د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

یونېسف: شاوخوا ۱۶ میلیونه افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري


ارشیف: په ارزګان کې یو خوارځواکی ماشوم تر درملنې لاندې دی.
ارشیف: په ارزګان کې یو خوارځواکی ماشوم تر درملنې لاندې دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت او روغتیايي ستونزو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق اندېښنه وښوده.

یونېسف وايي، په افغانستان کې له ۲۹،۲ میلیونه اړو کسانو څخه ۱۵،۸ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ په یوه نوي راپور کې ویلي چې ۸۷۵۰۰۰ ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي د شدیدې خوارځواکۍ له امله درملنې ته اړتیا لري.

د یونېسف په راپور کې ویل شوي چې د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست میاشتې پورې د افغانستان په ۳۳۳ ولسوالیو کې د شدید نس‌ناستي او ډیهایډریشن له ۱۵۲۰۰۰څخه زیاتې پېښې ثبت شوې چې له دې شمېر تر ۸۷۰۰۰ زیات یې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

یونېسف دې وضعیت ته د رسېدو په ملاتړ ټینګار کړی دی.

په همدې حال کې په افغانستان کې یو شمېر بې‌وزله کورنۍ چې ماشومان یې کمزوري او خوارځواکي دي وايي چې دوی لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

ارشیف: په هرات کې یو خوارځواکی ماشوم
ارشیف: په هرات کې یو خوارځواکی ماشوم

د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ اوسېدونکی قدرت الله ازادي راډیو ته وویل: "زما لور درې کلنه ده، هغه ضعیفه ده، له پیدایښت راهیسې کمزورې وه. اقتصاد مو سم نه دی چې ورته خواړه ورکړو. زموږ اقتصاد ډېر کمزوری دی، زما نورې دوه لوڼې هم معلولې دي."

د کابل ولايت اوسېدونکى يوسف، چې په يوه خصوصي ښوونځي کې ساتونکى دى وايي، دوه ماشومان يې د اقتصادي ستونزو له امله ضعيف او د وجود اوبه یې کمېږي.

هغه وویل: "په اسهال اخته دي، د وجود اوبه يې کمېږي، د مور شیدې ورته بسنه نه کوي، پوډري شیدې هم چمتو کولی نه شم، اقتصاد مې کمزوری دی، نو زه د دوی سمه پاملرنه نه‌شم کولای."

د ماشومانو د وضعیت او د دوی د اړتیاوو په اړه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په افغانستان کې ډېری اړمنو کورنیو ویلي چې د خپلو ماشومانو د ملاتړ توان یې له لاسه ورکړی دی.

په دې وروستيو کې د خوړو نړيوال پروګرام د اړمنو کسانو د شمېر د زياتوالي او له دغو کسانو سره د مرستې لپاره د بوديجې د کموالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له مرستندويه بنسټونو يې د بېړنيو مرستو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني ازادي راډیو ته ویلي چې افغانستان له خورا ناوړه بشري وضعیت او د بودیجې له کمښت سره مخ دی او دغه وضیعت زیاتره هغه افغان مېرمنې او ماشومان تر اغېز لاندې راولي چې د خوړلو لپاره هېڅ نه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG