د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

د کرکټ په ځينو تخنيکي د رسنيو رول


په ننګرهار کې د کرکټ بورډ ادارې له خوا خبریالانو ته یو ورځينی ورکشاپ ترسره شو.دغه ورکشاپ د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار د ښاورالۍ په تالارکې د کرکټ بورډ د مرکزي ادارې مسولینو او کرکټ پوهانو له خوا ترسره شو، چې په کې د ختیځو ولایتونو یو شمېر خبریالانو برخه اخیستې وه.

د افغانستان د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسول فرید هوتک وویل، چې په دې ورکشاپ کې خبریالانو ته د کرکټ په بیلابيلو برخو رڼا واچول شوه، چې دا به د رپوټ جوړونې په برخه کې خبریالانو سره مرسته وکړي:

"دغه ورکشاپ د کرکټ په ځينو تخنيکي برخو کې و. د رسنيو رول و د کرکټ په وده کې او د دوی لپاره مو د کرکټ هغه نړيوال اصول تشريح کړل چې د يوې رسنۍ يو خبريال څنګه کولی شي چې خپل خبر جوړ کړي او لوبغالي ته داخل شي."

د افغانستان د کورني کرکټ مسول نظیم جارعبدالرحیمزی ازادۍ راډيوته وویل، چې د کرکټ په پرمختګ کې د رسنیو رول جوت دی.

د نوموړي په خبره که چیرې یو خبریال د کرکټ په اصولو خبر ووسي کولای شي د کرکټ پرمختګ لپاره کار وکړي:

"په دې کې شک نه شته چې کورني کرکټ په تيرو دوه درې کلونو ډير پرمختګ کړی او د رسنيو په کې رغنده رول دی.

ډيرو ځايونو کې به زه دا ووايم چې؛ رسنيو موږ دې ته اړ کړي يو چې ځينو يو نيم لوبغاړوته په کې خاصه پاملرنه وکړو."

د دې ورکشاپ ګډونوال او په ختیځه سیمه کې د پژواک خبري اژانس مسول محبوب شاه محبوب وویل، چې دغه ورکشاپ ورته ګټور تمام شوی.

دی وايي، په دې ورکشاپ کې يې ډير داسې څه زده کړل، چې د رپوټونو د جوړونې په برخه کې ترې ګټه واخلي:

"دا ورکشاپ زموږ لپاره ډير ګټور و، ګټه يې په دې کې وه چې په ځينو اصولو په ځينو اصطلاحاتو که څه هم موږ پخوا پوهيدو، خو دومره اګاهي مو نه لرله لکه څومره چې په کار وه.

دغه ورکشاپ د ټولو ژورنالستانو لپاره ډير ګټور و. وروسته له دې چې کله موږ د کرکټ خبرونه کارو کاوو، هغه سپارښتنې هغه مسلکي موضوعات چې بايد پام ورته وشي، د دې وروسته به موږ ورته پام کوو."

د کتوونکو په اند کرکټ بورډ په هېواد کې یوازینی اداره ده،چې په ډير کم وخت کې يې زیات پرمختګوونه کړي او اوس په نړۍ کې یولسم مقام يې هم خپل کړی دی.

دوی وايي، په دې وروستیو کې د کورني کرکټ په برخه کې ځيني پرمختګونه رامنځته شوي او که چیرې د کورني کرکټ لوبې همداسې دوام وکړي له یوې خوا د کرکټ بورډ لپاره به یوه عایداتي سرچينه وګرځي او له بلې خوا به نوي استعدادونه پیدا او ملي لوبډلې ته لاره پيدا کړي.

ننګرهارـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG