د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

سیګار: داعش د طالبانو واکمنۍ سربېره د امریکا او متحدانو لپاره د جدي ګواښ په توګه پاتې


د داعش بیرغ
د داعش بیرغ

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش اداره یا سیګار وایي چې داعش خراسان څانګه نه یوازې د افغانستان دننه د طالبانو د واکمنۍ لپاره یو جدي ګواښ دی، بلکې دغه ډله د امریکا او د امریکا د متحدانو لپاره هم د یوه ګواښ په توګه پاتې ده.

سیګار پرون په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې په یوه راپور کې دا مسئله یاده کړه او زیاتوي چې دا اندېښنې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره شریکي کړي او له هغوی غواړي چې د ۲۰۲۰م کال د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي چې له ترهګرو سره مبارزه وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اوونۍ د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو تلوېزیون ته وویل چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې په اړه ځینې هېوادونه مبالغه کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

بل لور ته متقاعد جنرال جوزیف وټل چې په منځني ختیځ کې له ۲۰۱۶م تر ۲۰۱۹م کلونو پورې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر و، بزنس انسایډر خپرونې ته په مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، وویل، د داعش په څېر ډلو ته ډېر وخت په‌کار نه وي چې بېرته سره سر راپور ته کړي او بیا ځواکمن شي.

داعش خراسان څانګه چې د اسلامي دولت د خراسان ولایت په څانګې مشهوره ده په ۲۰۱۵م کال کې لږ وروسته تر دې په افغانستان کې پيدا شوه چې داعش ډلې په عراق او سوریه کې د خلافت اعلان وکړ.

بزنس انسایډر انلاین خپرونه چې مرکز یې په نیویارک کې دی، څرګندوي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان دننه د داعش خراسان څانګې بریدونه کم شوي، خو له افغانستانه بهر یې حملې زیاتې شوي دي.

دا مسئله د سیګار په راپور کې بیا داسې یاده شوې چې طالبانو د داعش وړتیا تر یوه بریده کمزورې کړې، خو دا ډله لا هم په مهمو ځایونو کې د عملیاتو توان لري.

په دې راپور کې بیا د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د مارچ د ۲۲مې نېټې تروریستي برید یاد شوی دی چې د موسیقي په یوه تالار کې په‌کې تر یو سل او څلوېښت ډېر کسان ووژل شول او داعش یې مسوولیت ومانه.

مسکو ته نژدې مرګونې حمله؛ داعش ولې روسیه په نښه کړه؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:31 0:00

داعش خراسان څانګې په جنوري کې د ایران په کرمان کې هم دوه ځان مرګي بریدونه وکړل چې نژدې سل تنه په‌کې ووژل شول، دې ډلې په پاکستان کې هم په تېرو دوو کلونو کې د یو شمېر خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی او داسې راپورونه خپاره شوي چې د منځنۍ اسیا په ځینو هېوادونو کې یې هم فعالیت زیات شوی دی.

متقاعد جنرال وټل وایي چې د طالبانو تر بیا واکمنۍ مخکې متحد ایالتونو په افغانستان کې پراخ استخباراتي حضور درلود او دا توان یې درلود چې داعش تعقیب کړي، همداراز یې افغان ځواکونو ته لارښوونه کوله چې د دې ډلې پر ضد چېرته او څرنګه عملیات وکړي، خو د ده په وینا له ترویرزم سره د مبارزې په برخه کې دا تګلاره داسې ده لکه څوک چې واښه کموي او هغه بیا سر راپورته کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG