د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

یونیسف: اکتوبر کې مو ۸۳۸ زره خوارځواکۍ ځپلي افغان ماشومان تشخیص او د ۵۰ زرو درملنه کړې


له ارشیفه د څو خوارځواکۍ ځپلو افغان ماشومانو تصویر
له ارشیفه د څو خوارځواکۍ ځپلو افغان ماشومانو تصویر

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف وايي په اکټوبر میاشت کې ۸۳۸۶۳۷ هغه ماشومان تشخیص شوي چې په خوارځواکۍ اخته شوي.

یونیسف د نومبر په ۲۷مه په خپل میاشتني راپور کې ویلي دي، دا ماشومان چې عمرونه یې له ۶ میاشتو تر ۵ کلونو پورې دي، د دوی په روغتیايي مرکزونو کې یې د نېږدې ۵۰ زره ماشومانو درملنه شوې ده.

د ملګرو ملتونو دې ادارې په خپل راپور کې زیاته کړې چې د سېپټمبر میاشتې په پرتله په اکټوبر کې له پنځو کلونو څخه په کم عمره ماشومانو کې شدیده خوارځواکي ۲۹ سلنه او د درملنې په پروګرام کې د منل شویو کسانو شمېر ۱۸ سلنه کم شوي و.

یونیسف د دې کمښت لامل موسمي تغیر بللی چې له امله یې د اوړي په پرتله اوس په ماشومانو کې د نس ناستي ناروغي کمه شوې او ورسره مېوې هم پخې شوي چې ماشومانو ته متوازن خواړه دي.

اقتصادي او بشري ناورین په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ زیاتیدو له تر ټولو اصلي لاملونو ګڼل کیږي
اقتصادي او بشري ناورین په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ زیاتیدو له تر ټولو اصلي لاملونو ګڼل کیږي

د یونېسف په راپور کې راغلي دي چې روان میلادي کال له پیل راهیسې ۶۰۳۵۶۰ خوارځواکه ماشومان د درملنې په خاطر بستر شوي چې د کلني هدف ۶۹ سلنه جوړوي.

په ورته وخت کې ځینې هغه کورنۍ چې ماشومان یې خوارځواکه شوي دي، وايي، د بې وزلۍ له امله خپلو ماشومانو ته مناسب خواړه نه شي برابرولی.

د کابل اوسېدونکې شریفه چې ماشوم یې خوارځواکی شوی، ازادي راډيو ته یې وویل:

" شیدې نه لرم چې ماشوم ته یې ورکړم، د وچو شیدو د اخیستلو توان هم نه لرم، ځکه ډېرې قیمته دي. د اندېښنو او ناخوراکۍ له وجې مې شیدې وچې شوي، نو د بازار د شیدو اخیستلو وس هم نه لرم."

د کندهار یوه اوسېدونکې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي ۵ ماشومان لري او یو ماشوم یې خوارځواکی شوی دی.

هغه زیاتوي:

" یو کال کې کېږي چې ناروغ و، هر وخت به یې خوا ګرځوله، ډاکترانو ته مو د تداوي لپاره وروړ، هغوی ویل چې کولمې یې ورستې شوي او له کمزورۍ داسې شوی، بیا مو دلته (روغتون ته) راوست او بستر مو کړ. "

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم ګڼو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د خوارځواکۍ د ډېرېدو له امله خبرداری ورکړی و.

د نړیوالو ادارو د راپورونو له مخې، تر نېمایي زیات افغانان نه پوهیږي چې خپل د بل وخت خواړه به له کوه کوي؟
د نړیوالو ادارو د راپورونو له مخې، تر نېمایي زیات افغانان نه پوهیږي چې خپل د بل وخت خواړه به له کوه کوي؟

له دې ډلې د ناروې د کډوالو شورا د روان میلادي کال په اګست میاشت کې ویلي و چې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې خوارځواکي له اضطراري حالته ډېره شوې او د لا ډېرېدو ویره یې هم شته.

همدا ډول د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) هم تر دې مخکې ویلي دي چې ۳.۲ افغان ماشومان خوارځواکې دي.

د دغې ادارې په خبره، اقلیمي بدلونونه چې وچکالي، زلزلې، سېلابونه او نورې طبیعي پېښې ورسره ملې دې او همدا ډول د نړیوالو مرستو کمښت به په افغانستان کې خوارځواکي لا ډېره کړي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال ۲۹.۲ افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دې ډلې یې ۱۵.۸ میلیونه ماشومان دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG