د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

ډیری رایې ورکونکي: زموږ رایې څه شوې؟


د انتخاباتو د رسمي نتیجې له اعلانیدو پرته اشرف غني احمدزی د افغانستان نوی ولسمشرغوره شو.

یو شمېر افغانان وایي چې؛ په سختو شرایطوکې یي په انتخاباتو کې ګډون وکړ او اوس نه پوهیږي رایې څه شوې.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دواړو کاندیدانو ترمنځ سیاسي توافق ته غاړه کښیوده او د رایې ورکونکو غوښتنې یې چې دې ته سترګې په لاره و، چې پوه شي د خپلې خوښې کاندید یي څومره رایې ګټلي، له پامه وغورځولې.

له یو شمېر نورو سره بیا دغه پوښتنه راپورته شوې چی نوي ولسمشرته منتخب ولسمشر ووایي، که هغه یو داسې ولسمشر وبولي چې د سیاسي جوړ جاړي په نتیجه کې غوره شوی دی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له لانجمنې او اوږدې څیړنې وروسته پرته له دې چې د ولسمشرۍ د دوم دورد انتخاباتو نتیجه اعلان کړي، اشرف غني احمدزی یې ولسمشر اعلان کړ.

د انتخاباتو په ورځ له امنیتي ستونزو او ګواښونو سره سره په میلیونونه افغانان

د رایې مرکزونو ته ولاړل ترڅو په یوه ډموکراتیکه پروسه کې په خپل ګډون سره د افغانستان راتلونکی ولسمشر وټاکي.

اوس ډير رایې ورکونکي دا پوښتنه کوي چې رایې یې څه شوې.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو غني او عبدالله ترمنځ د ملي یووالي د حکومت په اړه یوې موافقې او په دې اړه جوړجاړي ته په کتو د انتخاباتو دقیقه شمېره اعلان نه کړه چې؛ اول او دوهم کاندید څومره رایې ګټلی دي او دغه مساله یې ګنګه پریښوده.

اجمل عظیم چې؛ په کابل کې کتابونه پلوري رویټرز اژانس ته ویلي، که څه هم ده په دوهم ځلي انتخاباتو کې ګډون نه وکړي خو د هغو لپاره چې خپلې رایې یې کارولې وې، ډیر خفه دی.

دی وایي، د دوی رایې په یوه توره کنده کې وغورځول شوې. عظیم وایي، په راتلونکې به نه دی په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي او نه به هم خپلې کورنۍ دې کارته پریږدي.

یو شمېر نوربیا سره له دې چې د ملي یووالی د حکومت کمزوري مني، یوڅه خوشبین دي.

رفیع الله فیضي چې په کابل کې یوه هټۍ لري، وایي، موږ ډیر شکایتونو کول چې د انتخاباتو بهیر له اندازې زیات اوږد شوی او ډيرې ستونزې یې راپورته کړي نو پکار ده چې اوس دغه اقدام مثبت وبولو. دی وایي، موږ باید دغه اعلان ومنو او د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره دعا وکړو.

وروسته له هغې چې اشرف غني د ولسمشرۍ د دوهم دور انتخاباتو په لومړنۍ نتیجه کې د خپل رقیب عبدالله عبدالله په نسبت ډیرې رایې وګټلې، عبدالله په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو ادعاوې وکړې چې په دې هېواد کې یې د ډموکراسۍ بهیرله بحران سره مخامخ کړ.

د امریکا متحدو ایالتونو د دغه بحران د ختمولو لپاره مداخله وکړه، په سلګونو نړېوال څارونکي کابل ته لاړل او ملګروملتونو هم ټولې رایې له سره تفتیش او وڅیړلې.

د رویترز په وینا که د دغې څیړنې هدف دا و، چې د انتخاباتو شفافیت تضمین شي، دا هدف ترلاسه نه شو. غني وروسته له هغې بریالی اعلان شو چې له خپل رقیب عبدالله سره یې د ملي یووالي د حکومت د جوړولو لپاره موافقت نامه لاسلیک کړه او دا یې هم ومنله چې د رایو نتیجه دې پټه پاتې شي.

د تفتیش د بهیر له پیله ډیروکسانو په دې اړه شک ښودلی و چې د انتخاباتو په بهیر کې ډیرې نیمګړتیاوې وي او دا به ډیره ګرانه وي چې دا ډاډحاصل شي چې دقیقا څومره رایې تقلبي وې.

رویترز اژانس لیکي، که څه هم د انتخاباتو نتیجه چې شاوخوا ۱۳۰ میلیون ډالره پرې لګښت راغلی، پټه ساتل شوې، خو دوه سندونه یی ترلاسه کړي چې د تفتیش شویو رایو نتیجه ښیي.

یو سند یوه پخواني دولتي چارواکي او بل هم د انتخاباتو د کمیسون یوه غړي دې اژانس ته سپارلي دي.

د دغو سندونو له مخې د رایو په وروستۍ نتیجه کې ۷،۱ ملیون رایې تصدیق شوې رایې دي او نژدې یو میلیون رایې یا باطل شوي او یاهم د څیړنې لپاره ترکابله پورې ندي انتقال شوي.

د انتخاباتو د دواړو ټیمونوله خوا د دغه شمیررایو تصدیق شوی خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د وروستۍ نتیجې په اړه له خبرو کولو ډډه کړې او ویلي یې دي چې تفتیش په دې کې پاتې راغی چې ټولې تقلبي رایې په نښه کړي.

د دواړو سندونو له مخې اشرف غني په سلوکې ۵۵،۲۷ او عبدالله عبدالله په سلوکې ۴۴،۷۳ رایې ګټلي دي.

د رویترز اژانس د راپورله مخې د غني ټیم د دواړو سندونو اصلیت تایید کړی خو د عبدالله ټیم دغه شمیره تصدیق کړې خو د انتخاباتو د نتیجې خپریدل یې په کلکه غندلي دي.

د عبدالله د ټیم یوه غړي فضل الرحمن اوریا وویل، دا د انتخاباتو د کمیسیون له کړې ژمنې څخه سرغړونه ده.

یوشمیرلویدیځ چارواکوهم لکه د افغانانو په څیرپه دې اړه خوشبیني او بدبیني څرګنده کړې ده.

یوه لوړپوړي لویدیځ ډیپلوماټ په یوې غونډه کې وویل، راځی چې دغه پرمختګ د یوه داسي ولسمشرلپاره ولمانځو چې د یوې ډموکراتیکې پروسې په نتیجه کې غوره شوی نه د یوه ډموکراتیک منتخب ولسمشرلپاره.

XS
SM
MD
LG