د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۵

"د سولې د ټينګښت لپاره یوې منسجمې ملي نقشې ته اړتیا لرو"


ولسمشر اشرف غني وايي، سوله د افغانستان د خلکو تر ټولو مهم ضرورت دی او لپاره یې د ټولو خلکو په مشوره یوې منسجمې نقشې ته اړتیا ده.

له ارګ څخه یوه خپره شوې خبر پاڼه وايي چې ولسمشر غني دا خبره د جهادي مشرانو او سیاسي شخصیتونو سره په یوه مشورتي غونډه کې کړې ده.

د ارګ په خبر پاڼه کې د سولې د دې طرحې په اړه چې ولسمشر یې د سولې منسجمه نقشه بولې جزییات نه دي ورکړل شوي.

د سیاسي او پوځي چارو څیړونکی ولي اریا وايي؛ د سولې هر ډول منسجمه نقشه کې باید څلور اړخونه په پام کې ونیول شي.

نوموړې له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا څلور اړخونه داسې بیان کړل:

”یو نړیوال اړخ دی، یعنې په افغانستان کې د لویو قدرتونو د رقابت مساله ده. دویم یې سیمه ییز اړخ دی چې په دې اړخ کې د افغانستان د ګاونډیو په ځانګړې توګه د هندوستان او پاکستان د سیالۍ مساله مهمه ده.

درېیم یې هم قومي اړخ او بل یې هم له دین او مذهب څخه افراطي تعبیر او د مذهبي سخت دریځۍ رول دی چې په تیرو دیرشو کلونو کې د بیلابیلو قدرتونو له خوا د وسیلې په توګه کارول شوی.“

ولسمشر غني د سولې لپاره د یوې منسجمې نقشې خبره په داسې حال کې کوي چې دا مهال د سولې شورا د سولې په برخه کې کار کوي. د سولې عالي شورا چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا د حکومت د مخالفو وسله والو سره د سولې د خبرو اترو د زمینې د برابرولو په هدف جوړه شوې یو شمیرکسان یې له کارونو خوښ نه دي.

دوی وايي، دې شورا کلونه کار وکړ، خو تر اوسه د سولې په برخه کې کومه څرګنده لاس ته راوړنه نه لري.

ښاغلي اریا وايي، که چیرې د سولې عالي شورا په همدې بڼه خپل کار ته دوام ورکړي؛ لاس ته راوړنې به ونه لري.

د نوموړې په وینا، که چیرې ولسمشر غني غواړي سولې ته د رسیدو لپاره له همدې شورا څخه کار واخلي باید بیا نو همدا په دې برخه کې یوازینۍ سرچینه واوسي او هغه موازي بنسټونه دې له منځه یوړل شي چې د ابهام سبب کیږي.

ولسمشر غني سوله ټینګول د خپل حکومت مهم لومړیتوب بولي او واک ته تر رسیدو وروسته؛ سعودي عربستان، چین او پاکستان ته د سفرونو په ترڅ کې یې د دې هیوادونو له چارواکو سره خبرو کې په افغانستان کې د سولې ټینګښت د بحثونو د سر موضوع وه.

ویل کیږي چې دا درې واړه هیوادونه د افغانستان په سوله کې مهم رول لوبولی شي.

د ارګ خبر پاڼه وايي چې په دې مشورتي غونډه کې ولسمشر جهادي مشرانو او نورو سیاسي شخصیتونو ته د خپلو وروستیو سفرونو حال ورکړ او همداراز یې ورته د راتلونکو سفرونو؛ د سارک د مشرانو په غونډه او د لندن په کنفرانس کې د ګډون په اړه معلومات ورکړل.

ټاکل شوې ده چې د سارک د غړیو هیوادونو د مشرانو غونډه په همدې اونۍ کې د نیپال په پایتخت کټمندو کې جوړه شي.

XS
SM
MD
LG