د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

خبرونه

د افغانستان په ټولو ولاښتونو کې د اورښتونو، تالندې، برښنا او سېلابونو اټکل شوی

په هرات کې په دې وروستیو کې سېلابونو زیانونه اړولي دي.
په هرات کې په دې وروستیو کې سېلابونو زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست وايي چې نن جمعه او سبا شنبه د افغانستان په ټولو ولاښتونو کې د اورښتونو، تالندې، برښنا او سېلابونو اټکل شوی دی.

دغه وزارت په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې پرون لیکلي چې په بېلابېلو ولایتونو کې به د باران اندازه له ۲۰ تر ۵۵ ملي مترو وي.

وړاندې ویل شوي چې په بېلابېلو سیمو کې د سختو بادونو د لګېدو اټکل هم شوی دی.

په وروستیو اوونیو کې د افغانستان ځینې ولایتونه د سختو اورښتونو او سېلابونو بهېدلو شاهدان وو چې خلکو ته یې د سر او مال زیانونه اړولي دي.

د نایجریا له یوه زندانه څه باندې ۱۰۰ بندیان تښتېدلي

ارشیف: د نایجریا د یوه زندان انځور
ارشیف: د نایجریا د یوه زندان انځور

د نایجریا پلازمېنې ابوجا ته نږدې له یوه زندانه د چهارشنبې په شپه څه باندې ۱۰۰ بندیان وتښتېدل.

دوی وروسته له هغې وتښتېدل چې لومړی د زندان د ودانۍ یوه برخه د سختو اورښتونو له کبله ونړېده.

د اسوشېټېد پرېس خبري اژانس د خبر له مخې، د دغه زندان یوه چارواکي پرون پنجشنبه د بندیانو د تېښتې خبر ورکړ.

دا مهال د بندیانو د موندنې لپاره د امنیتي بنسټونو هڅې روانې دي.

د زندان یوه ویاند ادمو دوزا ویلي چې په ټوله کې ۱۱۸ بندیان تښتېدلي وو، خو لس تنه یې بېرته زندان ته ستانه شوي دي.

بریتانیا او متحدانو یې د ایران د بې پیلوټه الوتکو پر صنعت تازه بندیزونه ولګول

د بریتانیا او امریکا بیرغونه
د بریتانیا او امریکا بیرغونه

بریتانیا له خپلو متحدانو سره یوځای پرون د ایران د پوځي بې پیلوټه الوتکو پر صنعت تازه بندیزونه ولګول.

دا بندیزونه، پر اسراییل د ایران د بې پیلوټه الوتکو او میزاییلو د اپرېل د دیارلسمې نېټې د حملې په ځواب کې لګول شوي دي.

د امریکا له متحدو ایالتونو او کاناډا سره په همغږۍ دغه بندیزونه په ایران کې څلور کاروبارونه او د بې پیلوټه الوتکو د شرکتونو د شبکې دوه مشران په نښه کوي.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د دغو تازه بندیزونو هدف د ایران د بې پیلوټه الوتکو د حملو ظرفیت کمول دي.

بریتانیا تېره اوونۍ هم د امریکا له متحدو ایالتونو سره په همغږۍ د ایران پر پوځي اشخاصو او بنسټونو بندیزونه لګولي وو.

د افغانستان اتلانو لیګ درېیم فصل؛ د فوټبال دوې لوبې وشوې

ارشیف: په کابل کې د فوټبال سیالیو یو انځور
ارشیف: په کابل کې د فوټبال سیالیو یو انځور

د افغانستان د اتلانو لیګ د درېیم فصل د فوټبال سیالیو په لړ کې پرون دوې لوبې وشوې.

خدیم اف سي، وتوانېد دوه د صفر په وړاندې د میوند اف سي ټیم ته ماتې ورکړي او بله لوبله د جوانان واحدي او عدالت اف سي ټیمونو ترمنځ درې د درې په وړاندې مساوي شوه.

د افغانستان د اتلانو لیګ د درېیم فصل د فوټبال سیالۍ تېره شنبه د افغانستان د فوټبال په نړیوال سټوډیوم کې پیل شوې.

په دې فصل کې په ټوله کې ۶۶ لوبې کېږي.

طالبانو په خوست کې پنځه کسان په دُرو وهلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د خوست ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د خوست ولایت موقعیت

طالبانو په خوست ولایت کې پرون پنځه کسان د غلا او اخلاقي فساد په تور په عام محضر کې په دُرو ووهل.

د طالبانو سترې محکمې پرون پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له دغو کسانو یو تن د ۳۹ دُرو تر څنګ په پنځو او بل تن هم په همدومره درو وهلو او درېیو کلونو بند محکوم شوی دی.

بل تن هم د ۳۸ دُرو وهلو تر څنګ په څلورو کلونو او دوه نور په ۸ میاشتو او ۳۰ دُرو وهلو محکوم شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کسان د خوست د اسمعیل خېلو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې په عام محضر کې مجازات شوي دي.

طالبانو تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ځینې کسان په بېلابېلو تورونو په عام محضر کې مجازات کړي دي.

د طالبانو دغو اقداماتو د بشري حقونو د بنسټونو عکس العملونه هم پارولي او دوی له طالبانو غوښتي چې دغه ډول مجازات ختم کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېره: افغانان باید وپوهېږي چې یوازې نه دي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره کرن ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره کرن ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره وايي چې په افغانستان کې د بدلون لپاره به له عدالت غوښتنې لاس وانه‌خلي.

کرن ډیکر په افغانستان کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور خپرېدو ته په اشاره په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې پرون لیکلي، افغانان باید وپوهېږي چې یوازې نه دي.

هغې دغه راز لیکلي: "د بشري حقونو مدافعان زما اتلان دي."

د امریکا دغې لوړ رتبه ډیپلوماتې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې په افغانستان کې پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو، د ازادو رسنیو ختمولو، پر سوله‌ییزو اعتراضونو حملو او مذهبي محدودیتونو ته اشاره شوې ده.

کرن ډیکر ویلي چې هره ورځ له دغو محدودیتونو سره خپل مخالفت څرګندوي.

افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کلنی راپور چې تېره دوشنبه خپور شو، ښيي چې په ۲۰۲۳ کال کې په دې هېواد کې بشري حقونه په پراخه کچه نقض شوي او د طالبانو حکومت د افغانانو خپلسرو نیونو، شکنجې، ځورونو، اختطاف، وژنو او ان جبري کډوالۍ ته دوام ورکړی دی.

د روسیې له زندانونو د خبریالانو او سیاسي بندیانو د خوشې کېدو پرېکړه‌لیک تصویب شو

د اروپايي پارلمان د عمومي غونډې انځور
د اروپايي پارلمان د عمومي غونډې انځور

اروپايي پارلمان هغه پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبریالې السو کورماشیف په ګډون د روسیې له زندانونو د ټولو خبریالانو او سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

د دې پرېکړه‌لیک تصویب د اروپايي پارلمان د هغو ګډو اقداماتو یوه برخه ده چې د روسیې د تېرکال انتخابات او د اوکراین هغو سیمو ته چې روسیې په غیرقانوني ډول د خپل قلمرو جز ګرځولي دي، غیر دیموکراتیک بلل شوي.

السو کارماشیف چې د امریکا او روسیې دوه ګونی تابعیت لري په پراګ کې د ازادي راډیو خبریاله وه چې د اکټوبر له ۱۸مې راهیسې د بهرني اجینټ په نوم قانون څخه د سرغړونې په تور نیول شوې ده.

د اروپاي ټولنې پرېکړه‌لیک چې نن په ۴۹۳ موافقو، ۱۱ مخالفو او ۱۸ ممتنع رایو تصویب شو پر مېرمن کورماشیف سربېره د خبریال ایوان ګېرشکوویچ او د دوی د کورنیو د غړو او د ولادیمیر کارامورزا، کسینیا فادییووا او نورو سیاسي بندیانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه هم شوې ده.

اروپايي ټولنې په روسیه کې د بیان او د اتحادیو د آزادیو او همداراز د بشري حقونو پر سرغړونو د نړیوالو د څارنې د پراخېدو غوښتنه هم کړې ده.

د فلسطینیانو د ملکي دفاع یوه ډله: ملګري ملتونه دې په غزه کې ترسره شوي جنایتونه وپلټي

په غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د فلسطینیانو د ملکي دفاع یوې ډلې نن پنجشنبې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د غزې په یوه روغتون کې د هغه څه په اړه دې چې دې ډلې ترسره شوي جنګي جنایتونه بللي، پلټنه وکړي.

دې ډلې ویلي، وروسته له هغې چې اسراییلي سرتېري د روغتون له ودانۍ ووتل، شاوخوا ۴۰۰ جسدونه له ډله‌ییزو قبرونو څخه راایستل شوي دي.

د ملکي دفاعي ځواک په نوم دې ډلې په یوه خبري کنفرانس کې پرته له دې چې کوم شواهد وړاندې کړي وویل، داسې قضیې شته چې په ناصر روغتیایي مرکز کې ځینې ناروغان د جراحۍ پر مهال چې د عملیاتو جامې یې په ځان کې وې، ځای پرځای وژل شوي دي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې وروسته له هغې چې اسرایي ځواکونه د خان یونس له ښاره ووتل، فلسطیني چارواکو وویل چې د غزې د مرکزي برخې په لوی روغتیایي مرکز، ناصر روغتون کې د سلګونو کسانو مړي له ډله‌ییزو قبرونو راایستل شوي دي.

د اسراییل پوځ ویلي، هغه ادعا چې فلسطینیان وایي چې د اسراییلو دفاعي ځواکونو مړي ښخ کړي، بې اساسه او بې بنسټه دي.

ملګري ملتونه: تېر کال په نړۍ کې نژدې ۲۸۲ میلیون وګړي له شدیدې لوږې سره مخامخ وو

ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان

ملګري ملتونه وایي، تېر۲۰۲۳م کال په نړۍ کې نژدې ۲۸۲ میلیون وګړي له شدیدې لوږې سره مخامخ وو.

د خوراکي موادو د بحران په اړه نړیوال راپور کې چې پرون چهارشنبې خپور شوی، ویل شوي چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۵۹ هېوادونو او سیمو کې کې ډېر خلک د خوراکي موادو له زښت کمښت سره مخامخ دي.

د دې راپور له مخې په ۳۹ هېوادونو او سیمو کې له ۳۶ میلیونه زیات کسان د شدیدې لوږې له بېړني حالت سره چې د قحطۍ څلورمې درجې ته یو ګام ورنژدې ده، مخامخ دي.

خوړو ته د اړو کسانو دوه پر درېیمه برخه یې د افغانستان او سودان وګړي یاد شوي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو د اټکل له مخې په روان ۲۰۲۴م کال کې هم ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او ۱۷ میلیونه افغانانو ته د خوراکي موادو په ګډون د اړنیو مرستو رسولو لپاره درې میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

مقاومت جبهه: ایران داعش سره د تړاو په تور زموږ نیولي ۴ غړي بېرته خوشې کړل

له ارشیفه د مقاومت جبهې د یو شمېر جنګیالیو تصویر
له ارشیفه د مقاومت جبهې د یو شمېر جنګیالیو تصویر

د طالبانو ضد د ملي مقاومت په نوم جبهې په ایران کې له توقیفه د خپلو څلورو غړیو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.

دې جبهې پرون چهارشنبې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دوی د ناسم پوهاوي پر اساس نیول شوي وو.

دغه کسان چې نومونه یې نه دي ښودل شوي، د روان کال د وري یا حمل په ۱۷ د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې یا داعش د غړیتوب په تور د ایران په کرج ښارکې پولیسو نیولي وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG