د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

افغانستان کې اورښتونه؛ د وچکالۍ د له‌منځه وړلو برخه کې یې هیلې راټوکولي


ارشیف: په بامیان کې له واورې ورېدو وروسته د یوې سیمې انځور
ارشیف: په بامیان کې له واورې ورېدو وروسته د یوې سیمې انځور

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تازه اورښتونو د وچکالۍ د له‌منځه وړلو په برخه کې د بزګرانو او باغ لرونکو هیلې راپیدا کړي دي.

د وچکالۍ په اړه د نړیوالو بنسټونو او افغان بزګرانو له اندېښنو وروسته په افغانستان کې وروستیو اورښتونو د وچکالۍ د له‌منځه وړلو په برخه کې نوې هیلې راټوکولي دي.

د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر بزګرانو ازادي راډيو ته وویل چې وروستیو ورښتونو یې هیلې راژوندۍ کړي دي.

د ننګرهار ولایت یو باغ لرونکي او بزګر سید اکبر ازادي راډيو ته وویل: "تېر کال د اوبو له کمښت سره مخ وو، خو سږ کال انشاالله اورښتونه چې ګورو دا زموږ په باغدارۍ مثبت اغېز لري. موږ همداسې هیله لرله چې اورښتونه وشي. اوس به زموږ په بندونو کې اوبه پیدا شي او زما په نظر راتلونکی کال به د کروندو له اړخه یو ښه کال ولرو."

د عبدالعظیم په نوم د نیمروز ولایت یو بزګر د نورو اورښتونو هیله هم لري.

هغه وايي: "اوس چې د غنمو د کښت وخت دی، که څه هم فکر نه کوم چې اوبه دې دوامداره وي، خو الله مهربان دی، که دا اورښتونه دوام پیدا کړي موږ کولای شو چې په پالېزونو کې هندواڼې او خټکي وکرو او یو ښه حاصل ترلاسه کړو."

په همدې حال کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او مالدارۍ خونه وايي، د تېرو کلونو وچکالۍ تر ډېره بزګران او مالداران اغېزمن کړل.

د دې خونې عامل رییس وسیم ساپي ازادي راډيو ته وویل: "وچکالي چې راغلې وه تر ډېره باغ لرونکو او کروندګرو ته زیان ورسېدو، ان په یو شمېر شمالي ولایتونو کې مالدارانو د څړځایونو د نه موجودیت له امله خپل څاروي په ارزانه بیو وپلورل. کومې شمېرې چې موږ ته رسېدلي دي په سلو کې اویا کروندګر او باغ لرونکي وروستیو اورښتونو هیله من کړي دي."

خو وروستي اورښتونه څومره کولای شي د اوبو د زېرمه کولو او د وچکالي د له‌منځه وړولو په برخه کې اغېز ولري؟

د کرنې د برخې یو شمېر کارپوهان وايي، دا اورښتونه په لنډه موده کې د افغانستان لپاره ګټور دي، خو ټینګار کوي چې د اوږ مهالي لپاره د وچکالۍ د له منځه تګ لپاره لا نورو اورښتونو ته اړتیا ده.

د کرنې د برخې یو کارپوه ذاکر دهقان ازادي راډيو ته وویل: "له تېرو شلو کلونو راهیسي افغانستان له وچکالۍ سره مخ دی، په وروستیو څلورو کلونو کې وچکالي زیاته وه، خو اوس لپاره بسنه کوي خو که په راتلونکې کې اورښتونه ونه شي نو کروندو ته زیان رسېږي."

د یادولو وړ ده چې وروستیو اورښتونو که له یوې خوا د بزګرانو ترمنځ د وچکالۍ د له‌منځه تللو په برخه کې هیله مندۍ زیاتې کړي، خو دغه اورښتونه چې توپاني واورې ورېدنې او سېلابونه هم ورسره یو ځای وو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه هم واړول.

تازه د طالبانو تر واک لاندې د هوا پېژندنې ادارې تېره ورځ د افغانستان په نهه ولایتونو کې د باران او درنې واورې ورېدنې اټکل کړی دی.

له دې وړاندې ملګرو ملتونو سازمان په یو راپور کې ویلي وو چې افغانستان د اقلیمي بدلون د زیانمنونکو هېوادونو دی چې د دغه بدلونونو له امله د زیانونو په وړاندې د مبارزې کم امکانات لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG