د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

افغان ښځو پر زده‌کړو او کار د بندیزونو دوام؛ لارنس او یوسفزۍ پر طالبانو سختې نیوکې کړي


ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور
ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

د ښځو د حقونو دوو مخکښو فعالو مېرمنو یوځل بیا په افغانستان کې د ښځو د حقونو د دفاع لپاره غږ اوچت کړی دی.

جینیفر لارنس او ملالې یوسفزۍ له ګارډین ورځپاڼې سره په یوه ګډه مرکه کې چې پرون د وري یا حمل په ۳۱مه خپره شوه د افغان نجونو او ښځو پر زده کړو او کار د طالبانو د حکومت پر بندیزونو سخت انتقادونه کړي دي.

د هالیووډ سینما مخکښې ستورې جینیفر لارنس په دې مرکه کې تر ډېره په افغانستان کې د ښځو د احساساتو او د خپل فلم د اهدافو په اړه خبرې کړي.

ډوډۍ او ګلاب هغه مستند فلم دی چې مېرمن لارنس او ملالې په ګډه جوړ کړی او د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغان نجونو او ښځو وضعیت ته کتنه پکې شوې.

جینیفر لارنس وايي، دا هیله منه ده چې دا مستند فلم به یوه ناکامه هڅه نه، بلکې داسې یوه مبارزه وي چې پیل شوې ده.

دا وايي، نړیوال باید د افغان مېرمنو د حالت شاهدان وي.

مېرمن لارنس زیاتوي چې دا هڅې باید بې ګټې نه وي بلکې باید پر دولتونو فشار راوړل شي چې له طالبانو سره حساب کتاب وکړي.

د هالیووډ سینما مخکښې ستورې جینیفر لارنس
د هالیووډ سینما مخکښې ستورې جینیفر لارنس

ملالې یوسفزۍ چې په پاکستان کې د نجونو د تعلیم د ملاتړ د هڅو په خاطر یې په ۲۰۱۴م کال کې هغه مهال چې ۱۷ کلنه وه د نوبل د سولې جایزه وګټله په دې مرکه کې ویلي، هغه نجونې چې په افغانستان کې زېږي، نن له ډېر ناوړه وضعیت سره مخامخ دي ځکه د دې په وینا، د افغان نجونو برخلیک د طالبانو له خوا د جنسیت له مخې د سیستماتیک جبر په اساس ټاکل کېږي.

ملاله وايي، دا د تبعیض تر ټولو ناوړه بڼه ده چې ښځې له خپلې ډېرو اساسي حقونو او فرصتونو څخه بې برخې شوې دي.

دا نړیوالو ټولنه ننګوي او پوښتنه کوي چې ولې نړیوال د دې وضعیت پر وړاندې غلي دي.

ملاله له افغانانو غواړي چې له خپلو مشرانو څخه حساب وغواړي او فشار پرې راوړي.

د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ
د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ

ډوډۍ او ګلاب چې ډایرکټره یې افغانه فلم جوړوونکې صحرا ماني ده د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې وروسته د درېیو مېرمنو د ژوند کیسه کوي؛ یوه مېرمن د طالبانو له نویو قوانینو سره سم ځان په کور کې زنداني کوي، بله د غاښونو ډاکتره ده چې طالبان یې د ښځو له حقونو د دفاع په خاطر بندي کوي او دریمه مېرمن پاکستان ته تښتي او هلته له هېواده د بیلتانه لپاره ویر کوي.

ټاکل شوې چې نوموړی فلم د روان کال د جون پر ۲۱مې نېته پر اپل ټي‌وي او په ځانګړو سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شي.

جینیفر لارنس ته د دې فلم د جوړولو فکر درې کاله مخکې د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه د راپورونو تر اورېدو وروسته پیدا شو.

هغې په ۲۰۲۲م کال کې په یوه مرکه کې ویلي و، څنګه امکان لري چې تاسو خپله لور له ماشومتوبه رالویه کړئ او بیاهم په دې باور ولرئ چې هغه د انډول حق مستحقه نه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG