د اروپايي اتحادیې د بهرنیوچارو وزیران نن په بروکسل کې غونډه لري؛ څو په اوکراین کې د مالیزیا د هوايي چلند د الوتکې تر سقوط وروسته؛ پر حالاتو خبرې وکړي.
دوی به همداراز پر روسیې د نویو بندیزونو اعلان وکړي.
اروپايي اتحادیه وايي؛ داسې شواهد زیاتیږي چې، د مالیزیا مسافر وړونکې الوتکه د روسیې پلوي کونکو بیلتون غوښتونکو وسله والو ویشتي ده.
د اروپايي اتحادیې د بهرنیواړیکو مشرې کترین اشټن نن پر روسیه غږ وکړ چې؛ د مالیزیا د مسافر وړونکې الوتکې د سقوط په اړه په تحقیق کې له خپل نفوذه کار واخلي.
اشټن نن په بروکسل کې د غونډې تر پيل مخکې وویل:
"موږ غواړو چې د پيښې ځای ته د ورتګ مناسب امکانات ولرو او د خلکو د وژل شوو عزیزانو او ملګرو جسدونه کور ته ولیږدول شي او په درناوي چلند ورسره وشي. تحقیقات باید وشي. ټول هغه معلومات باید تایید شي چې؛ له مختلفو سرچینو خپریږي."
د مالیزیا د هوايي چلند په الوتکه کې لږترلږه ۲۹۸ کسان ووژل شول.
د ملګرو ملتو امنیت شورا پرون په یوه غږ؛ په ګډه اعلامیه کې د اوکراین په ختیځ کې دا پيښه وغندله.
اعلامیه وايي چې، په سیمه کې وسله وال بیلتون غوښتونکي باید نړیوالو څیړونکو ته اجازه ورکړي چې؛ د پيښې په ځای کې بشپړې؛ خوندي او له محدودیته پرته څيړنې وکړي.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسی مشرې هم نن پر روسیه غږ وکړ چې؛ همکاري وکړي:
"موږ باید د دې پيښې عواقبو ته وګورو او پر روسیه هم ږغ کوو چې؛ خپله ونډه ادا کړي او اطمینان راکړي چې، بیلتون غوښتونکي د پيښې په ځای کې له څيړونکو سره همکاري کوي."
بیلتون غوښتونکو پرون د غورځيدلې الوتکې توره ډبه [Black Box] مالیزیايي چارواکو ته سپارلی؛ خو نړیوال څارونکي یې د پيښې ځای ته نه دي ور پریښي.
بیلتون غوښتونکو همدا راز موافقه کړې چې؛ جسدونه په ریل کې د خارکیف ښار ته ولیږدول شي.
د هالنډ صدراعظم ویل،ي چې د لږترلږه ۲۸۲ مسافرو جسدونه او موندل شوې ټوټې به نن ماخوستن په لس بجې؛ خارکیف ته ورسیږي او له هغه ځایه به امسټرډام ته ولیږدول شي.
د اسټرالیا صدراعظم "توني ابوټ" نن په کانبیرا کې خبریالانو ته وویل چې؛ د پيښې په ځای کې د شواهدو د پټولو یا له منځه وړلو روانې هڅې باید بندې شي:
"د روسیې جمهور رییس پوټین تر اوسه ښې خبرې کړې دي. هغه پرون وویل چې، د دې غمیزې په ځای کې باید د نړیوالو څارونکو د امنیت ټینګولو لپاره هر ډول همکاري وشي. دا په تېرو ۲۴ساعتو کې د مطبوعاتو سره د ولسمشر پوټین خبرې. خو اوس باید عمل پرې وکړي."
د بریتانیې صدراعظم ډيویډ کامرون نن داروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې تر پيل مخکې وویل؛ د مالیزیا د هوايي چلند د الوتکې ویشتل د مسکو لپاره ټاکونکې شیبه وه.
د اروپا د بهرنۍ پالیسي مشرې کترین اشټن ویلي؛ د اروپا د بهرنیو چارو وزیران به د مالیزیا د الوتکې د سقوط په اړه پر ګډعکس العمل خبرې وکړي؛ خو نوي بندیزونه نه اعلانوي.
اروپايي اتحادیه اوسمهال پر روسیه د بندیزونو پر هغه لست کار کوي؛ چې په اصولو کې، د الوتکې تر سقوط مخکې موافقه پرې شوې وه.
د روسیې جمهور رییس ولادیمیر پوټین نن په اوکراین کې د روان بحران په اړه د ملي امنیت له خپلې شورا سره ځانګړې غونډه لري.
د امریکا او پولند ولسمشرانو پرون په ختيځه اروپا کې د دفاعي چارو د پراختیا پر اړتیا ټیلفوني خبرې کړې دي.
نن به په ناټو کې د ختیځې او مرکزي اروپا د نهو هیوادو استازي په وارسا کې غونډه وکړي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون پر روسیه غږ وکړ چې؛ له خپل نفوذه کار واخلي، څو وسله وال بیلتون غوښتونکي نړیوالو څیړونکو ته اجازه ورکړي؛ چې د الوتکې د سقوط په ځای کې څيړنې وکړي.