د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

په کابل کې ځینې زده‌کوونکې: طالبانو زمونږ خصوصي ښوونيز مرکزونه تړلي


ارشیف: په افغانستان کې یو ښوونیز مرکز
ارشیف: په افغانستان کې یو ښوونیز مرکز

په کابل کې یو شمېر نجونې زده‌کوونکې وايي چې د طالبانو حکومت د دوی خصوصي ښوونيز مرکزونه تړلي دي.

د کابل د یو شمېر خصوصي ښوونیزو مرکزونو زده‌کوونکي وايي چې طالبانو دوی دغو مرکزونو ته له ورتګ منع کړي دي.

په کابل کې د مسلم ښوونيز مرکز یوې زده‌کوونکې چې د امنیتي ستونزو له کبله نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، د سه‌شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دا کار د دوشنبې په ورځ وشو او د زده کړو دا لار هم پرې وتړل شوه.

هغه وايي: "زه به د مسلم کورس ته تلم، خو دوی زموږ په مخه کورس وتاړه، حتی په کورونو کې چې کوم لوحې لګول شوې وې او په کورونو کې چې ډېری نجونو زده کړې کولې، دوی ټولې منع کړې او ورته یې وویل، تاسو دا حق نه‌لرئ چې پردۍ نجونې خپلو کورونو ته راولئ، ما پخپله د مسلم په کورس کې زده کړې کولې، زموږ په مخه يې دا کورس وتاړه."

يو بله زده‌کوونکې هم چې نه‌ يې غوښتل د ښوونيز مرکز او د دې نوم په راپور کې ياد شي وايي، طالبانو يو شمېر نجونې له ښوونيزو مرکزونو او ټولګيو څخه په زوره ايستلي دي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل، د دوی د مرکز مسوولینو ورته ویلي چې د اوس لپاره دې مرکز ته نه‌ځي.

هغه زیاتوي: "موږ ته يې پلمه وکړه او موږ ته د اختر په پلمه د کورس د ادارې له‌خوا وويل شول نور به کورس ته نه‌راځئ، ټول زده کونکي پوهېږي چې دا محدوديت د حکومت له‌خوا دی. ځکه چې زموږ د کورس ادارې موږ ته دا ونه ويل چې بیا به کله راشو، دا کار د کابل په ډېرو کورسونو کې وشو، او زموږ په کورس کې، نجونې د طالبانو له‌خوا په زوره و ایستل شوې، هغوی ويل چې د دوی عمر ډېر دی او نه‌شي کولی خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي."

ارشیف: په بادغیس کې د یوه ښوونځي زده کوونکې.
ارشیف: په بادغیس کې د یوه ښوونځي زده کوونکې.

هممهاله د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ځينو ښوونيزو مرکزونو د مهر لاک تصويرونو په خپرولو سره ادعا کړې چې دا کار د طالبانو حکومت له لوري ترسره شوی دی.

د يادو تصويرونو له ډلې يې په يوه، چې ازادي راډیو یې کره والی نه‌شي تأییدولی، لیکل شوي چې دغه مرکز له اووم ټولګي څخه پورته (نجونو) د جذب له امله تړل شوی دی.

په دغه مهر لاک شوې پاڼه کې په کابل کې د طالبانو د حکومت د پوهنې ریاست مهر ليدل کېږي.

ځینو سیمه‌ییزو رسنیو هم دا موضوع د خپلو سرچینو په حواله راپور کړې.

د یو شمېر تړل شویو ښوونيز مرکزونو مسوولانو په‌دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه د دې راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د پوهنې وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د پوهنې وزارت

خو د پوهنتون استاد او د پوهنې یو فعال فضل الهادي وزین وايي، د طالبانو حکومت غواړي په‌دې ډول اقداماتو سره په سیستماتیک او دایمي ډول نجونې له زده کړو بې‌برخې کړي.

هغه وویل: "دا، دا په ډاګه کوي چې د طالبانو حرکت په ټوله کې د نجونو د زده‌کړو مخالف دي او ټول هغه څه چې امر ثاني او د ښوونځيو په موقته توګه تړل دي، ټولې بې‌بنسټه خبره دي او طالبان غواړي تر څو چې په واک کې وي په سیستماتیک ډول نجونې او ښځې له زده‌کړو ليرې وساتي."

نوموړی په‌دې باور دی، چې دا ډول کړنې او په ټولنه کې له زده‌کړو او نورو فعالیتونو څخه د ښځو او نجونو بې‌برخې کولو له امله به افغانستان وروسته پاتې شي.

طالبانو پر افغانستان له خپلې دويم ځلي واکمنۍ سره سم، له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې او له هغه وروسته یې پوهنتونونو او نورو ښوونيزو مرکزونو ته هم نجونې له ورتګ راوګرځولې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG