د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

د وچې مېوې پلورونکي: سږني اختر ته ډېر پېرېدونکي نه لرو


د وچې مېوې یو پلورنځی
د وچې مېوې یو پلورنځی

په افغانستان کې د کوچني اختر په رارسېدو سره که څه هم د کابل او یو شمېر ولایتونو بازارونه ظاهراً ښه دي، خو هټیوال؛ په ځانګړي ډول د وچې مېوې پلورونکي وايي، تېرو کلونو کې یې کارو بار ښه و.

د دوی ځینو یې ازادي راډيو ته وویل، که څه هم سږ کال د وچې مېوې بیه د تېرو کلونو په پرتله ټیټه ده، خو ډېری پېرېدونکي یې بیا ټیټه بیه هم د اخیستلو توان نه لري.

په ګردېز کې د وچې مېوې یو پلورونکو حامد اختري ازادي راډیو ته وویل:

"پخوا عسکر، د دولت مامور او کارګر هر څوک چې راتلل هټۍ ته قيمتونه يې نه پوښتل قفط ويلې يې چې کومې وچې مېوې ورکړم، خو اوس ډېری خلک بې کيفيته او ارزانه مېوې اخلي او وايي چې اقتصاد يې ښه نه دى بس چې د مېلمه مخ کې څه موجود وي."

کابل کې د وچې مېوې یو پلورونکی نوراحمد هم ورته خبره کوي:

" دجمهوريت په دوره کې مو بازار ښه و، اقتصاد ښه و او خلکو پيسې لرلې، د اسلامي امارت له راتګ ورسته په درېيو کلونو کې مو بازار ۷۰ سلنه سوړ شوی دی. یوازې ٣٠سلنه فروشات مو پاتې دي، کله چې خلک وچه مېوه اخلي ډېرې چڼې وهي."

یو شمېر افغان کورنیو هم ازادي راډيو ته وویل چې کاروبار او اقتصاد یې ښه نه دی او د نورو تیاریو تر څنګ یې د اختر لپاره وچه مېوه هم نه ده اخیستې.

د وچې مېوې یو بل پلورنځی
د وچې مېوې یو بل پلورنځی

د پکتیا اوسېدونکی فضل او د کابل اوسېدونکی اسماعیل وایي:

"زه کراچۍ چلوم، اقتصادي حالت مې ښه نه دی او د اختر لپاره مو سودا لکه: وچه مېوه ممیز، پسته، بادام او نور څه نه دي اخيستي".

په تېرو کلونو کې به مې د اختر لپاره یو څه وچه مېوه اخيسته، خو سږ کال مو د اختر لپاره وچه مېوه او د اختر سودا نه ده اخيستې، خدای دې مهربانه شي که وکولی شم وچه میوه هم واخلم."

دا یوازې د وچې مېوې پلورونکي نه دي چې د خپلو بازارونو د سړېدو او د خلکو له اقتصادي ستونزو شکایت کوي، تر دې مخکې د کور د توکو یو شمېر پلورونکو ازادي راډیو سره په خبرو ورته شکایتونه مطرح کړي وو.

د نړیوالو سازمانونو د راپورونو او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د ځینو افغانانو د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په نږدې درې کلنه موده کې د بې وزلۍ او بېکارۍ کچه په بې ساري ډول لوړه شوې ده او خلک ان د خپلو عادي ورځو لپاره هم د لومړنیو خوراکي توکو د اخیستلو توان نه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG