د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

د کوچني اختر لومړۍ ورځ او امنیتي اندېښنې؛ طالبانو په کابل او نورو ولایتونو کې امنیتي تدابیر نیولي


ارشیف: د کابل ښار منځ کې د شاه دو شمېره زیارت ته څېرمه طالب وسله وال د پېرې پر مهال
ارشیف: د کابل ښار منځ کې د شاه دو شمېره زیارت ته څېرمه طالب وسله وال د پېرې پر مهال

نن په افغانستان او د نړۍ په ډېرو نورو هېوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ نمانځل کېږي.

د اختر په مناسبت د افغانستان پخوانيو ولسمشرانو محمد اشرف غني او حامد کرزي په جلا جلا پیغامونو کې افغانانو او ټولو مسلمانانو ته مبارکي ویلې او حامد کرزي له دې فرصته په استفادې یو وار بیا پر طالبانو غږ کړی چې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او همداراز پوهنتونونو دروازې پرانېزي.

سږنی اختر په افغانستان کې په داسي حال کې نمانځل کېږي چې له یوې خوا د اقتصادي ستونزو له کبله خلک پرېشانه دي او له بلې خوا پر اختر د داعش د احتمالي حملو سیوری غوړېدلی دی.

په کابل او نورو ولایتونو په تېره بیا کندهار کې شدید امنیتي تدابیر غوره شوي دي.

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې، چې د شنبې په ورځ یې خپور کړ، له طالب چارواکو وغوښتل چې له اختلافه ډډه وکړي.

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده ته منسوب عکس
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده ته منسوب عکس

ده د اختلاف پر موضوع ځانګړی ټینګار کړی او ویلي: "زموږ دښمنان انتظار دي چې د مجاهدینو په شان چې پر کمونېزم له بري وروسته په خپل منځ کې سره ولوېدل، د طالب مشرانو ترمنځ هم اختلاف پیدا شي."

خو د سیاسي چارو شنونکي او په امریکا کې د پوهنتون استاد نجیب ازاد باور لري چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده هغه کسان چې د طالبانو په منځ کې یې ممکن د ده قدرت له ننګونې سره مخامخ کړی وای، د ده له لوري منزوي شوي او ډېر واک ترې اخیستل شوی دی.

ازاد فکر کوي چې د طالبانو مشر د داعش او بې پېلوټه الوتکو څخه اندېښنه لري.

دی په دې اړه زیاتوي: "زه دا احتمال نه وینم چې د طالبانو په منځ کې به ځینې کسان پر ده (هبت الله اخندزاده) کودتا وکړي، ځکه هغه کسان چې د ده مخالفین دي هغه مهال چې قدرت یې ډېر و ونه توانېدل چې داسې څه وکړي. زه تر ډېره بریده په دې باور یم چې په کندهار کې د داعش بریدونه او د دې ترڅنګ لکه څرنګه چې په تېرو دوو میاشتو کې ولیدل شول په کندهار کې د ډرون الوتنې وشوې، دې هم دوی ته ډېره وېره خپره کړه او دا مسئله سبب شوې چې د طالبانو مشر په کندهار کې امنیتي تدابیر لا ډېر کړي."

د سیاسي چارو شنونکی او په امریکا کې د پوهنتون استاد نجیب ازاد
د سیاسي چارو شنونکی او په امریکا کې د پوهنتون استاد نجیب ازاد

په وروستیو کې د داعش خراسان څانګې، چې ویل کېږي مرکزونه یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په غرونو کې دي، د ایران په کرمان او د روسیې په پلازمېنه مسکو کې خونړۍ حملې وکړې.

پرون دې ډلې په یوه خپور کړي بیان کې وویل چې د اروپا د فوټبال پر سیالیو به بریدونه وکړي.

په دې بیان کې، چې داعش په الاعظم ویبپاڼه کې خپور کړی په لندن، پاریس او مادرید کې د هغو لوبغالو نومونه یاد کړي چې ورباندې د برید نیت لري.

خو په افغانستان کې طالبانو تل هڅه کړې چې د داعش ګواښ کوچنی وښيي او حتي ویلي یې دي چې داعش یې ځپلی او د دې ډلې خطر د نورو له لوري غټ ښودل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG