د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

د بښنې نړیوال سازمان راپور؛ طالبانو د خلکو ځپلو او له بشري حقونو سرغړاویو ته زور ورکړی


ارشیف
ارشیف

د بښنې نړیوال سازمان په خپل تازه ۴۱۸ مخیز راپور کې چې نن (د اپرېل ۲۴مه) یې په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپور کړی، د افغانستان په تړاو په یوه برخه کې لیکي: په داسې حال کې چې افغانستان له ناوړه بشري او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی، په افغانستان کې خلک له سختې ځپنې او د بشري حقونو له سرغړونو کړېږي.

راپور زیاتوي چې طالبانو پر افغان ښځو او نجونو زیاتیدونکي محدودیتونه لګولي چې ظاهراً یې هدف له ټولنیز ژوند څخه د ښځو او نجونو په بشپړه توګه ایستل دي.

راپور زیاتوي چې د بښنې نړیوال سازمان او د حقوقپوهانو نړیوال کمیسیون د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو د سختو محدودیتونو، خپلسري نیولو او توقیفونو، په زوره ورکولو، شکنجې او د بشریت ضد جرمونو په شان نورې سرغړونې مستند کړي دي.

طالبان د بشري حقونو په پراخ نقض او له هغې ډلې د ښځو او ماشومانو له حقونو په پراخ سرغړاوي تورن دي
طالبان د بشري حقونو په پراخ نقض او له هغې ډلې د ښځو او ماشومانو له حقونو په پراخ سرغړاوي تورن دي

راپور زیاتوي چې د بښنې نړیوال سازمان او د حقوقپوهانو نړیوال کمیسیون د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو د سختو محدودیتونو، خپلسري نیولو او توقیفونو، په زوره ورکولو، شکنجې او د بشریت ضد جرمونو په شان نورې سرغړونې مستند کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان په دغه ۴۱۸ مخیز راپور کې لیکي چې د هزاره، ازبک، ترکمن او تاجک توکمونو یو شمېر خلک له خپلو کورونو او ځمکو څخه په زوره شړل شوي او د راپورونو له مخې، د بلوڅانو د ټولنې ځینې غړي توقیف او تري تم کړای شوي دي.

د راپور په اساس شیعه، سکهانو، هندوانو، عیسویانو، احمدیانو او اسماعیلیانو په ګډون دیني اقلیتونه په پرله پسې ډول له منزوي کېدو، تعصب او تبعیض سره مخ دي.

که څه هم طالبانو د بښنې نړیوال سازمان پر دې راپور لا تبصره نه ده کړې، خو تر دې وړاندې یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، بښنې نړیوال سازمان، بشري حقونو څار سازمان په ګډون د بشري حقونو د سازمانونو د اکثرو راپورونو موندنې ناسمې او له حقیقته لرې ګڼلې دي.

طالبان ادعا کوي چې دوی د عفوې فرمان ته ژمن دي او ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه تامینوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۳ کال د جولای تر منځ د خلکو د نیولو ۱۶۰۰ پېښې ثبت کړې، چې نیمايي یې له ځورونو او ظالمانه، غیر انساني او سپک چلند سره مل بلل شوي.

د بښنې نړیوال سازمان لیکي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د جګړو اړوند تاوتریخوالی کم شوی، په ټول هیواد کې پر ملکي وګړو بریدونه دوام لري او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ۲۰۲۱ کال د اګسټ او ۲۰۲۳ کال تر مې میاشت پورې د وژل شویو او ټپیانو شمېر ۳۷۷۴ تنه ثبت کړی دی. ګڼ دا کسان د داعش خراسان ولایت د بریدونو پر مهال مړه او ټپیان شوي.

د بښنې نړیوال سازمان په دې تفصیلي راپور کې همداراز په افغانستان کې، د بیان او رسنیو د ازادۍ فضا ډېره محدوده بللې او لسګونه خبریالان پر طالبانو د انتقادي راپورونو جوړولو په خاطر بندیان شوي دي.

راپور کې د هندوانو او سیکانو په ګډون د افغان مذهبي اقلیتونو د حقونو د نقض یادونه هم شوې ده
راپور کې د هندوانو او سیکانو په ګډون د افغان مذهبي اقلیتونو د حقونو د نقض یادونه هم شوې ده

په طبیعي پېښو له هغې ډلې سیلابونو او زلزلو کې د خلکو د زیانمنېدو، د طالبانو له وېرې له افغانستانه د لکونه افغانانو د تېښتې او برعکس له پاکستانه د شاوخوا نیم میلونه کډوالو جبري ایستل او د بشري حقونو د نقض ځینې نور موارد هم د بښنې سازمان په دې تفصیلي راپور کې راغلي.

په دغه راپور کې د بښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت سربیره د احتمالي جرمونو د مخنیوي لپاره د شواهدو د راټولولو او ساتلو لپاره د حساب ورکونې یو خپلواک نړیوال میکانیزم رامنځته کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG