د اوکراین ولسمشر وایي، هیواد به یې سږژمی له روسیې څخه ګاز ترلاسه کړي.
پټروپروشینکو د شنبې په ورځ د اوکراین له یوه ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې؛ روسیه او اوکراین به اوس یواځې د دغو ګازو د بیې په اړه موافقه کوي.
هغه وویل، دواړو لورو موافقه وکړه چې؛ اوکراین به د هرو زرو مترمکعب ګازو لپاره چې روسیې د مارچ تر یودېرشمې پورې دغه هېواد ته ورکړي؛ ۳۸۵ ډالره ورکوي.
پروشینکو چې د اوکتوبر په اولسمه یې د ایتالیا په میلان کې درې ځلې د روسیې له ولسمشر ولادمیرپوټین سره کتلي؛ وویل، کیف د هرو زرو مترمکعب ګازو لپاره چې اوکراین په می او جون میاشتو کې مصرف کړي؛ د ۳۲۵ ډالر او په ژمي کې د ۳۸۵ ډالرو ورکولو وړاندیز کړی دی.
هغه وویل، روسیه ټینګار کوي چې، د ټول کال لپاره دې د هروزر مترمکعب ګازو لپاره ۳۸۵ ډالره ورکول شي.
پروشنیکو له پوټین سره له خبرو وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل:
"د ګازو د موضوع په اړه موږ هیڅ یوې مشخصې نتیجې ته نه یو رسیدلي؛ خو هیله من یو چې، د اوکتوبرله یویشتمې مخکې چې په بروکسل کې د اوکراین روسیې او د اروپایي کمیسیون استازي غونډه کوي؛ د انرژۍ مسالې ته د حل لاره پیداکړو.
زه کولای شم ووایم چې، په دې برخه کې مو مشخص پرمختګونه کړي؛ خو ځینې جزیات پاتې دي؛ چې باید خبرې پرې وشي."
د اوکراین حکومت سخت ترفشارلاندی دی چې؛ د ګازو د لګښت له پلوه د روسیې ګازپروم شرکت ته د ملیارډونو ډالرو پور ورکړي.
د اوکراین ولسمشر وویل، یوعلت چې د اوکراین د نفت و ګاز دولتي شرکت خپل پور نه شي ورکولی؛ دا دی چې، د اوکراین د ختیځو ډونیڅک او لوهانسک سیمو اوسیدونکي د ګازو د لګښت پوروړلي دي. دا سیمې له څو میاشتو راهیسې د روسي پلوو بیلتونپالو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د جګړو ډګرو.
د اوکراین ولسمشر وویل، کیف به د پیسو د نړیوال وجهي صندوق د مرستو په ګډون له مختلفو لارو روسیې ته د ګازو پور پرې کړي؛ ترڅو اوکراین ته د ګازو لیږد بیرته پیل کړي.
روسیه چې د اروپایي اتحادیې د اړتیا وړ یو پردرېمه ګاز تامینوي؛ د دغو ګازو نیمایي برخه یې د اوکراین له لارې لیږدول کیږي.
په تیرو ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو کې د ګازو پرچاوي د ګازو بیې لوړې کړې وې.