د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

کري: د حماس او اسرایيل د اوربند لپاره يوڅه پرمختګ شوی


د امريکا د بهرنيوچارو وزيرجان کري ويلي دي چې د اسرایيل او حماس ترمنځ د اوربند هڅې مخ پر وړاندې روانې دي. خو دی وايي چې اوس هم په دې هکله ډېرکار پاته دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د اسرايیل د ولسمشرسره هم ليدل کتل وکړل.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير وايي چې؛ د حماس او اسرایيل ترمنځ د اوربند لپاره يوڅه پرمختګ شوی دی.

کري دا خبرې نن د اسرایيل په مرکز بيت المقدس کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي بان کي مون سره د ليدلو کتلو پرمهال وکړې.

د ملګروملتونو د سرمنشي بان کي مون سره د امريکا د بهرنيو چارو د وزير ليدل کتل د هغه ډپلوماټکو هڅو برخه ده چې د اسرايل او حماس ترمنځ د اوربند لپاره کېږي.

کري د خپل ډپلوماټيکو هڅو د پرمختګ د جزياتو په هکله څه نه دي ويلي.

د جولای د مياشتې له پيله تراوسه د اسرایيل او حماس ترمنځ په نښته کې تر۶۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.

په هم دې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ژنيو کې بيړنۍ غونډه کوي چې د اسراییل او فلسطين ترمنځ پر نښته خبرې وکړي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د دفتر مشرې ناوي پيلي د غونډې پيل وکړ او وې ويل، چې امکان لري اسرایيل په غزه کې په جنګي جرايمو اخته وي.

پيلي د اسرایيلي پوځيانو له خوا په غزه کې د کورونو ورانول او د کوچنيانو وژل وغندل. دې وويل:

″په تېرو ۱۶ ورځو کې په غزه کې ۱۴۷ کوچنيان وژل شوي دي.

د هر بل هېواد د کوچنيانو په څېر دوی حق درلودی چې ژوند وکړي.

د دوی وژنه د اصولو اختلاف ته د احترام او د حملې پرمهال محتاطه اوسېدلو په هکله اندېښنې را پاروي.″

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د اسرایيل د ولسمشر شمعون پريز سره ليدل کتل وکړل.

له دې ليدلو کتلو وروسته ده وويل، چې د حماس له خوا د اسرایيل پر لور د راکټونو حملې او د اسرایيلي پوځيانو له خوا په غزه کې د ملکي وګړو وژنه غندي.

XS
SM
MD
LG