د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

د ماشومانو د ژغورنې صندوق: ۳۸،۴ سلنه افغان ماشومان سختو کارونو ته اړ وتي


په شاقه کارۍ بوختې یو شمېر افغان ماشومانې - ارشیف
په شاقه کارۍ بوختې یو شمېر افغان ماشومانې - ارشیف

د ماشومانو د ژغورنې صندوق (Save the Children) وايي، په تېرو دوه کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، د سروې شویو ماشومانو له ډلې ۳۸.۴ سلنه یې سختو کارونو ته اړ شوي دي.

دې صندوق نن د اګست په ۱۵ مه د طالبانو د واکمنۍ د دویمې کلیزې له پوره کېدو سره هم مهاله ویلي دي چې د بې وزلۍ له امله دا ماشومان مجبور شوي چې د ځان او خپلو کورنیو د مالي ملاتړ لپاره سخت کارونه وکړي.

یاد شوي صندوق همدا شان ویلي دي، چې دا ماشومانو د کار په مهال له سختو حالتونو سره مخ کېږي.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق په راپور کې د هغې کاریګرې ماشومې یادونه هم شوې ده، چې په یوه سرحدي بندر کې د توکیو د لېږد په مهال موټر ووهله او مړه شوه.

یوه د پام وړ برخه افغان ماشومانو مخکې هم شاقه کارونه کول، خو اوس یې شمېر تر پخوا زیات شوی- ارشیف
یوه د پام وړ برخه افغان ماشومانو مخکې هم شاقه کارونه کول، خو اوس یې شمېر تر پخوا زیات شوی- ارشیف

په راپور کې د ۷۶.۱ سروې شویو ماشومانو له قوله ویل شوي دي، چې د تېر کال په پرتله کم خواړه ورته رسېږي.

په ورته وخت کې ځینې هغه ماشومان چې په کم عمر یې سختو کارونو ته مخه کړې، وايي د بې وزلۍ له امله اړ شوي چې ځان او کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ راوګټي.

۱۳ کلن نقیب الله چې په کابل کې کباړ راټولوي وايي، په پلار یې د کوټې چت رالوېدلی او کار نه شي کولای، ځکه دی او نور واړه وروڼه يې کار کولو ته مجبور شوي دي.

نوموړی وایي:"پنځوس، شپېته، اویا یا سل افغانۍ د ورځې کار کوم، په دې ګاز راډکوو او د خوراک لپاره لوبیا او وچه ډوډۍ اخلو."

د محمد خان په یو نوم بل ماشوم چې بوټونو رنګوي، وايي پلار یې له یوه کال راهیسې ناروغ دی او د کورنۍ ته د ډوډۍ راوړلو مسولیت ده ته چې ۷ کلن دی او څو نورو وروڼو ته یې ور پاتې دی.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق لوګو- دغه سازمان مخکې هم د افغان ماشومانو وضعیت د ډاډ وړ نه و ګڼلی.
د ماشومانو د ژغورنې صندوق لوګو- دغه سازمان مخکې هم د افغان ماشومانو وضعیت د ډاډ وړ نه و ګڼلی.

نوموړی وایي:"دوه کاله کېږي چې بوټونه رنګوم، د پلار مې کولمې غار شوي او روغتون کې دی، یو بل ورور مې دی، هغه په بل ځای کې کار کوي."

خو د ماشومانو د حقونو یو فعال وزیر احمد وايي، که ماشومان د لوبو او زده کړو په عمر کې سختو کارونو ته مخه کوي، له زده کړو پاتې کېږي او په راتلونکې کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېدلای شي.

نوموړی وایي: "که چېرې دوی دا ډول کارونه وکړي، په راتلونکې کې به له فزیکي، ذهني او نورو ستونزو سره مخ شي. له زده کړو هم پاتې کېږي، که دوی زده کړې وکړي په اسانۍ ځان له ستونزو راایستلای شي. "

وزیر احمد د طالبانو له حکومت او موسساتو څخه غواړي، چې دې ماشومانو ته پام وکړي او له دې ناوړه وضعېت څخه د ژغورولو لپاره دې یې لاس په کار شي.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق داسې مهال په افغانستان کې د هغو ماشومانو په اړه چې د بې وزلۍ له امله سختو کارونو ته مجبورېږي، راپور خپروي چې تر دې مخکې هم ګڼو نړۍوالو سازمانو د افغان ماشومانو د ناوړه وضعېت په اړه اندېښنې ښودلې دي.

خوارځواکي په ټوله کې د کم عمره افغان ماشومانو یوه جدي ستونزه ګڼل کیږي
خوارځواکي په ټوله کې د کم عمره افغان ماشومانو یوه جدي ستونزه ګڼل کیږي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په وینا ۳.۲ میلیونه ماشومان په افغانستان کې خوارځواکي دي.

تازه نن د ناروې د کډوالو شورا مشر یان انګلنډ هم پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي، چې د طالبانو د واکمنۍ د دویمې کلیزې له پوره کېدو سره یو ژور بشري ناورین په افغانستان کې دوام لري.

نوموړي په نړۍوالې ټولنې غړ کړی، چې د میلیونونو ښځو او ماشومانو د ملاتړ لپاره دې په کافي اندازه او اوږدمهاله مرستې وکړي.

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو د ماشومانو د وضعیت په اړه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنې ځواب نه کړې.

طالب چارواکو مخکې ادعا کړې، چې اقتصادي او بشري ستونزې له پرځیدلي جمهوري نظام څخه په میراث ور پاتې دي، خو دوی نه دي ویلي، چې له دغه وضعیت څخه د خلاصون لپاره څه طرحې او پروګرامونه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG