د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

کري: افغان کاندیدان دې د شوې موافقتنامې سره سم پرمخ ولاړ شي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو غوښتي چې د هغې موافقتنامې سره سم پرمخ ولاړشي چې د روانۍ میاشتې په سرکې یې له ده سره په ګډه خبري ورباندې کړي او منلې یې وه.

واشنګټن پست د جان کري د هغې مقالې جزییات خپاره کړې چې د چهارشنبه په ورځ راووتله.

کري په دغه مقاله کې ویلي چې د سیاست دوران نورپای ته رسیدلی دی او د همکاری موقع را رسیدلی او باید وخت له لاسه ورنه کړي.

نوموړي ویلي چې د افغانستان د دواړوکاندیدانو ترمنځ په هغې موافقتنامې کې چې دی یې شاهد دی، پر دې ټینګار شوی چې که هرڅوک ګټونکې وي، پکارده چې په نوي حکومت کې کاري همکاري موجوده وي.

د اوباما د ادارې یوه لوړ پوړي چارواکي په وینا د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري دا مقاله داسې مهال خپره شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو ترمنځ د موافقتنامې د شرایطو په اړه چې لا هم پټ پاته دي، دده په خبره ناسم اطلاعات او ورسره بیلابیلې ګنګوسې ډیري شوي دي.

دغه موافقه د جولای پردولسمه نیټه د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو سره د جان کري د بیړنیو خبرو پر مهال شوې ده.

دا موافقتنامه وروسته له هغه وشوه چې د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون په جون کې د اشرف غني احمدزي د بریالیتوب اعلان وکړ، خو بل کاندید عبداله عبداله د پراخو درغلیو ادعا وکړه.

په دې وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ستونزو د هواري په هدف کابل ته سفر وکړ او له دواړو کاندیدانو سره ترخبرو وروسته یې د ټولو اته میلیونه رایو د بیا شمېرلو او د یوه ملي وحدت حکومت د جوړولو خبره رامنځته شوه.

دغه امریکا مقام چې نه دي غوښتلي د روانو مذاکراتو د حساسیت له کبله یې نوم افشا شي، واشنګټن پست ته ویلي هغه څه چې وروسته پیښ شوه دا دي چې، هر کمپاین او هرمشر خپلو پلویانو ته د بېلابېلو پستونو او دندو وعدې ورکړې.

دی زیاتوي چې د ملي وحدت حکومت په خاطرهرڅوک چې ګټونکې شي دومره واک به ونه لري چې هغومره څوکۍ خپلو پلویانو ته ورکړي چې دی غواړي.

کري د هغو لانجمنو راپورونو په ځواب کې چې وایې ګټونکې ولسمشر به پر نوي صدراعظم ډیر واک ونه لري او یا برعکس، داسې لیکي چې:

″زه په هغه ځای کې وم او تاسو ته ویلای شم چې په دغه یوه صفحه یې پاڼه کې څه شی نه وو.″

دی وایې، په دې موافقتنامې کې د افغانستان د اساسي قانون او د حکومت د مشر په توګه د ولسمشر د رول درناوی راغلی دی.

خو زیاتوي چې د پارلماني سیستم پرجوړیدو څه نه دي ویل شوي. د کري په خبره په موافقتنامې کې د اجرایوي مشرپه توګه د یوه نوي پست پر جوړیدو موافقه وشوه چې دغه کس به د لویې جرګې تر جوړیدو پورې ولسمشرته راپور ورکوي.

په لویه جرګه کې به بیا پردې خبره کېږي چې کوم دایمي بدلونونه د هېواد په ګټه دي.

د تړون له مخې به د افغانستان ولسمشرپه دووکلونو کې لویه جرګه رابولي.

کري زیاتوي دغه موافقتنامه دواړو کاندیدانو ته یوه داسې موقع په لاس ورکوي چې له سیاسي سیالیو ور هاخوا د واقعي سیاست ډګر ته ورننوځي.

دی وایې، هره ډیموکراسي یوه داسې مهم پړاو ته رسیږي چې هلته باید د هېواد ګټي د سیاستوالو ترګټو پورته وګڼل شي. د کري په خبره افغانستان نن په همدغه مهم پړاو کې دی.

واشنګټن پست د دغه امریکایې لوړ پوړی چارواکې له قوله چې نوم یې ندی اخستل شوی وایې، د امریکا اداره له اشرف غني احمدزي او عبداله عبداله څخه غواړي چې هغه سند لاسلیک کړي چې موافقه یې ورباندي کړې وه، اعلان یې کړي او وروسته بیا اړتیا ده چې د موافقتنامې نورو جزییاتو ته ورشي او له خپلو پلویانو سره خبري وکړي چې دا کومه معنا لري او کومه نه لري.

بل خوا د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د چهارشنبه په ورځ د ملګرو ملتونو له خوا پر هغه پروسیجر موافقه وکړه چې د مشکوکو رایو د تفتیش په اړه یې ورکړی وو.

ویل کېږي د مشکوکو رایو شمیرنه او تفتیش چې د کوچني اختر له کبله ځنډول شوې وه د شنبه به ورځ له سره پیل شي. نړیوالو او افغان ځواکونو له ۲۳۰۰۰ رای صندوقونو څخه ۷۵ فیصده یې د هیواد له بیلابیلو سیمو څخه مرکز کابل ته رسولي دي او تمه ده چې دا لړۍ د جمعې په ورځ بشپړه شي.

د نوي ولسمشر د لوړي مراسم هم چې وړاندي د اګست میاشتې ته پلان شوي وه، اوس ترنامعلوم وخت پورې ځنډول شوي.

XS
SM
MD
LG