د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

یوناما: د داعش د تېرو درېیو میاشتو بریدونو ۳۶ ملکي افغانان وژلي


کابل کې د یوې چاودنې تصویر چې مسوولیت یې داعش ډلې اخیستی و - ارشیف
کابل کې د یوې چاودنې تصویر چې مسوولیت یې داعش ډلې اخیستی و - ارشیف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یوناما وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د داعش د بریدونو له امله ۳۶ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۱۸ نور ټپیان شوي دي.

یوناما دا خبره په خپل تازه راپور کې کړې. دغه راپور، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بشري حقونو د وضعیت په اړه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ورکړل شوي ماموریت پر بنسټ جوړ کړی دی.

د دغه راپور په یوه برخه کې چې د یوناما د بشري حقونو د څانګې له خوا د ۲۰۲۴ کال له جنوري تر مارچ میاشت پورې موده یې تر پوښښ لاندې ده، په افغانستان د بېلابېلو پېښو له امله د ملګي مرګ ژوبلې په اړه هم معلومات خپاره شوي دي.

د راپور له مخې، د روان کال د جنورۍ له ۶مې تر ۱۱مې پورې یوازې په کابل ښار کې د درېیو بمې چاودنو له امله لږ تر لږه ۷۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په راپور کې راغلي دي چې د جنوري په شپږمه د کابل په دشت برچي کې د ولسي وګړو د سپرلیو په یو موټر کې د ځای پر ځای شويو موادو د چاودنې له امله له ۲۰ ډېر کسان مړه او ټپیان شول.

دغه شان د جنورۍ په ۹مه د کابل په «الوخېلو» سیمه کې د طالبانو حکومت د زندانونو ادارې اړوند په یو موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې درې تنه ووژل او ۱۳ نور یې ټپیان کړل.

په راپور کې د جنوري په ۱۱ مه د دشت برچې په یو سوداګریز مارکیټ کې د شوې چاودنې په اړه چې د قربانیانو شمېر یې لږ ترلږه ۲۴ کسان ښودل شوی و او بڼه یې لا هم نه ده روښانه شوې، هم اشاره شوې ده.

یوناما ویلي په دې ټولو چاودونو کې ملکي وګړي په نښه شوي دي.

کندهار کې د کابل بانک ودانۍ ته څېرمه چاودنه - ارشیف
کندهار کې د کابل بانک ودانۍ ته څېرمه چاودنه - ارشیف

د یوناما موندني ښيي چې د کندهار د کابل بانک پر څانګې په انتحاري حمله کې چې د مارچ په ۲۱مه شوی و ۲۵ تنه مړه او تر ۵۰ زیات ژوبل شوي وو.

په وروستۍ پېښه کې چې دوه ورځې وړاندې د هرات په ګذره ولسوالۍ کې د شیعه مذهبو پر یوه جومات کې وشوه، د ښځو او ماشومان په ګډون یې شپږ کسه ووژل او یو بل تن یې ټپي کړ.

د هرات یو اوسیدونکی چې په وروستۍ پېښه کې یې د کورنۍ یو غړی ټپي شوی او نه غواړي په دې راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته یې وویل، چې په وروستیو کې د شیعه ګانو په وړاندې د ناامنۍ پېښې زیاتي شوي دي.

" امنیتي وضعیت واقعا د اندېښنې وړ دی، اصلا امنیت نشته، یو لامل یې دادی چې اصلا د امنیتي ځواکونو او د نورو وسله والو ترمنځ توپیر نه کیږي، ځکه نه قانون شته نه ځانګړی لباس چې سړی یې توپیر وکړای شي چې په دوی کې کوم یو امنیتي کسان دي او کوم یو داعش."

دی د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې د شیعه مېشتو سیمو امنیت خوندي کړي.

بېلابیلو طالب چارواکو ادعا کړې چې په ټول افغانستان کې امنیت په بشپړ ډول ټینګ دی.
بېلابیلو طالب چارواکو ادعا کړې چې په ټول افغانستان کې امنیت په بشپړ ډول ټینګ دی.

داسې مهال چې د طالبانو حکومت په وار وار په دې هیواد کې د داعش ډلې د پراخه موجودیت راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دغه ډله یې تقریبا له منځه وړې ده، خو په شعیه ګانو د شویو نږدې ټولو حملو مسولیت د داعش خراسان څانګې وسله والو منلی دی.

هڅه مو وکړه چې د یوناما د وروستي راپور په اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد غبرګون هم ولرو، خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

مخکې بېلابیلو طالب چارواکو ادعا کړې چې په ټول افغانستان کې امنیت په بشپړ ډول ټینګ دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG