د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

خلیلزاد: تر څو چې ټول افغانان یوې عمومي هوکړې ته ونه رسېږي، د افغانستان مسئله نه حلېږي


د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي، تر څو چې ټول افغانان یوې عمومي موافقې ته ونه رسېږي، د دغه هېواد مسئله به حل نه شي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي، تر څو چې ټول افغانان یوې هوکړې او تفاهم ته ونه رسېږي، د دغه هېواد مسئله نیمګړې ده.

په یوه ویډیو کې چې پرون خپره شوې، خلیلزاد له اوسني وضعیت نارضایتي ښيي خو تېر حکومت هم ملامتوي.

هغه وویل: "زما هڅه دا وه چې د یو بریالي، ازاد او سوکاله افغانستان لپاره د طالبانو او نورو افغانانو تر منځ موافقه وشي. له بده مرغه له بېلابېلو خواوو تېروتنې وشوې، خو ستونزه نه ده حل شوې، تر څو چې ټول افغانان یوه عمومي توافق ته ونه رسېږي. یو ازاد، سوکاله او پرمختللی افغانستان تر لاسه نه شي، دا کار نیمګړی دی."

زلمي خلیلزاد د لندن په هیترو هوايي ډګر کې د بشري حقونو له فعالې حوریي مصدق سره په خبرو کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د محدودیتونو په اړه خواشیني څرګنده کړه، خو کله چې ترې وپوښتل شول چې آیا په دې اړه بخښنه غواړي، هغه منفي ځواب ورکړ.

د بشري حقونو فعاله حوریه مصدق
د بشري حقونو فعاله حوریه مصدق

حوریه مصدق ادعا کوي چې خلیلزاد ډېرې تېروتنې کړي او له طالبانو سره یې پټې خبرې کړې دي.

اغلې مصدق تېره شپه ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې وویل: "هغه څه چې ښاغلي خلیلزاد وکړل، د مذاکراتو په ټوله پروسه کې یو اړخیز کار وکړ. هغه د طالبانو د ډلې په ګټه او د امریکا د متحدو ایالتونو د نورو چارواکو په تېر باسلو سره مخته ولاړ. د خلیلزاد په وساطت او د ښاغلي ټرمپ په اداره کې نورو چارواکو د افغانستان تېر حکومت اړ کړ چې تر لسو زرو ډېر طالبان خوشې کړي، هغه کسان چې ډېری یې د تروریستي بریدونو په ګډون په مرګوني تاوتریخوالي تورن او په جنګي جرمونو محکوم شوي وو."

حوریي مصدق دا هم ویلي، پرون کله چې د اتریش له پلازمېنې ویانا څخه د لندن هوايي ډګر ته ورسېده، له زلمي خلیلزاد سره مخامخ شوه.

خلیلزاد د ۲۰۱۸م کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۱م کال تر اکټوبر پورې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه کار کړی دی.

له اوږدو خبرو اترو وروسته، د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په ۲۹مه، د خلیلزاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د هغه مهال د مشر ملا عبدالغني برادر تر منځ د "افغانستان د سولې د راوستو تړون" په نوم یو سند لاسلیک شو.

زلمي خلیلزاد څو ځله له ازادي راډیو سره په ځانګړو خبرو کې هم ویلي چې په افغانستان کې د جمهوري نظام د سیاستوالو تر منځ اختلاف د دې لامل شو چې سیاسي هوکړې ته ونه رسېږي او په نتیجه کې طالبان یوځل بیا په افغانستان واکمن شي.

له اوږدو خبرو اترو وروسته، د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په ۲۹مه، د خلیلزاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د هغه مهال د مشر ملا عبدالغني برادر تر منځ د "افغانستان د سولې د راوستو تړون" په نوم یو سند لاسلیک شو.
له اوږدو خبرو اترو وروسته، د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په ۲۹مه، د خلیلزاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د هغه مهال د مشر ملا عبدالغني برادر تر منځ د "افغانستان د سولې د راوستو تړون" په نوم یو سند لاسلیک شو.

تېره چهارشنبه مې لومړۍ نېټه خلیلزاد د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې د تړلو دروازو ترشا په غونډه کې ګډون وکړ او له افغانستانه یې د امریکایي ځواکونو د ایستلو د پلان ملاتړ وکړ.

خلیلزاد په دې مجلس کې دا هم ویلي چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د ۲۰۱۷م میلادي کال د ستراتېژۍ په اعلانولو کې هوکړې ته په رسېدو یا نه رسېدو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر بشپړ وتلو ټینګار کړی وو.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې له طالبانو سره د امریکا د خبرو پر مهال د پخواني حکومت او سیاستوالو له خبرو لیرې ساتل د جمهوري نظام د ړنګېدو پیلامه وه.

په افغانستان کې یو شمېر خلک دا هم وايي، هغه سیاستونه چې زلمي خلیلزاد څه باندې دوه کاله د خپل وروستي ماموریت پر مهال تعقیب کړل، د دې لپاره یې زمینه برابره کړه چې افغانستان له دوو لسیزو وروسته یوځل بیا د طالبانو تر مطلقې واکمنۍ لاندې راشي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG