د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

د کونړ د عالمانو شورا: د افغان ځواکونو خلاف جګړه جواز نه لري


د کونړ قومي مشران او دیني عالمان وايي؛ له دې ولایت څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خوښ دي. نور په یاد ولایت کې د جګړي کولو هر ډول دعوي بې ځایه دي؛ نو وسله والو مخالفینو ته په کار ده چې پر افغان ځواکونو له بریدونو ډډه وکړي.

د علماو شورا رییس مولو عبدالرحمن وویل؛ اوس چې له کونړ څخه بهرني سرتیري وتلي؛ ټول نظامي او ملکي واک افغانانو ته سپارل شوي؛ په افغان ځواکونو کې د قرانکریم حافظان او دیني عالمان وجود لري؛ په نظامي پوستو او اډو کې پنځه وخته لمونځونه په جمع ادا کیږي. نو په همدې اساس د افغانانو پر ضد ډز او جګړه کول هیڅ ډول جواز نه لري:

"اوس چې یو مسلمان وژنئ په کوم اساس یې وژنئ او اختطاف کوئ یې؛ اوس خو دې دا بهانه هم ورکه شوه چې امریکایان دي؛ هغوی خو هم لاړل او له کونړ نه ووتل؛ نو اوس موږ اوتاسې په کار دی چې له دې ورونو سره کینو سوله راوړو او کونړ چې څنګه د جهاد دروازه ده؛ همداسې یې د سولې دروازه وګرځوو."

قومي مشر حاجي عبدالقیوم وویل؛ په کونړ کې هیڅ بهرنی سرتیری وجود نه لري نو له دې سره د جګړې کولو بهاني هم له منځه تللي او دا د هر افغان دنده ده چې د خپل وطن ابادۍ او دلته سولې راوستلو لپاره کار وکړي:

"ټول افغانان دي که هغه عسکر دی افغان دی؛ که صاحب منصب دی افغان دی او که والي دی هم افغان دی او د دې ملک بچی دی او د دې ملک سرپرستي هم موږ ته راپه غاړه او دا به په صداقت سره کوو."

کونړ والي شجاع الملک جلاله په وسله والو طالبانو غږ وکړ چې جنګ د ستونزو د هواري لاره نه ده بلکې جګړي او وژنې نورې ستونزې هم زیږوي؛ نو په کار ده چې د جګړی پر ځای د سولې لاره خپله کړئ:

"خارجیان لاړل، نو وروره راځئ دا وطن ابادو او په دې کې سوله راوړو؛ ترڅو پورې به په دې بدبختۍ کې راګیر یو؛ که اردو یې ملي ده هم افغانان دی؛ یو د ارزګان دی، بل د مزار دی او بل د قندهار.

په بوجۍ کې ورته غوښي اچولې وي او وژلې یې وي؛ نو اوس داکوم اسلام دی او دا کوم جهاد دی؟"

په تیرو شاوخوا دولسو کالو کې په کونړ کې د امریکايي ځواکونو دیارلس واړه او غټ نظامي مرکزونه موجود وو؛ په یاده موده کې نړېوالو ځواکونو سره ګڼې نښتي شوي؛ د سرک غاړي په لسګونو ماینونه پرې چول شوي؛ چې په کې د بهرنیو سرتیرو او وسله والو طالبانو ترڅنګ ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتي.

خو بهرنیو ځواکونو د خپل جوړ کړي پلان سره سم لومړی خپل سرتیري له لرې پرتو درو او ولسوالیو راوویستل او دوه ورځې وړاندې د اسداباد اړوند د توپچي اخري نظامي مرکز هم افغان ځواکونو ته وسپاره او کونړ په بشپړ ډول له بهرنیو ځواکونو خالي شو.

XS
SM
MD
LG