د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۰

ایران د داعش ډلې د یوه جګپوړي غړي په ګډون څو نور کسان نیولي


ایراني پولیس وایي چې د داعش نیول شوی جګپوړی غړی محمد ذاکر نومېږي چې په رامش مشهوره دی.
ایراني پولیس وایي چې د داعش نیول شوی جګپوړی غړی محمد ذاکر نومېږي چې په رامش مشهوره دی.

ایران نن د داعش د یوه جګپوړي غړي او د دې ترهګرې ډلې د څو کسانو نورو د نیولو خبر ورکړ.

دا کسان په دې تورن شوي چې روانه اوونۍ یې غوښتل چې د اختر په ورځو شپو کې په ایران کې بریدونه وکړي.

ایراني پولیس وایي چې د داعش نیول شوی جګپوړی غړی محمد ذاکر نومېږي چې په رامش مشهوره دی.

د پولیسو په وینا، دا کس له دوو نورو داعشیانو سره د پلازمېنې تهران په شمال کې د کرج په سیمه کې نیول شوي دي.

پولیس زیاتوي چې په دې تړاو اته تنه نور هم توقیف شوي دي.

تر اوسه دا څرګنده نه ده چې دا کسان څه وخت نیول شوي او د کوم ځای دي، بهرنیان دي که ایرانیان.

د اسلامي دولت داعش ډله چې له شیعه‌وو سره مخالفه ده د جنوري په درېیمه یې په ایران کې د هغو چاودنو مسوولیت منلی و چې په کرمان کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د پخواني مشر قاسم سلیماني د درېیم تلین په ورځ وشوې چې شاوخوا سل تنه په‌کې ووژل شول او په لسګونو نور په‌کې ژوبل شول.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې ایران په جنوري کې پنځه دېرش مشکوک کسان د داعش خراسان څانګې د یوه قوماندان په ګډون د کرمان د چاودنو په تړاو ونیول.

د امریکا د متحد ایالتونو د استخباراتي سرچینو په وینا، په ایران کې د جنوري د درېیمې نېټې بریدونه داعش خراسان څانګې کړي چې مرکز یې په افغانستان کې دی.

داعش ډلې دوه کاله مخکې هم په ایران کې د شیعه‌وو پر یوه زیارت د برید مسوولیت منلی و چې پنځلس کسان په‌کې وژل شوي وو، تر دې مخکې یې په ۲۰۱۷م کال کې د ایران پارلمان په نښه کړ او د ایران د اسلامي انقلاب د موسس ایت الله روح اله خمیني پر مقبرې یې حمله وکړه.

داعش یا د اسلامي دولت ډله چې داعش خراسان یې یوه څانګه ده، یو وخت د ایران په ګاونډ عراق او ورها خوا سوریه کې پراخې سیمې نیولې وې، خو په ۲۰۱۴مکال کې امریکایي ځواکونو د دې ډلې پرضد پراخ بریدونه وکړل، همهغه و چې د ۲۰۱۷ کال په سپتمبر کې د عراق حکومت د داعش پر ضد رسماً د خپلې بریا اعلان وکړ، دوه کاله وروسته تر دې داعش په سوریې کې هغه سیمې له لاسه ورکړې چې په واک کې یې وې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG