د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

ولسي جرګې له ولسمشره د یوه لیک په واسطه وغوښتل چې امنیتي وضعیت ته پام وکړي


د افغانستان ولسي جرګې په هېواد کې په وروستیو ناامنیو بیا اندېښنه وښوده او له ولسمشره یې د یوه لیک په واسطه وغوښتل چې امنیتي وضعیت ته جدي پام وکړي.

د دې جرګې غړو د چهارشنبې ورځې په عمومي غونډه کې له امنیتي پلوه د افغانستان په ځینو سیمو کې وضعیت ډیر جدي وباله.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله والو مخالفانو د حملو مخه نیول شوې او په دې برخه کې هلې ځلې نورې هم دوام لري.

د افغانستان په ځینو سیمو کې د وسله والو مخالفانو پرله پسې حملو او د ناامنیو ډیریدل ولسي جرګه دې ته وهڅوله چې له ولسمشر غني نه د یوه لیک له لارې غوښتنه وکړي چې د دې هېواد امنیت ته جدي پام وکړي.

د ولسي جرګې غړو د چهارشنبې په ورځ د دې جرګې په عمومي غونډه کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ناامنیو په اړه بحثونه وکړل او ویې ویل چې امنیتي وضعیت ډیر جدي او د اندیښنې وړ دی.

د ولسي جرګې مرستیال صدیق احمد عثماني چې د دې جرګې مشري یې کوله وویل، امنیتي ګواښونو افغانستان له جدي ستونزو سره مخامخ کړی:

″په ځانګړي توګه پر ولسمشر غږ کوم چې لطفآ دې پام وکړي امنیتي خطرونه افغانستان ګواښي، ما دا ځل ولسمشر ته د ټول هېواد امنیتي وضعیت په دې اړه یو لیک لیکلي، هغه دې مهرباني وکړي پام دې ورته وکړي او په افغانستان کې د دې د امنیتي ستونزې اساسه چاره وکړي.″

د ولسي جرګې غړي وایي، که حکومت د ناامنیو مخه ونه نیسي، نو ممکن حالت تردې هم خراب او له کنټروله ووځي.

په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو په کابل، بدخشان، هلمند، هرات او یو شمېرنورو ولایتونو کې حملې زیاتې کړې چې پر ملي شورا سربیره عامو خلکو ته یې هم جدي اندیښنې پارولي دي.

اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ویلي چې د تېرې سیپټمبرمیاشتې له ۲۹ نېټې راهیسې له کله نه چې اشرف غني احمدزي واک ترلاسه کړی، یوازې په کابل کې لس امنیتي پېښې شوي چې ۲۷ کسان په کې وژل شوي دي.

که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه د ولسي جرګې د نوې غوښتنې په دې اړه څه نه دي ویلي خو ولسمشرمخکې ویلي وو، چې حکومت پر یوې امنیتي طرحې کار کوي.

افغان چارواکو د دې نوې امنیتي طرحې د جزییاتو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

په عین حال کې د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د وسله والو مخالفانو د حملو مخه نیولې او هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د دې وزارت ویاند ظاهرعظیمي ازادۍ راډیو ته وویل چې افغان ځواکونه ډیر پیاوړي دي او کولای شي د وسله والو طالبانو د فعالیتونو مخه ونیسي:

″ترهغه ځایه چې موږ پلټنه کړې، د تېرو څو میاشتو په پرتله د جګړې زور کم شوی، خو طبیعي ده چې حالات د جنګ دي کله جګړه زیاته او لکه هم کمه شي ملي اردو په پام کې لري چې ژمني تصفیوي عملیات پیل کړي چې دا عملیات به په نږدې راتلونکې کې به ترسره شي.″

په همدې حال کې څیړونکې وایي چې افغان حکومت په تیره امنیتي ارګانونه باید د وسله والو مخالفانو د حملو د بندولو لپاره اساسي پلانونه طرح او عملي کړي.

دوی ټینګار کوي چې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره نړېواله ټولنه په تیره امریکا او ناټو باید افغان ځواکونه ښه سمبال او افغان هوایي ځواکونه لکه څنګه چې لازمه ده پیاوړي کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG