د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

ولسي جرګې له امریکا او ناټو سره امنیتي او دفاعي سندونه تصویب کړل


له امریکا او ناټو سره د افغانستان امنیتي او دفاعي سندونه د ولسي جرګې له خوا د رایو په غوڅ اکثریت سره تصویب شول.

په داسې حال کې چې څه باندې یوه میاشت وروسته په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو جګړه ییز ماموریت پای ته رسیږي؛ ولسي جرګې له امریکا او ناټو سره د امنیتي او دفاعي همکاریو سندونه تصویب کړل.

د ولسي جرګې اکثره غړي دغه سندونه د افغانستان په ګټه بولي او وايي؛ د هېواداوسني امنیتي او اقتصادي وضیعت ته په کتو افغانستان اړ دی چې له پیاوړو هېوادونو سره امنیتي او دفاعي تړون ولري.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د دې سند تصویبېدل اعلان کړل او د جرګې له ۱۵۷ حاضرو غړو نه یوازې پنځو کسانو د دې سند په مخالفت کې سره کارتونه پورته کړل.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون غړې شکریه بارکزۍ دغه تړون د افغانستان لپاره یو ضرورت بولي او وایي، حکومت کولای شي، له دې لارې په امنیتي برخه کې اوږد مهالې مرستې ترلاسه کړي:

"دغه تړون د افغانستان د حکومت لپاره یو انتخاب نه بلکې یو ضرورت و؛ د همدې ضرورت له مخې د افغانستان امنیتي سکتور کولای شي؛ په اوږد مهال کې مرستې ترلاسه کړي او د دغه سند په مرسته به افغانستان د نړیوالې ټولنې پرمختیايي مرستې هم له ځان سره وساتي."

اغلې بارکزۍ د افغانستان له حکومت نه وغوښتل چې د دې سندونو د ټولو مادو په بشپړه توګه عملي کېدو ته پوره پاملرنه وکړي.

له امریکا متحده ایالتونو او ناټو سره دفاعي او امنیتي سندونه د افغان ولسمشر د ملي امنیت شورا د سلاکار حنیف اتمر او په کابل کې د امریکا سفر جیمز کننګهم او د ناټو د استازيله خوا د روان میلادي کال د سپټمبر په ۳۱ مه لاسلیک شول.

له امریکا سره د لاسلیک شوي امنیتي سند له مخې؛ له ۲۰۱۴ کال وروسته به د دې هیواد ۹۸۰۰ عسکر په افغانستان کې پاته کیږي.

له ناټو سره په لاسلیک شوي سند کې راغلي چې دغه ځواکونه به د ۲۰۱۵ کال په سر کې په افغانستان کې د افغان ځواکونو د ملاتړ او روزنې لپاره نوی ماموریت پیلوي او افغان ځواکونو ته به سلا مشورې ورکوي.

د امنیتي او دفاعي سندونو تصویب د ولسي جرګې د ګوتو په شمار غړو له مخالفت سره هم مخ شول.

د دې جرګې غړي عبدالستار خواصي وویل چې له امریکا او ناټو سره امنیتي او دفاعي سندونه په ۲۲ مواردو کې د افغانستان په زیان دی او وايي؛ دغه تړون د امریکا د ګټو لپاره جوړ شوی:

"دواړه سندونو چې ما ډیر دقیق کتلي؛ دوویشت مورده په کې د اسلام او افغانستان او د افغانستان د مځکنۍ بشپړتیا او د اتباع د حقوقو خلاف دي؛ دلته یواځې او یواځې د امریکا ګټې په کې په نظر کې نیول شوي؛ هیڅ کله هم د افغانانو ملي او معنوي ګټو ته په کې پام نه دی شوی؛ له بده مرغه رييس، اداري پلاوی او ټول وکیلان په یوه معامله کې ښکېل وو؛ د امریکا سفارت دعوت کړي وو؛ دوی ته پیسې او میلمستیاوې ورکړل شوي."

افغانستان تردې وړاندې هم د هند، اسټرالیا ،بریتانیې، ایټالیا، جرمني او فرانسې په څیر د نړۍ له یوشمېر مهمو او پیاوړو هیوادونو سره ستراتیژیکي موافقتنامې، سندونه او تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي.

د افغانستان د قوانینو له مخې، ټول هغه سندونه چې له بهرنیو هېوادونو سره لاسلیک کیږي؛ د ولسمشر له لاسلیک او د ملي شورا د دواړو جرګو له تصویب او تایید وروسته د عملي کیدو وړ وي.

راپور: رحمت الله افغان

پخواني معلومات:

له امریکا متحده ایالتونو او ناټو سره د افغانستان امنیتي او دفاعي سندونه د ولسي جرګې له خوا د رایو په اکثریت تصویب شول.

له امریکا متحده ایالتونو سره د افغانستان امنیتي او دفاعي تړون د ۱۵۷ حاضرو وکیلانو له ډلې د ۱۴۹ په مثبتو رایو تصویب شو.

له شمالي اتلانتیک تړون یا ناټو سره د امنیتي سند لپاره هم یواځې پنځو وکیلانو منفي رایې ورکړې او پاتې نورو په اکثریت دا تړون په مثبتو رایو تصویب کړ.

له امریکا متحده ایالتونو او ناټو تړون سره امنیتي سندونه د اوسني حکومت د کار په پيل کې لاسلیک شول خو د ولسي جرګې د تصویب لپاره له څو اونیو راهیسې په دې جرګه کې تر بحث لاندې وو.

XS
SM
MD
LG