د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

کوچنی اختر؛ د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي د ناامنۍ احتمالي پېښو اندېښمن کړي


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده، په‌داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت امنيتي مسوولانو په بېلابېلو ولايتونو کې د ټينګو امنيتي تدابيرو د نيولو خبر ورکړی، يو شمېر خلک وايي د امنيت په اړه اندېښمن دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د طالبانو بېلابېلو ولايتونو د امنيتي مسوولانو په حواله په خپلو راپورونو کې ويلي، سږ کال اختر ته ټينګ امنيتي تدابير نيول شوي.

خو سږ کال دا اختر داسې مهال رارسېږي چې د روژې په مياشت کې افغانستان د ځينو امنيتي پېښو شاهد و چې تر ټولو خونړی هغه په نولسمه روژه چې د تېرې مارچ میاشتې په ۲۱مه کېده داعش له لوري په کندهار کې د نوي کابل بانک پر څانګه بريد وو چې، لږ تر لږه ۲۱ کسان په‌کې ووژل شول او شاوخوا پنځوس نور ټپيان شول.

که څه هم د طالبانو حکومت د ټينګ امنيت خبره کوي، خو د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي وايي، وروستيو امنيتي پېښو دوی وېرولي او دوی د طالبانو له حکومت غواړي چې د امنيت ټينګېدو ته خپله پام‌لرنه ډېره کړي.

د کابل اوسېدونکی احمدالله خپله اندېښنه ازادي راډيو سره داسې شريکه کړه: " په‌دې وروستيو کې امنيتي پېښو ته په کتو سره خلک ډېره وېره لري چې په سږ کال اختر کې کومه امنيتي ستونزه رامنځته نه‌شي، نو موږ له اسلامي امارت نه هيله لرو چې امنيت ټينګ کړي."

د بلخ اوسېدونکی امېد وايي، د روژې په مياشت کې وروستيو امنيتي پېښو خلک سخت وېرولي دي: "دا چې نن د کوچنۍ اختر لومړۍ ورځ ده، په همدې تړاو موږ وېره لرو چې چاودنې ونه‌شي، لکه څنګه چې روژه کې هم ځينو ولايتونو کې چاودنې وشوې، ډېر افغانان يې شهيدان کړل، نو اوس اختر دی او ډېری افغانان په همدغه اندېښنه او وېره کې دي چې چاودنې ونه‌شي."

خو د کندهار اوسېدونکی محمد نسيم وايي، دغه ولايت کې له تېرو څو ورځو راهيسې ټينګ امنيتي تدابير نيول شوي.

هغه وویل: "دا چې د اختر ورځې شپې دي، مجاهدينو ډېر کلک امنيتي تدابير نيولي دي، نه يوازې داخل په ښار کې بلکې ښار ته په ننوتونکو لارو باندې تعقيبي چک پواينټونه جوړ شوي دي، نو الحمدالله دلته بالکل امنيت دی، هيڅ ستونزه او اندېښنه نه‌شته."

په کندهار کې د روانې میاشتې د ځانمرګي برید سیمه
په کندهار کې د روانې میاشتې د ځانمرګي برید سیمه

د بېلابېلو ولايتونو دا اوسېدونکي داسې مهال د امنيت په اړه خپلې اندېښنې شريکوي چې يو شمېر پوځي او امنيتي کارپوهان هم په‌‌دې باور دي چې داعش وسله‌وال هڅه کوي، د اختر په ورځو کې په لويو ښارونو کې بريدونه وکړي.

پوځي او امنيتي کارپوه اختر راسخ په‌دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "داعش په دغو ورځو کې په ځانګړي ډول د اختر په ورځو کې هڅې کوي چې په ننګرهار، کابل، مزارشریف، کندهار او هرات کې دوی خپلې حملې وکړي، ترڅو د افغانانو په ذهنونو کې دا خبره ځای پر ځای کړي چې داعش دلته شته."

دا چې د طالبانو حکومت د اختر لپاره تر کومې کچې امنيتي تدابير نيولي دي، په‌دې اړه مو د دوی د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد وپوښت، خو د دې راپور تر خپرېدو يې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس له تېرو څو ورځو راهيسې د کابل په ګډون د بېلابېلو ولايتونو د امنيتي چارواکو په حواله راپورونه خپروي او په کې وايي، د اختر په تړاو ټينګ امنيتي تدابير نيول شوي دي.

دغه راز ځينې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې طالبانو کندهار کې د هغه جامع جومات څخه سيميټي موانع چاپېره کړي چې د دوی مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په‌کې د اختر لمونځ کوي.

د طالبانو د حکومت مالیې وزارت تېره يک‌شنبه خبر ورکړ چې د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره د ټولو امنیتي ادارو د کارکوونکو معاشونه د دوی په اړوندو ادارو کې ورکول کیږي.

امنيتي او پوځي کارپوهان وايي، داسې ښکاري چې طالبانو د داعش وسله‌والو د احتمالي بريدونو له امله امنيتي تدابير ټينګ کړي وي.

XS
SM
MD
LG