د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

افغان مېرمنو کې د خوارځواکۍ د زیاتوالي اندېښنه؛ " قوي خواړه لا څه چې کافي خواړه نه لري"


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبليو اف پي) وايي، د افغانستان ډېری وګړي کافي خواړه نه لري، پاتې لا دا چې قوي خواړه وخوري.

د ملګرو ملتونو دې ادارې د سې شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، تېر کال په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله د اخته مېرمنو شمېر ۲،۳ میلیونو ته رسېدلی و چې د ځینو یې د ياد شوي سازمان په ملاتړ په کلینیکونو کې درملنه شوې ده.

په همدې حال کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر امیندواره مېرمنې او د هغوی کورنۍ وايي چې د کمزوري اقتصاد له امله د خوارځواکۍ په ګډون له جدي ستونزو سره مخ دي.

دوی ادعا کوي چې د وضعیت د ښه کولو لپاره تر اوسه ورسره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې.

د بامیان ولایت یوه امیندواره مېرمن چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، وايي چې د ناسم مالي وضيعت له امله سم خواړه نه شي خوړلی او روغتیايي وضيعت يې ډېر د اندېښنې وړ دى.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل:

"زه هم ډېره کمزورې يم. له هغه وخته چې امارت (طالبان) راغلي، مېړه مې دنده له لاسه ورکړې. کار او غريبي نشته زه ډېره ځورېږم، هيڅ د کور خرڅ نه لرو"

د کندهار ولایت اوسېدونکی محمد یاسین چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، ازادي راډيو ته یې وویل، مېرمن یې امیندواره ده او په خوارځواکۍ اخته ده، خو نه دى توانېدلى چې له روغتیايي مرکزونو څخه خوارځواکۍ نه د وتلو مناسب خواړه لاس ته راوړي.

"د ماشوم او مور حالت ښه نه دی، یو دا چې وچکالي ده او بل دا چې بې وزلي ده، تر اوسه له موږ سره په دې برخه کې کومه مرسته نه ده شوې، په ځانګړې توګه د خوارځواکۍ د ښه کولو لپاره مو کومه مرسته نه ده لیدلې. له نړیوالې ټولنې څخه زموږ غوښتنه داده چې باید دې ستونزې ته پام وکړي."

څو بېوزلۍ ځپلې افغانې مېرمنې
څو بېوزلۍ ځپلې افغانې مېرمنې

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبليو اف پي) په یوه راپور کې چې څو ورځې وړاندې یې په خپله وېبپاڼه کې خپور کړ، د امیندوارو او شیدې ورکونکو میندو لپاره د سویا او غنمو د خوراک په ګډون د خوراکي توکو د کمښت خبره وکړه.

"ډبليو اف پي" خبرداری ورکړی چې خوارځواکي د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو کې د تغذیې اړوند مړینې یو لوی عامل دی، د هغو ماشومانو لپاره چې د سختې او منځنۍ خوارځواکۍ سره مخ دي د مړینې خطر د ښه تغذیه شوي ماشومانو په پرتله درې چنده لوړ دی.

دغه سازمان دا هم زیاته کړې چې خوارځواکي د امیندوارو میرمنو لپاره د زیږون پرمهال د اختلاطاتو ګواښ زیاتوي.

په افغانستان کې د ډبليو اف پي د تغذیې رییس راجرز وانياما وویل چې د دوی د اټکل له مخې، په ٢٠٢٤ کې به شاوخوا څلور ملیونه ښځې او ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د څار ادارې شاوخوا لس ورځې وړاندې یو راپور خپور کړ او ویې ویل چې د افغانستان له روغتیايي سکتور سره د بهرنیو مرستو کمښت او د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو سختو بندیزونو د میلیونونو افغانانو روغتیا له ګواښ سره مخ کړې او د روغتیا په برخه کې په ځانګړې توګه د خوارځواکۍ او نورو مرګونو ناروغيو ناورين ته لار هواره کړې.

خو د طالبانو حکومت تل په افغانستان کې د بشري ناورین او د روغتیا په برخه کې د ستونزو په اړه راپورونه رد کړي دي.

د یادولو ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د وروستي راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان تر نیمايي زیات نفوس، یعنې نږدې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG