د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

د څرخي پله یو شمېر زندانیانو له یوې اونۍ راهیسې اعتصاب پیل کړی


د څرخي پله په زندان کې لسګونو بندیانو له یوې اونۍ راهیسې د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب کړی.

یو شمېربندیانو د چهارشنبې په ورځ پر ټیلیفون ازادۍ راډیو ته وویل چې دوی په زندان کې د ناوړه وضعیت او د دوی د حقوقو د نه رعایتولو له امله اعتصاب کړی.

د افغانستان د محابسو او توقیف ځایونو ریاست هم د دغو زندانیانو ستونزې تاییدوي خو وایې چې د هوارولو لپاره یې هڅې چټکې شوي.

له بندیانو سره ناسم چلند، د هغوی حقوقو ته نه پاملرنه، روغتیایې ستونزې او د بندیانو په اړه د ولسمشر د فرمانونو سم نه عملي کیدل هغه ستونزې دي چې د څرخي پله په زندان کې یې بندیان یو ځل بیا غذایې اعتصاب ته اړ کړي دي.

د څرخي پله د زندان یو شمېربندیان چې وایې، سیاسي زندانیان دي د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې سلګونو بندیانو له څو ورځو راهیسې د نه خوړلو اعتصاب کړی.

دا بندیان شکایت کوي چې دوسيې یې په وخت نه څيړل کیږي او د بندیانو په هکله د ولسمشر فرمانونه هم سم نه دي شوي:

″زما نوم عبدالرحمان دی، اته کاله کیږي چې دلته بندي یم، د مخدره موادو په جرم یې راوستلی یم، اوس زما قید پوره دی، خو تر اوسه په زندان کې یم، تقریبآ شپارس سوو کسانو خپلې خولې ګنډلي دي.″

یو بل زندانی هم ورته شکایت لري او وایې چې د بندیانو د خوشې کولو پروړاندې ډیرې پیسې غوښتل کیږي:

″کله چې قید پوره شي ترڅو چې ډالر ورنه کړې، سړی نه خوشې کوي، که چیرې زموږ ستونزو ته پام ونشي نو خپل اعتصاب ته به دوام ورکړو.″

دغواعتصاب کوونکو وویل، که د دوې ستونزو ته پام ونشي نو خپل غذایی اعتصاب ته به دوام ورکړي.

څه موده مخکې په هرات، جوزجان، غزني او ځینو نورو ولایتونو کې هم بندیانوپه ورته توګه غذایې اعتصاب کړی و او ویل یې چې مسوول چارواکي د دوي ستونزو ته سمه رسیدګي نه کوي.

په څرخي پله زندان کې هم تردې وړاندې د بندیانو او د زندان د ساتونکو ترمنځ څو ځلي اخ او ډب شوی او په ځینو مواردو کې یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د افغانستان د محابسو او توقیف ځایونو عمومي رییس عبدالعلیم کوهستاني ازادي راډيو سره په خبرو کې د څرخي پله د زندانیانو ستونزې ومنلي خو ټينګار يې وکړ چې د حل لپاره به یې جدي اقدامات وشي.

خوده څرګنده کړه چې په څرخي پله زندان کې بندیانو خپل اعتصاب پای ته رسولی دی:

″د فرمانونو تطبیق د یوه ګډ کمیسیون له خوا پرمخ وړل کیږي او د هغه ستونزه دا ده چې کاري ټيم يې کم دی او د زندانیانو د دوسیو په تطبیق کې یو څه ځڼد رامنځ ته کیږي، واقعآ د دغو زندانیانو ستونزې منم، خو هره ورځ موږ د محابسو له مسوولینو سره خبرې کوو او څه چې د محبوسینو حقونه دي ورته رسیده ګې کیږي،اوس مهال د زندانیانو اعتصاب هم پای ته رسیدلی دی.″

د کورنیو چارو وزارت د محابسو او توقیف ځایونو مسوولان وایې چې دا مهال نژدې اته زره زندانیان د څرخي پله په زندان کې موجود دي چې ښځې او بهرني اتباع هم په کې شامل دي.

ولسمشراشرف غني احمدزي د خپل کارد په لومړیو کې د څرخي پله زندان ته ورغی او له بندیانو سره یې د هغوی د ستونزو په هکله له نږدې خبرې وکړې.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG