د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

د طالبانو مشر په یو شمېر برخو کې د لاسته راوړنو ادعا وکړه


د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده ته منسوب عکس
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده ته منسوب عکس

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د بشري حقونو په پراخو سرغړونو تورن دی، د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې ادعا کړې چې د امنیت، زده کړې، اقتصاد او د قانون د تطبیق په برخو کې د خلکو ستونزو ته په سمه توګه رسېدنه شوې ده.

هغه ادعا کړې چې حکومت یې د شریعت د تطبیق، امنیت، اقتصاد، ښوونې او روزنې او له نشه یي موادو سره د مبارزې په برخو کې ښې لاسته راوړنې لري.

د طالبانو مشر د شرعي حدودو او مجازاتو پلي کول د دوی د حکومت له لومړیتوبونو څخه بللي، هغه موارد چې په عام محضر کې قصاص او جسمي مجازات په کې شامل دي او په بېلابېلو ولایتونو کې یې پلي کېدو کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي او د نړیوالو قوانینو او د بشري حقونو د سرغړونو په توګه یاد شوي دي.

اخندزاده پرته له دې چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زده کړوته اشاره وکړي ویلي چې د دوی د پوهنې وزارت سلګونه ديني او علمي مرکزونه فعال کړي دي.

ارشیف: په کابل کې د زرغونې عالې لېسه. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونیزو ادارو دروازې تړلې دي.
ارشیف: په کابل کې د زرغونې عالې لېسه. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونیزو ادارو دروازې تړلې دي.

هغه همدا شان د ښځو د نورو هغو حقونو یادونه ونه کړه چې د دوی د حکومت له خوا نقض شوي او پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه یې راپارولي دي.

د طالبانو مشر ویلي چې په افغانستان کې له هر اړخه امنیت تامین دی، خو د خلکو د نورو امنیتي اندېښنو تر څنګ، وخت په وخت د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې چاودنې کېږي چې د ډېری دې چاودنو پړه د اسلامي دولت (داعش) ډلې د خراسان ولایت څانګه پر غاړه اخلي.

نوموړي د خلکو اقتصاد ته پاملرنه د خپل حکومت مسووليت بللی او ویلي یې دي چې د اقتصادي ودې او د فابريکو د جوړولو په برخه کې يې پروګرامونه پيل کړي او له خلکو يې هم غوښتي چې د کاري فرصتونو او فابريکو په رامنځته کولو کې هڅې وکړي.

خو د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د بېوزلۍ او بېکارۍ کچه په بېساري ډول لوړه شوې او دا مهال نږدې ۲۴ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو مشر د خپل حکومت په بېلابېلو څانګو کې له چارواکو وغوښتل چې د خلکو حقونه ضایع نه‌کړي، له ظلم څخه لاس واخلي او څوک دې په ناحقه نه ازاروي.

خو د بشري حقونو بېلابېلو سازمانونو او ملګرو ملتونو په وار وار په خپلو راپورونو کې د طالبانو حکومت د ښځو د حقونو په نقضولو، له محکمې پرته وژنو، د پخواني جمهوري نظام د سرتېرو او کارکوونکو د نیولو او جبري لادرکه کولو په ګډون له بشري حقونو څخه په پراخو سرغړونو تورن کړی دی.

هغه څه چې د طالبانو حکومت ویاندویانو تل رد کړي دي.

د طالبانو حکومت همدا راز، د ښځينه معترضینو، مدني او د بشري حقونو فعالانو او خبریالانو په ګډون، له خپلو منتقدینو سره په تاوتریخوالي تورن دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG