د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

په افغانستان کې بشري ناورین؛ ملیونونه ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ د اخته کېدو په حال کې دي


د افغانستان یو روغتون - ارشیف
د افغانستان یو روغتون - ارشیف

په افغانستان کې د لوږې او بېوزلۍ د پراخېدو په اړه د اندېښنو په دوام، د ملګرو ملتونو یوې ادارې په دغه هېواد کې په خوارځواکۍ د میندو او ماشومانو د اخته کېدو پر زیاتوالي جدي اندېښنه وښوده.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د دوی اټکل ښيي چې روان میلادي کال به په افغانستان کې په ملیونونو ښځې او ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي.

په افغانستان کې د دې ادارې د ارتباطاتو مرستیال، ضیا الدین صافي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل:

" شمېرې ښيي چې د اټکل له مخې به په ۲۰۲۴م کال کې ۴ ملیونه ښځې او ماشومان له حادې خوارځواکۍ کړېږي. که کافي مرستې نه وي، ۲ ملیونه ماشومان به چې حاده خوارځواکي لري او عمرونه به یې تر پنځو کلونو کم دي د مرګ له جدي خطر سره مخامخ شي. د خوړو نړیوال پروګرام تېر میلادي کال ۳ اعشاریه ۶ ملیونه وړو نجونو او هلکانو، دغه راز ۲ اعشاریه ۳ ملیونه امیندوارو او شیدو ورکوونکو ښځو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره خدمات وړاندې کړل."

د افغانستان په ډېرو سیمو کې خلک وایي چې بشري مرستې کمې شوې دي
د افغانستان په ډېرو سیمو کې خلک وایي چې بشري مرستې کمې شوې دي

تېر کال نړیوالو ادارو د هغو ماشومانو شمېر یو ملیون یاد کړی و چې په افغانستان کې د سختې خوارځواکۍ له کبله د مرګ له خطر سره مخامخ وو، خو دا شمېر سږ میلادي کال دوه ملیونه ښوول شوی دی.

ملګري ملتونه وايي دا مهال ۱۶ ملیونه وګړي چې د افغانستان د نفوس یو پر درېیمه برخه جوړوي، نه پوهیږي د بل وخت خواړه له کومې برابر کړي.

تر دوه نیمو کلونو زیاته موده کېږي چې پر افغانستان بیا طالبانو ولکه ټینګه کړې او له هغې وروسته ګڼو نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې یا خپل خدمات وځنډول، یا یې هم محدود کړل.

ملګري ملتونه وايي، تر یوه کال زیاته موده کېږي، په کورنیو او نړیوالو غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز د دې سبب شوی چې اړو ښځو ته د بشري مرستو رسولو چارې ټکنۍ شي.

ښځو ته کاري محدودیت، د فقر او اقتصادي ناورین د زیاتوالي له لاملونو یاد شوی
ښځو ته کاري محدودیت، د فقر او اقتصادي ناورین د زیاتوالي له لاملونو یاد شوی

د پکتیا اوسېدونکی کندهار د ژمي په یوه سړه ورځ د بشري مرستو ترلاسه کولو لپاره په کتار کې ولاړ و، له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل:

"کوم کسان چې درته راغلي هېڅ هم نه لري. ډېر نېستمن دي، د افغانستان خلک ټول غریبان دي، بېوزلي دي. په افغانستان کې کار نه شته، تر ټولو زموږ وضعیت خراب دی."

د دې وضعیت د ښه کېدو څرک نه لګېږي او په افغانستان کې په ملیونونو کسان چې له بېکارۍ کړېږي نه پوهېږي د خپلو اولادونو د مړولو لپاره څه وکړي.

د افغانستان په زیاتو برخو کې امیندوارې ښځې، هغه ښځې چې ماشوم ته شیدې ورکوي او تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

کافي او انرژي لرونکو خوړو ته نه لاسرسی د خوارځواکۍ اصلي لامل بلل شوی او ویل شوي چې له ۴۵ تر ۵۵ سلنه کورنیو ماشومان ټیټ کیفیت لرونکي خواړه خوري او یوازې ۱۶ سلنه ماشومان د قناعت وړ خواړه ترلاسه کوي.

د خوړو د خوندیتوب د درجه بندۍ نړیوال سازمان (ایپيسي) اټکل ښیي چې اوس مهال په متوسطې خوارځواکۍ د اخته کسانو شمېر دوه ملیونه او ۳۴۷ زره کسانو ته رسیږي چې له دې شمېر د ۸۰۴ زره هغه یې امیندوارې ښځې او هغه میندې دي، چې ماشوم ته شیدې ورکوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG