د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

کاظمي: د نشه يي توکو په اړه د سیګار وروستی راپور ردوو


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې معینیت د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د څار ځانګړې ادارې سیګار وروستی رپوټ رد کړ.

سیګار ویلي چې له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د افغان پولیسو په تشکېل ډېره بودیجه لګیدلې خو ولایتي څانګې ترې نه دي برخمنې شوي.

په عین حال کې له مخدره موادو سره د مبارزې افغان وزارت وايي، د همدې مسالې څیړلو ته به راتلونکې اوونۍ له هغو ادارو سره چې په دې برخو کې کار کوي یوه ګډه غونډه ولري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې معینیت ټینګارکوي چې په تېرولسوکلونو کې یې له معاشونو پرته نورې هیڅ ډول پیسې له مخدره موادو سره د مبارزې په نوم نه دي ترلاسه کړي.

یاد معینیت دا خبرې وروسته له هغه کوي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د څارځانګړې ادارې سیګار ویلي له مخدره موادو سره د مبارزې د پولیسو په تشکېل ډېرې پيسې لګیدلي خو ولایتي څانګې ترې نه دي برخمنې شوي.

له مخدره موادو سره د مبارزې معینیت ویاند سیدمهدي کاظمي د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، په تېره یوه لسیزه کې له مخدره موادو سره د مبارزې د پولیسو ټولو څانګو ته یو شان توجه شوې ده:

″د نغدو پیسو په نوم چې موږ یې ولایتونو ته ولیږو یا زموږ ولایتي چارواکو له بهرنیو پوځیانو یا هم افغان دولت نه اخیستي داسې څه نشته.

د سیګار په نوم اداره چې کله یو رپوټ خپروي ښه ده چې ټول جزییات یې وړاندې کړي، زه فکر نه کوم چې دا مساله له مخدره موادو سره د مبارزې معینیت لپاره د بحث وړ وي، دا رپوټ په بشپړه توګه زموږ له خوا رد ده.″

له مخدره موادو سره د مبارزې معینیت په ۱۳۸۳ کال کې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د کوکنارو د کرکېلې د له منځه وړلو او د مخدره موادو د قاچاق وړونکو د نیولو په هدف رامنځته شو.

د دغه معینیت د معلوماتو له مخې په روان کال کې له ټول افغانستان نه د مخدره موادو یو زر او درې سوه قاچاق وړونکې او ډېره اندازه مخدر مواد نیول شوي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د څار ځانګړې ادارې په دغه رپوټ کې له مخدره موادو سره د مبارزې د پولیسو په تشکېل باندې د لګیدلې بودیجې دقیق ارقام نه دي وړاندې شوي.

له بلې خوا له مخدره موادو سره د مبارزې افغان وزارت وايي د سیګار ادارې د دغه رپوټ په اړه به راتلونکې اوونۍ له اړوندو ادارو سره ګډه ناسته جوړه کړي.

ددغه وزارت مرستیال محمدابراهیم ازهر د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل تر څو چې له مخدره موادو سره د مبارزې پولیس خپلواکه نه شي، ددې ادارې هڅې به د پام وړ نه وي:

″د سیګار ادارې چې کوم رپوټ خپور کړی ددې له کبله له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت پریکړه وکړه کوم کاري شریکان چې دلته دي او کومې موازې اوممثلې ادارې چې دلته له نشته يي موادو سره د مبارزې په برخه کې کار کوي دغه وزارت ته راشي. دوی دې هغه مصارف چې په تېرو دیارلسو کلونو کې یې له مخدره موادو سره د مبارزې په سر کړي اسنادونه یې له ځانه سره راوړي.″

ښاغلی ازهر وايي، سږکال د سیاسي ستونزو له امله شاوخوا دوه سوه او پنځه ویشت زره هکتار ځمکه کې کوکنار کرل شوي چې پنځه زره او پنځه سوه ټنه مخدره مواد ترې تولید شوي دي.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت وايي هر کال نړیواله مافیا اویا میلیارده ډالره د افغانستان له مخدره موادو تر لاسه کوي.

دا وزارت وايي تر هغو چې له مخدره موادو سره د مبارزې ظرفیت لوړ نه شي او سمیه ییزې هڅې نه وي موجودې افغانستان به د کوکنارو له کرکېلو او د مخدره موادو له تولید په امان نه وي پاتې.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG