د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

افغان ښځینه مخترع او طبي فزیک پوهې "شکردوخت جعفري" د بریتانيا ډینامیک جایزه ګټلې


د افغانستان لومړنۍ ښځینه مخترع او طبي فزیک پوهه شکردوخت جعفري
د افغانستان لومړنۍ ښځینه مخترع او طبي فزیک پوهه شکردوخت جعفري

د افغانستان لومړنۍ ښځینه مخترع او طبي فزیک پوهې شکردوخت جعفري د ٢٠٢۴م بریتانيا "ډینامیک" جایزه وګټله.

مېرمن جعفري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا جایزه نوموړې ته په طبي برخه کې د هغې د هڅو او خدمتونو د ستايلو په خاطر ورکړل شوه.

هغه زیاتوي چې د وړانګو په وسيله يې د سنجولو لپاره درې بُعدي ډوز متري سیستم په برخه کې څېړنې کړې وې.

نوموړې وویل: "د دې جایزې د تنظیم مسوولیت د پلاټینم میډیا ګروپ پر غاړه و. د جایزې ټول سیسټم "ډینامیک ایوارډ" کنټرولوه او دا څو کټګورۍ لري چې ما د کال د اختراع کوونکې جایزه وګټله. زه د دې جایزې په ترلاسه کولو خوشحاله یم او هیله لرم چې د دا جایزه زما د خاورې نورو نجونو او مېرمنو لپاره د هیلو پیغام شي."

اغلې جعفري تر ۴۰ د ډېرو علمي مقالو د لیکلو او"د وړانګو د سنجولو لپاره درې بُعدي ډوز متري دستګاه" په برخه کې له دوو اختراع‌ګانو وروسته د "ساري" پوهنتون د ټکنالوژۍ مرکز له‌خوا دې جایزې ته ونومول شوه.

په ٢٠١٦م کال کې، هغې د بریتانیا د نوښتګرو ښځو جایزه هم ګټلې وه او مخکې د افغانستان د اټومي انرژۍ د کمېسیون غړې وه.

د پلاتینیوم ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، له مېرمن جعفري سربېره څلورو نورو کسانو هم د دې جایزې د ترلاسه کولو وروستي پړاو ته لاره پیدا کړې وه.

له هېواده بهر د افغان مېرمنو پرمختګ او لاسته راوړنو په افغانستان کې دننه افغان ښځې خوښې کړې او هیله لري چې دوی ته هم د زده کړې او کار حق ورکړل شي څو یوه ورځ دوى هم وکولى شي ورته لاسته راوړنې ولري.

د کابل اوسېدونکې فاطمې ازادۍ راډيو ته وويل: "د یوې افغانې نجلۍ او انسان په توګه له اوسني حکومت څخه غوښتنه کوم چې زموږ لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي او موږ ته دا فرصت راکړي چې له خپل استعداد څخه کار واخلو. یوه ورځ به د اغلې شکردخت جعفري په شان د خپلو خلکو او خاورې لپاره بریاوې ترلاسه کړو."

یوه بله مېرمن راضیه میرزايي هم ورته غوښتنه لري.

هغه وايي: "په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده کړو پر وړاندې خنډونه شته، موږ هیله من یو چې یوه ورځ به د نورو افغان مېرمنو په څېر چې په بېلابېلو هېوادونو کې دي له خپلو اساسي حقونو څخه برخمنې شو او هغه ژوند چې وړ يې يو تر لاسه يې کړو."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بياځلي واک ته رسېدو وروسته د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو، پوهنتونونو، ورزشي لوبغالو تفريحي پارکونو، ښځينه حمامونو او نورو برخو کې له فعاليت منع کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې یوې افغانې مېرمنې له افغانستانه بهر جایزه ګټلې، بلکې تر دې مخکې هم یو شمېر نورو افغان مېرمنو او نارینه‌وو په بېلابېلو برخو کې د خپلو نوښتونو او هڅو له امله له معتبرو نړیوالو بنسټونو او لوړ پوړو چارواکو څخه جایزې ترلاسه کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG