړي هېوادونه باید په ۲۰۲۴ کال کې د ملګرو ملتونو له غوښتنې سره سم له افغانستان سره د جګړې، وچکالۍ، سېلابونو، زلزلو او له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو د ډله‌ییزې ايستنې له امله مرسته وکړي.

د کړکېچ نړیوالې ډلې دا هم ویلي، افغان ښځو او نجونو ته په اغېزمنه او دوامداره توګه د مرستې برابرول که څه هم ناشوني ښکاري، خو د طالبانو د تبعیضي سیاستونو تر ټولو اساسي ځواب دی چې ښځې او نجونې یې له خپلو ډېرو اساسي حقونو څخه بې‌برخې کړي دي.

په همدې حال کې د کندز او کابل ولایتونو دوه مېرمنې چې په تېرو دوو کلونو کې یې دندې له لاسه ورکړي او نه یې غوښتل چې په راپور کې يې نومونه ياد شي ازادي راډيو ته يې وویل، له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د کندز اوسېدونکې وویل: "له هغه وخته چې طالبان راغلل، زه او زما مور يې له دندو ګوښه کړلو. مور او پلار مې ناروغه دي. موږ ټول په کور کې بې‌کاره یو. مرستو ته اړتیا لرو."

یوه مېرمن وايي: په‌دې ورځو کې له لویو اقتصادي ستونزو سره مخ یم.

د کابل اوسېدونکې وايي: "زه پخپله هم یوه له هغو نجونو څخه یم چې د جمهوریت له سقوط مخکې مې د افغانستان په يوې کورنۍ موسسه کې کار کاوه چې د حکومت له نسکورېدو وروسته يادې موسسې هم خپل کارونه پای ته ورسول او له بده‌مرغه زه هم بې‌کاره شوم. په‌دې ورځو کې له لویو اقتصادي ستونزو سره مخ یم."

د کړکېچ نړیوالې ډلې د سه‌شنبې په ورځ په یوه بل راپور کې ویلي، د طالبانو حکومت له‌دې امله چې د لوېديځو هېوادونو له لوري منزوي شوي، هڅه کوي چې د افغانستان او سیمې له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د اټکل په حواله، راپور کې ویل شوي چې ۱۳.۱ میلیونه افغانان یا د دغه هېواد ۲۹ سلنه نفوس د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له لوړې کچې سره مخ دي.

د کړکېچ نړیوالې ډلې زیاته کړې، که څه هم دا شمېره د تېر کال په پرتله ۴۱ سلنه ښه والی څرګندوي، خو وضعیت لاهم خراب دی، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره چې ډېری وختونه د لوږې له بدو اغېزو کړيږي.

دغه ډله وايي، که څه هم د طالبانو د حکومت سختې منفي نکتې څرګندې دي، خو مسوولان يې له شپږم ټولګي پورته او په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو لګول شوي بنديز ته له کتنې ډډه کوي.

دا په‌داسې حال کې ده چې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د وروستي راپور له‌مخې، په ۲۰۲۴ کال کې به په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا ولري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG