د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

ملګري ملتونه: تېر کال ۶۷ سلنه افغان کورنۍ د وچکالۍ له کبله ستونزو سره مخ وې


ارشیف: په ارزګان کې وچکالۍ خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
ارشیف: په ارزګان کې وچکالۍ خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

نن د مارچ ٢٢مه د اوبو نړیوالې ورځې سره سمون لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره یا "یو‌این‌ډي‌پي" وايي، تېر زېږدیز کال په افغانستان کې ۶۷ سلنه کورنۍ د وچکالۍ له امله ستونزو سره مخ وې.

يادې ادارې ددې ورځې په مناسبت په خپله ایکس‌پاڼه کې دا هم لیکلي چې په ورته وخت کې د افغانستان ۱۶ سلنه کورنۍ د سېلابونو له امله زیانمنې شوي دي.

په همدې حال کې یو شمېر افغانان وايي چې د اوبو کمښت دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د نیمروز او بامیان ولایتونو اوسېدونکو هارون او نور په دې اړه ازادي راډيو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

هارو وویل: "موږ د چهاربرجک په ولسوالۍ کې اوسېږو، درې کاله کېږي چې اوبه نه‌شته، وچکالي ده، د څښاک اوبه نه پیدا کېږي، که چېرې پیدا هم شي تروې دي، خوږې نه دي چې وڅښل شي. ستونزې ډېرې دي."

نور وايي: "اوبه که ډېرې وي او ترې سمه استفاده ونه شي کمېږي. اوبه باید په سمه توګه مصرف شي. د چینې اوبه دومره ډېرې نه دي. د نیم انچ په اندازه اوبه راځي او ذخیره ترې ډکېږي او بیا خلک کولای شي دا اوبه د څښاک د اوبو په توګه وکاروي."

د طالبانو حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند اختر محمد نصرت په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې خواب نه کړې.

ارشیف: د اوبو د کمښت له کبله د کابل د کارتې سخي سیمې اوسېدونکي له لرې ځایه خپلو کورونو ته اوبه وړي.
ارشیف: د اوبو د کمښت له کبله د کابل د کارتې سخي سیمې اوسېدونکي له لرې ځایه خپلو کورونو ته اوبه وړي.

خو د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان وايي چې د تودوخې زیاتوالی، د ورښتونو کمېدل، د طبیعي یخچالونو ویلي کېدل، د ځمکې لاندې اوبو کمېدل، د اوبو له سرچینو څخه ناسمه استفاده او د اوبو د زېرمه کولو لپاره د زېربناوو نشتوالی هغه لاملونه دي چې په افغانستان کې یې د اوبو سکتور زیانمن کړی دی.

د یادې ادارې د اقلیم بدلون رییس روح الله امین ازادي راډيو ته وویل چې د اقلیم د بدلون له امله په دغه هېواد کې ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه، د ارزونو له مخې، له ١٩٩٠ کال څخه تر ٢٠١٥ زېږدیز کال پورې د تودوخې د لوړېدو له امله د افغانستان ١۴ سلنه طبيعي یخچالونه ویلي شوي او د واورې او بارانونو ورښت د تېرو کلونو په پرتله ٣٧ سلنه کم شوى دى.

امین زیاته کړه چې دوی په خپلو پروګرامونو کې د اقلیم د بدلون له اغېزو سره د تطابق او د هغې د اغېزو د مخنیوي لارې چارې شاملې کړې چې د باران د اوبو راټولول، د عامه پوهاوي لوړول او د اوبو د مصرف کمول په‌کې شامل دي.

هغه وايي: "په ټولیزه توګه، لنډ مهاله، منځمهاله او اوږدمهاله پروګرامونه شته؛ په دې برخه کې باید ډېر کار وشي او په ورته وخت کې هېوادونه باید د اوبو سرچینو په پروژو کې د تمویل یا مالي مرستو په برخه کې د ګډې همکارۍ لپاره کار وکړي، دا د حل ښې لارې دي ترڅو موږ وشو کولای د اوبو په سرچینو د اقلیم بدلون اغېزې کمې کړو."

په ورته وخت کې د اوبو د چارو کارپوه نجیب الله سدید وايي، حکومت او خلک دواړه مسوولیت لري چې د اوبو د کمښت په برخه کې د شته ننګونو د منځه وړلو لپاره هڅې وکړي.

هغه وویل: "دا د حکومتونو دنده ده چې د اوبو د زېربناوو د ښه‌والي او جوړولو او د اقلیم له بدلون سره د تطابق په برخه کې لویې پروژې په لاره واچوي څو د اوبو بیلانس او اوبو ته لاسرسی ښه شي، خو دا په دې معنی نه ده چې دا د خلکو وظیفه نه ده او یا مسوولیت نه لري. افغانان مسوولیت لري چې په خپلو سیمو کې د اوبو د مدیریت چارې په غاړه واخلي."

د ملګرو ملتونو سازمان سږ کال د اوبو نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې په نړۍ کې له درې میلیاردو څخه زیات خلک په هغو اوبو متکي دي چې د هېوادونو له ملي پولو تېرېږي، خو یوازې ۲۴ هېوادونه د ګډو اوبو د کارولو لپاره د همکارۍ تړون لري.

د اوبو نړیواله ورځ په ١٩٩٢ زېږدیز کال کې د ملګرو ملتونو لخوا تصویب شوه او له ټولو هېوادونو څخه وغوښتل شول چې دا ورځ د اوبو په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو ته ځانګړې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG