د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

ډبليو‌ایف‌پي: سږ کال به درې میلیونه افغان ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي


ارشیف: په افغانستان کې یو خوارځواکی ماشوم چې په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
ارشیف: په افغانستان کې یو خوارځواکی ماشوم چې په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د خوړو نړیوال پروګرام "ډبليو‌ایف‌پي" وايي، په تېر کال کې د افغانستان په ځینو سیمو کې د خوارځواکو ناروغانو شمېر چې کلينیکونو ته يې مراجعه کړې درې برابره زیات شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته کسانو د شمېر پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

دغه سازمان وايي، د تېرو کلونو په پرتله د افغانستان په ځینو سیمو کې د دې ادارې کلینیکونو ته د خوارځواکو ناروغانو د مراجعه کوونکو شمېر درې برابره شوی ده.

"ډبليوایف‌پي" دا وړاندوینه هم کړې چې په ۲۰۲۴م کال کې به په افغانستان کې په سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر شاوخوا درې میلیونو ته ورسېږي.

په یوه ویډیو کې چې دغه سازمان د اپرېل په اتمه په خپله ايکس‌پانه کې خپره کړې، په افغانستان کې د دې سازمان د خوارځواکۍ د څانګې مشرې مونا شیخ ویلي چې د خوړو نړیوال سازمان به په روان کال کې په افغانستان کې يوازې د ۱.۶ میلیونه خوارځواکه ماشومانو درملنه وکړي.

مونا شیخ په دې ويډيو کې ويلي چې دوی اوس په افغانستان کې ٢زره او ٧٠٠ فعال روغتیايي مرکزونه لري چې د خوارځواکو مېرمنو او ماشومانو درملنه کوي.

نوموړې د دې ویډیو په یوې برخه کې وايي: "تېر کال موږ تمه درلوده چې د امیندوارو او شیدو ورکوونکو مېرمنو شمېر به ٨٠٠ زرو ته ورسېږي، مګر دا شمېره د هغه څخه ډېره ده چې موږ په کلینیکونو کې لیدلي او له بده مرغه ١،٢ ملیون کسانو ته شمېر رسېدلى. له بده مرغه سږ کال په ياده شمېره کې د زياتوالي احتمال شته."

د مونا شیخ په خبره، د خوړو نړیوال سازمان اوس پر کورنیو د خوراکي توکو وېش کم کړی چې دا به پر خوارځواکۍ د اخته کسانو شمېر لا زيات کړي.

ارشیف: د غور په یوه روغتون کې یو ډاکتر د خوارځواکي ماشوم د کتنې پر مهال
ارشیف: د غور په یوه روغتون کې یو ډاکتر د خوارځواکي ماشوم د کتنې پر مهال

د کابل ښار یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وايي چې له ۱۱ ورځو راهیسې یې ماشوم د خوارځواکۍ له امله د ماشومانو په روغتون کې بستر دی.

هغه پر خوارځواکۍ د خپل ماشوم د اخته کېدو د لامل او د اختر د رارسېدو په اړه وويل: "ما خپل ماشوم ته تر ٩ مياشتو خپل ماشوم ته وچې شيدې ورکړې، وروسته مې نور نه شواى اخيستلاى. ماشوم مې خوارځواکى دى، روغتون ته راغلم دا مو ١١ ورځ ده چې بستر يو، مونږ د اختر لپاره هېڅ نه دي اخيستي، وس يې نه لرو، همدلته بستر يو، له دې چې اختر کې لاړ شو کور ته او څه هم نه وي، ښه ده همدلته مې ماشوم سره بستر يم، خداى مې دې ماشوم ښه کړي."

د خوړو نړیوال سازمان په خپل ایکس‌پاڼه کې په یوه بل پوسټ کې اړمنو کسانو ته د مرستې رسولو په برخه کې د ياد سازمان د بوديجې د کمښت په اړه هم اندېښنه ښودلې، دغه سازمان په افغانستان کې د اختر رارسېدو ته په اشارې سره ويلي چې په افغانستان کې کورنۍ د اختر په ورځو کې حتى د يو وخت ډوډۍ پيدا کولو ته هم حيران دي.

د کابل اوسېدونکې ګلدستې هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې د دوی په دسترخوان کې د خوړو لپاره ډوډۍ، او په کور کې د اختر لپاره هېڅ تیاری نه‌شته.

هغه وايي: "زما روژه په ناچارۍ او خفګان او پرته له هېڅ څه تېره شوه. زه يو ماشوم لرم، د هغه لپاره مې څه نه دي اخيستي، نه‌ شواى مې کولى، وس مې نه درلوده، د اختر شپه ده، حيرانه يم سبا اختر دى نه پوهېږم څه وکړم."

د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو د بيا واکمنۍ وروسته، د بېکارۍ او بې مخينې اقتصادي ناورين سره خلک لاس او ګرېوان دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د معلوماتو له مخې، سږ کال په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG