د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

متقي: د افغانستان درېیو ګاونډيو هېوادونو په سیمه کې د داعش فعالیت ته زمینه برابره کړې


د داعش بیرغ
د داعش بیرغ

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وايي د افغانستان درېیو ګاونډيو هېوادونو په سیمه کې د داعش فعالیت ته زمینه برابره کړې ده.

که څه هم په افغانستان کې لا هم د داعش ډلې د حضور په باب اندېښنې شته، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان ځینې ګاونډي هېوادونه د داعش ډلې په ملاتړ او دغې افراطي ډلې ته د زمینې په برابرولو تورن کړل.

متقي پرون په کابل کې د وینا پر مهال وویل: "متاسفانه، زموږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیارېږي چې موږ او تاسو ولیدل چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې دوی ځینې پېښې وکړې. بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی چې امن خرابروونکي افراد ترې راتېرېږي او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي."

امیر خان متقي په خپلو خبرو کې د کوم هېواد نوم وانخیست، خو د افغانستان د سولې او جګړې د مطالعاتو په مرکز کې مخکښ څېړونکی حکمت الله اعظمي وايي، د متقي اشاره پاکستان، ایران او احتمالاً تاجکستان ته وه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي

هغه وویل: "تر کومې اندازې چې ما لوستلي، اورېدلي یا فکر کوم، د امیر خان متقي خبرو له درېیو ګاونډیو هېوادونو سره ارتباط درلود چې یو فکر کوم پاکستان ښيي چې د داعش زیاتره غړي د پاکستان دي، دوهم ایران ښيي چې په تاریخي لحاظ د افغانستان د څو لسیزو په جګړه کې نه یوازې د داعش لپاره بلکې، القاعده ته هم چې له عراق او سوریې څخه افغانستان ته راتلل یا راځي د ټرانزیټ حیثیت درلود، درېیم په غالب ګومان د منځنۍ اسیا تاجکستان ته اشاره وه چې په ځینو بریدونو کې چې نیول کېږي د تاجکستان وګړي وي."

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته د داعش د خراسان ولایت څانګې په افغانستان کې د ځینو خونړیو حملو مسوولیت منلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د افغانستان- قزاقستان د ګډ نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پر مهال ادعا وکړه چې داعش په افغانستان کې پناه ځای نه لري.

امیر خان متقي ویلي چې په تېرو څه کم درېیو کلونو کې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، ډېرې امنیتي پېښې د هغو کسانو له خوا شوي چې د هغه په وینا له بهره افغانستان ته ورغلي دي.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان تېر کال ادعا کړې وه، چې د داعش مهم مشران او جګړه مار له عراق، سوریې او لیبیا افغانستان ته تللي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان

هغه د ایران له ایسنا خبري اژانس سره د ۲۰۲۳م کال په جولای میاشت کې د یوې مرکې پر مهال ویلي وو، افغانستان ته د داعش د مشرانو او جګړه مارو تګ د اوسنیو حاکمانو لپاره یو عمده چلنج دی.

داعش ډلې په وروستي مورد کې د شنبې د ماښام د هغې چاودنې مسوولیت هم ومانه، چې د کابل په کوټه سنګي کې شوې وه.

د کابل لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د شمېرو له مخې د مقناطیسي ماین په دې چاودنه کې چې پر یوه کوچني مسافروړونکي موټر شوې وه، موټرچلوونکی وژل شوی او درې نور ملکیان ټپیان شوي وو، خو داعش ډلې ادعا کړې، چې د هزاره وګړو پر دغه موټر یې په چاودنه کې شاوخوا لسو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د نړۍ په نورو برخو کې هم د ځینو خونړیو بریدونو مسوولیت داعش ډلې منلی چې یوه پېښه د مارچ د ۲۲مې هغه ډله ییزه حمله وه چې د روسیې پلازمېنې مسکو ته څېرمه د کنسرټونو پر یوه تالار شوې وه او د نړۍ د رسنیو پام یې ځان ته واړاوه.

په هغه پېښه کې لږ تر لږه ۱۴۴ کسان وژل شوي او په لسګونو نور، ټپیان شوي وو.

امریکايي چارواکو ویلي چې د دوی اطلاعات ښيي چې مسکو ته څېرمه هغه حمله د داعش د خراسان ولایت څانګې کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG